شیخ ابو عبدالله وایي:
علامه ابو عصمه له حماد بن أبي حنيفة رحمهم الله څخه روایت کوي: قال أبو عصمة قال: حماد بن أبي حنيفة:
«لما بلغ الخوارج أن أبا حنيفة لا يُكَفِّرُ أحدًا بذنبٍ أتاه أربعون (في كشف الاثار» (٤٧٩ / ١) و «المناقب للإمام أبي حنيفة» للعلامة الكردري (١٦٣ / ١) «سبعون»)، رجلاً معهم السلاح، حتى دخلوا الكوفة فأتوا أبا حنيفة وهو في جمع كثير.
وايي: «کله چې خوارجو ته دا خبره ورسېده چې امام ابو حنیفه رحمه الله د ګناه په سبب هيڅ مسلمان کافر نه بولي، نو څلوېښت (د کشف الاثار ۱ / ۴۷۹، او د مناقب الامام ابي حنيفة ۱ / ۱۶۳ للكردري د خبر له مخې اويا) وسله وال کسان ورغلل، هغوی کوفې ته ننوتل او امام ابو حنیفه رحمه الله ته راغلل، په داسې حال کې چې د امام ابو حنیفه رحمه الله سره د خلکو يوه لویه غونډه ناسته وه.
فقالوا: يا أبا حنيفة قُلْ لهم حتى يقوموا عنك، فإن لنا مسألة، فقاموا فلم يتكلموا حتى اخترطوا سيوفهم، فقالوا له: يا عدو هذه الأمة، يا شيطان هذه الأمة، قتلكَ أحب إلينا من جهاد سبعين سنة، فأجب عن مسائلتين، وإلا فهيء نفسك للقتل.
خوارجو ورته وویل:
ای ابو حنیفه! خلکو ته ووایه چې له تا څخه لرې شي، ځکه موږ له تا څخه یوه پوښتنه لرو. امام ابو حنیفه رحمه الله خلکو ته اشاره وکړه، هغوی ټول ولاړل، او یوازې امام صاحب رحمه الله پاتې شو. خوارجو خبرې ونه کړې، تر دې چې خپلې تورې یې له تېکو راوایستلې.
بیا یې ورته وویل:
ای د دې امت دښمنه!
ای د دې امت شیطانه!
ستا وژل زموږ لپاره تر اویا کاله جهاد زیات محبوب دي.
زموږ دوو پوښتنو ته ځواب راکړه، که نه نو ځان د مرګ لپاره تیار کړه.
فقال أبو حنيفة «رحمه الله تعالى»: أغمدوا سيوفكم، فقالوا: كيف نُعيدُها؟! ونريد أن نُخضِبَها من دمك، قال فتكلموا باسم الله. فقالوا: هاتان جنازتان على باب المسجد، أما الأولى: فرجل شرب الخمر فحشرج (الحشرجة: الغرغرة عند الموت)، فمات، وأما الأخرى: فامرأة زنت فلما استيقنت بحبلها شربت دواء فقتلت نفسها، أفهما من المؤمنين؟
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل:
خپلې تورې بېرته تېکو ته واچوئ.
خوارجو وویل:
څنګه یې بيرته واچوو، حال دا چې، موږ ددې اراده کړې ده چې ستا په وینه یې سرې کړو؟
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل:
د الله په نوم خبرې وکړئ، يعنې بسم الله کړئ.
خوارجو ورته وویل:
د جومات پر دروازه دوه جنازې پرتې دي:
لومړۍ جنازه: د داسې سړي ده چې شراب یې څښلي وو، د مرګ پر مهال یې سا په ستوني کې بنده شوه او هماغسې مړ شو.
دوهمه جنازه: يوه ښځه چې زنا یې وکړه، کله چې ډاډمنه شوه چې حامله ده، دوا یې وڅښله او ځان یې وواژه.
ایا دا دواړه له مؤمنانو څخه دي؟
فقال أبو حنيفة «رحمه الله تعالى»: أفمن اليهود كانوا؟
قالوا: لا،
قال: فمن المجوس كانوا؟
قالوا: لا،
قال: فمن أي ملة كانوا؟
قالوا: مَن يشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدًا عبده ورسوله، والإقرار بما جاء من عنده.
قال: فأخبروني إن كلامهم هذا من الإيمان؟
قالوا: نعم
امام ابو حنیفه رحمه الله وپوښتل:
ایا دوی یهودیان وو؟
خوارجو وویل:
نه.
امام صاحب وپوښتل:
ایا مجوسیان وو؟
خوارجو وویل:
نه.
امام صاحب وپوښتل:
نو د کوم دین خلک وو؟
خوارجو وویل:
هغوی به شهادت ورکاوه چې له الله پرته بل هيڅ معبود نشته، محمد (صلی الله عليه وسلم) د الله بنده او رسول دی، او پر هر هغه څه ایمان لري چې هغه راوړي دي.
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل:
راته ووایاست، دا خبرې چې هغوی کولې، دا ایمان دی که نه؟
خوارجو وویل: هو، ایمان دی.
قال: فأخبروني: إنه ثلث الإيمان أو ربعه أو نصفه؟
قالوا: لا يكون للإيمان ثلث ولا ربع ولا نصف، بل كل الإيمان،
قال: فما تسألوني عن قوم زعمتم أنهم تكلموا بالإيمان كله؟!
امام صاحب ورته وویل:
ایا دا د ایمان درېیمه برخه ده، که څلورمه برخه، که نیمایي؟
هغوی وویل:
نه، ایمان نه درېیمه برخه لري، نه څلورمه او نه نیمایي؛ بلکې دا ټول ایمان دی.
امام صاحب ورته وویل:
نو بیا ولې له ما څخه د هغو خلکو په اړه پوښتنه کوئ چې تاسو خپله وایاست دوی بشپړ ایمان راوړی و؟!
قالوا: أخبرنا أهم جنانيون أم سقريون؟
قال أبو حنيفة «رحمه الله تعالى»: أقول كما قال إبراهيم عليه السلام: ﴿فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي ۖ وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾ [إبراهيم: ٣٦].
خوارجو ورته وویل:
ته موږ ته دا ووایه، دوی جنتیان دي که دوزخیان؟
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل:
زه د ابراهیم علیه السلام په هماغه قول سره قول کوم:
«څوک چې زما پیروي وکړي، هغه زما له ډلې څخه دی، او څوک چې زما نافرماني وکړي، نو بېشکه ته ډېر بښونکی او مهربان یې.» (سورة ابراهیم: ۳۶).
« ولا نريد بهذا معصية الکفر؛ لأن الله تعالى لا يغفر للكفار أبدًا»
دلته د ابراهیم علیه السلام له دې وینا څخه د کفر معصیت نه مراديږي؛ ځکه الله تعالی د کفر په حالت کې مړه شوي کسان نه بښي. مراد هغه مؤمن دی چې د ایمان له ساتلو سره سره ګناه ځينې شوې وي، او د هغه چاره د الله رحمت او مشیت ته سپارل کيږي.
وأقول كما قال عيسى عليه السلام: ﴿إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ﴾ [المائدة: ١١٨].
ورپسې امام صاحب رحمه الله ورته وويل: زه هماغه خبره کوم چې عیسی علیه السلام کړې ده:
«که ته هغوی ته عذاب ورکړې، نو هغوی ستا بندګان دي، او که ته یې وبښې، نو بېشکه ته برلاسی او حکیم یې.» (سورة المائدة: ۱۱۸).
وأراد من مات على الإيمان وارتكب الذنوب، فلما سمعوا ذلك ألقوا السلاح، وقالوا: نتبرأ إلى الله تعالى من جميع ما كنا فيه، وندين بدينك، فقد جعل الله تعالى عندك حكمة وعلمًا، وعقلًا وفضلًا».
یعنې هغه کسان چې پر ایمان مړه شوي وي، خو ګناهونه یې کړي وي، د هغوی حکم الله ته سپارل کېږي.
کله چې خوارجو دا ځواب واورېد، خپلې وسلې یې پر ځمکه وغورځولې او ویې ویل: موږ الله ته توبه باسو له هر هغه څه چې مخکې پرې وو، او ستا په دین او عقیده عمل کوو، الله تعالی تا ته حکمت، علم، عقل او فضیلت درکړی دی.










































