اسلامي شریعت د مسلمانانو د فردي او ټولنیز ژوند د تنظیم لپاره یو جامع نظام وړاندې کړی دی. په دې نظام کې له حاکم څخه د اطاعت او د هغه د حدودو مسئله د اسلامي سیاسي فقهې له تر ټولو حساسو او مهمو بحثونو څخه ده. په داسې وخت کې چې ځینې ډلې د بېلابېلو نومونو او د دیني شعارونو تر سیوري لاندې د افغانستان د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت کوي، د قرآن کریم او نبوي سنتو له نظره د دې مسئلې دقیقې، ژورې او هر اړخیزې څېړنې ته جدي اړتیا ده.
پوښتنه دا ده چې ایا دا ډول کړنې د الله تعالی جلجلاله په لار کې جهاد ګڼل کېږي، که هغه فتنه ده چې د مسلمانانو وینې تویوي او د ټولنې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي؟
قرآن عظیمالشان د الله تعالی جلجلاله او د هغه د رسول صلیاللهعلیهوسلم د اطاعت ترڅنګ، د واکمن د اطاعت اساسي اصل هم بیانوي او فرمایي: «أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ»؛ یعنې له الله، رسول او خپلو مسلمانانو واکمنانو څخه اطاعت وکړئ. البته دا اطاعت مطلق او بېقیدوشرطه نه دی. د اهل سنتو ستر فقها په دې باور دي چې تر هغه چې حاکم په «کفر بواح»؛ یعنې په ښکاره کفر، اخته شوی نه وي او د اسلام بنسټیز اصول یې له منځه نه وي وړي، د هغه پر وړاندې وسلهوال اقدام او بغاوت روا نه دی.
په دې اړه په معتبرو نبوي احادیثو کې سخت او له عبرته ډک خبرداری راغلی دی. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «مَنْ خَرَجَ مِنَ السُّلْطَانِ شِبْرًا مَاتَ مِیتَةً جَاهِلِیَّةً»؛ څوک چې د خپل حاکم له اطاعت څخه د یوې لوېشتې په اندازه هم واټن واخلي، د جاهلیت په مرګ مري. په یوه بل روایت کې چې په صحیح مسلم کې راغلی، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایي: «مَنْ خَرَجَ مِنَ الطَّاعَةِ وَفَارَقَ الْجَمَاعَةَ فَمَاتَ مَاتَ مِیتَةً جَاهِلِیَّةً»؛ څوک چې د مسلمان واکمن له اطاعت څخه ووځي، له مسلمانې ډلې بېل شي، د جاهلیت په مرګ مري.
د یووالي پر ساتنې او له بغاوت او وسلهوال خروج څخه د ډډې کولو په اړه د دې ټینګار اصلي لامل دا دی چې د حاکم پر وړاندې پاڅون ډېر ځله تر هغه ظلم هم د ستر فساد لامل ګرځي چې د حاکم له لوري ترسره کېږي. امام نووي رحمهالله وایي: که څه هم حاکم ظالم وي، وسلهوال بغاوت په ډېرو مواردو کې د لا ستر فساد لامل کېږي؛ له همدې امله، د مسلمانانو د وینو ساتنه پر پاڅون لومړیتوب لري. ابن تیمیه رحمهالله هم پر دې اصل ټینګار کوي چې هر هغه اقدام چې فساد یې له اصلاح څخه زیات وي، د شریعت له مخې منع دی؛ ځکه کورنۍ جګړه په ډېرو مواردو کې له حاکم د ظلم څخه هم ناوړه او زیانمنې پایلې لري.
البته دا خبره هېڅکله د ظلم پر وړاندې د چوپتیا په معنا نه ده. امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسلمانانو له تلپاتې دندو څخه دي او حاکم ته د اصلاح او سمون بلنه د قانوني، مشروع او سولهییزو لارو ورکول کېدای شي. د اهل سنتو فقهاوو په دې برخه کې پر دې ټینګار کړی چې وسلهوال بغاوت نه یوازې د ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د لا سترې فتنې دروازه پرانیزي؛ داسې فتنه چې د بېګناه خلکو وینې تویوي او د هېواد ثبات له منځه وړي.
لکه څنګه چې قرآن عظیمالشان د حجرات سورت په نهم آیت کې فرمایي: «وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا»؛ که د مؤمنانو دوې ډلې له یو بل سره جګړه وکړي، نو د هغوی ترمنځ سوله وکړئ.
په اوسني افغانستان کې موجود اسلامي نظام چې د افغان ولس په پراخو قربانیو رامنځته شوی، داسې نظام دی چې د الهي احکامو پلي کول ورته تر هر څه لومړیتوب لري. د داسې نظام پر وړاندې وسلهوال بغاوت د «بغی» او د شرعي حاکم له اطاعت څخه د وتلو له څرګندو بېلګو څخه ګڼل کېږي؛ هغه عمل چې په نبوي روایتونو کې یې د جاهلیت د مرګ په اړه سخت خبرداری ورکړل شوی دی.
باغیان باید تر هر ډول اقدام وړاندې د حق، سولې او روغې جوړې لوري ته راوبلل شي او که له خپلو دریځونو څخه لاس وانخلي، اسلامي حکومت باید د هغوی د فتنې پر وړاندې ودرېږي؛ خو د توبې، بېرته راګرځېدو او اصلاح دروازه باید تل ورته پرانیستې وي.
له همدې امله، پر شرعي حاکم بغاوت جهاد نه دی، بلکې داسې فتنه ده چې د مسلمانانو وینې تویوي، د ټولنې امنیت او ثبات له منځه وړي او د بهرنیو دښمنانو د لاسوهنې لپاره زمینه برابروي. له تېرو وختونو څخه تر نن ورځې پورې تاریخي تجربو په څرګنده توګه ښودلې ده چې د مسلمانانو د یووالي ساتنه او د شرعي حاکم اطاعت، تر هغه چې د اسلام په چوکاټ کې عمل کوي، د یوه ملت د بقا، عزت او ثبات له مهمو بنسټونو څخه دي.












































