د خوشحالۍ په خوند هغه پوهېږي، چې عمر یې غمو خوړلی وي؛ د امن په خوند هغه پوهېږي، چې اخترونه، ښادۍ، ودونه، فراغتونه، سفرونه او نورې د ژوند چارې یې د زړه په وینو خامخا لړلې وې او یا دي. افغانان هم د نړۍ پر مخ داسې ملت او د ستر اُمت یوه برخه وه، چې نږدې څو لسیزې یې د نورو ښادیو تر څنګ اخترونه په بمباریو، چاودونو، چاپو او د شهیدانو په جنازو لمانځل. شپه به د اختر وه؛ خو سهار به د اختر د لمانځه پر ځای د شهیدانو د جنازو اعلانونه کېدل؛ ځوانانو، خویندو، ورونو او ماشومانو به د اختر د کالیو پر ځای سپین کفنونه پر تن کړل او د لوی الله جلجلاله پر لور به وکوچېدل.
لله الحمد، نږدې پنځه کاله کېږي؛ چې له نورې نړۍ سره په خورا توپیر افغانانو ته الله جلجلاله سپېڅلی او د همدې اولس له لمنې راپورته شوی؛ داسې نظام ورکړی، چې د دې ملت او د اسلامي اُمت د یوې برخې په توګه یې مسؤولین ځانونه خادمان بولي، د ملت سر، مال، ځان، حیاء، عزت، خوشحالي، غم او نورې پدیدې خپل ګڼي، نه یوازې یې خپل ګڼي بلکې د اولس د هوساینې لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې، چې له ديني، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او نورو ضروري اړخونو یې د ولسونو اړتیاوې پوره کړي دي او لا هم خپلې هڅې جاري ساتي.
ښه بېلګه یې د لوی اختر په مبارکو شپو ورځو کې د امن ټینګښت دی. د افغانستان اسلامي امارت درېګونو امنیتي ځواکونو، لکه: د کورنیو چارو وزارت اړوند قطعات، د ملي دفاع وزارت اړوند قطعات او د استخباراتو اړوند قطعاتو په هېواد دننه او سرحدونو کې د امن په ټینګښت او له ولسونو سره د نېک چلند په برخه کې داسې اتلولي او مېړانه وښوده، چې نه یوازې یې د خلکو زړونه تر لاسه کړل؛ بلکې دا یې ثابته کړه، چې اوس مهال د نړۍ پر مخ چېرې داسې امن نشته او د افغانستان په تاریخ کې دومره له امن ډک مراسم کله هم نه وو لمانځل شوي؛ الله جلجلاله دې د افغانستان اسلامي امارت مسؤولینو او د ولسونو امن ته ژمنو ځواکونو ته استقامت او اجرونه ورکړي.
ددې تر څنګ د افغانانو بله نېکمرغي دا ده؛ چې د امن فضاء تر څنګ یې ټول مناسک او مراسم هغه شان لمانځل کېږي، لکه څنګه چې د اسلام د مبارک دین په ارشاداتو کې راغلي دي، د افغانانو د دین، فرهنګ، اقتصاد او ټولنیز جوړښت په دایره کې دغه اصول د افغانستان خلکو او حکومت دواړو ته د منلو وړ دي، ځکه نو دغه ډول مثالي فزیکي او اروايي امنیت ته د رامنځ ته کېدو زمینه هم برابره شوې ده.
له تېرو اخترونو سره یې توپیر په دې کې دی، چې هغو اخترونو کې به خامخا داعشي خوارجو او یا له اسلامي نظام څخه باغیانو د تحرک هڅه کوله او د هېواد زړورو مجاهدینو به یې مخکې له مخکې پلانونه ورشنډ کړل، خو په دې اختر کې خوارجو او باغیانو دا جرئت ونه کړ؛ چې لله الحمد دا د دې خبرې څرګندونه کوي، چې په افغانستان کې نور ددې ډول شریرو عناصرو وجود په بشپړ ډول له منځه وړل شوی.
له نورو لیرې او نږدې مسلمانو ملتونو سره یې توپیر په دې کې دی، چې دلته ملت او حکومت له یو بل څخه جوړ دي، خو د نړۍ پر مخ نور مسلمان ملتونه یا ټول یا یوه لویه برخه خپل حکومتونه خپل نه ګڼي؛ ځکه اسلام او مسلمانان له عُریاني، بې حیايي، فحاشي، شراب، قمار، بې معنا او بې ځایه مصارفو څخه کرکه لري، چې هغو حکومتونو د دغه ډول کړنو په وړاندې ځان بې تفاوته نیولی، خو د افغانستان اسلامي امارت بیا دغه ډول کړنې لا له وخته د اسلام او افغان مسلمان ملت په خوښه له منځه وړي.
نو ښايي چې موږ افغانان د دغه ډول یو نظام منندوی اوسو؛ بلکې د الله جلجلاله شکر ادا کړو، چې وروسته له لسیزو ددغه ډول مادي او معنوي امنیت مالکان یو، خپلې ورځنۍ چارې په امن کې ترسره کوو، ديني او شخصي مراسم مو په پوره امن فضاء کې لمانځل کېږي او د الله جلجلاله ارشاد مبارک دی، چې فرمايي: که مو شکر وکړ نو در ډېر به یې کړم او که مو ناشکري وکړه، نو زما عذاب بیا ډېر سخت دی.










































