د مېړانې، غیرت او استقامت ځلانده ستوری، د قوي ایمان، ټینګې ارادې او لوړ همت څښتن، د حق د لارې صادق مجاهد او د خاموش طبیعت درلودونکی شخصیت، شهید سعید احمد فرید احرار تقبله الله د شهید محمد نائب زوی، د میدان وردګو ولایت د بندچک ولسوالۍ د بمبائي کلي اوسېدونکی، په (۱۳۷۷/۱/۱۵ ه.ش) نېټه یې دې فاني نړۍ ته په یوه دینداره او عزتمنده کورنۍ کې سترګې وغړولې.
زده کړې:
احمد فرید احرار له کوچنیوالي د علم او زده کړو سره ځانګړې مینه درلوده، لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په ښوونځي کې پیل کړې او وروسته یې خپلې رسمي زده کړې په بریالیتوب سره تر دولسم ټولګي پورې ورسولې. هغه د زده کړو تر څنګ د دین، وطن او ولس د خدمت جذبه هم درلوده، د حق لارې ته ژمن و او تل به یې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې فکر کاوه.
شهید احرار په جهادي ډګر کې:
کله چې په ګران هېواد د اشغال تور سیوری غوړېدلی و، په همدې ترینګلو حالاتو کې شهید احمد فرید احرار تازه د ځوانۍ په درشل قدم کېښود، د ایمان، غیرت او اسلامي عقیدې په زور یې په (۱۳۹۲) کال کې د جهاد سپېڅلې لار خپله کړه. هغه یو متواضع، بااخلاقه، زړور او بااحساسه مجاهد و، چې د ملګرو ترمنځ یې ځانګړی ځای درلود. د سنګر سختۍ، د شپې یخنۍ او د ورځې ګرمۍ یې په ورین تندي زغملې.
د شهید احرار د ورور له قوله:
هغه ورځې لا هم زما د ذهن په انځورونو کې ژوندۍ پاتې دي؛ هغه وخت چې موږ د خپل کور مهمانخانه جوړوله. د سنګ کارۍ لپاره مو درنې او کلکې تیږې راوړې وې، او هر چا د خپل وس کار کاوه. ورورک مې هم په خولو کې ډوب و. په همدې شېبو کې، شهید احرار یوه ډېره درنده تیږه په دواړو لاسونو پورته کړه. د هغه په څېره کې عزم او میړانه ښکارېده، خو کار اسانه نه و. مور مې چې دا صحنه ولیده، د زړه له کومې یې ورته وویل: زویه! احتیاط کوه، ځان به ژوبل کړې.
خو احرار، چې سترګې یې له یو بل ارمانه ډکې وې، په ډېر ارام او ادب ناکه اواز ځواب ورکړ: مورې! نور د ځان غم راسره نشته، خو د جهاد په خاطر به احتیاط کوم، خدای مه کړه چې له جهاده پاتې نه شم. دا خبرې یوازې الفاظ نه وو، بلکې د هغه د زړه د ارمانونو رښتینی غږ و. داسې مینه، داسې اخلاص، چې انسان خپل ځان هېروي، خو د خپل هدف د پاتې کېدو وېره لري. دا د امت د نومياليو خصلت دی.
د شهید احرار ورور د هغه وخت یوه خاطره چې دوی په کابل کې اوسېدل په داسې ټکو بیان کړه:
یوه ورځ سهار وختي، لا د ملا د آذان انګازې په هوا کې خورې وې، چې احرار له کوره ووت. فضا لا د شپې له سکوت سره نښتې وه، کوڅې خاموشې وې او لمر لا د افق تر شا ویده و. شاوخوا لس دقیقې نه وې تېرې شوې، چې یو ډېر دروند انفجار وشو. د کور فضا یو دم بدله شوه؛ ټول وارخطا شوو، زړونه مو په درزا شول، او هر چا په اندېښنه د احرار نوم اخېست: احرار چېرته دی؟
ښه شېبه وروسته احرار په ډېرې تېزۍ سره کور ته راننوت. پر شونډو یې موسکا خپره وه، او په کړس، کړس یې خندل، داسې لکه هېڅ چې نه وي شوي. ما ورته وویل:
دا انفجار وګوره، او ته خاندې؟ څه کیسه ده، ولې خاندې؟
احرار په ډاډه او شوخ انداز راته وویل: “نادېره مې باد پر باد کړه.”
ما بیا وویل: خبره څه ده؟ راته ووایه!
هغه وخندل او ویې ویل: “لږ شېبه وروسته به خبر شې چې څه کیسه ده.”
لمر لا نه و راختلی، زه له کوره ووتلم. د رینجرو د هارنګ غږونه له لرې اورېدل کېدل. چې ورنږدې شوم، خلک یې سیمې ته نه پرېښودل، هر څوک حیران ولاړ وو. هغه رینجر چې غلامان به په غرور پکې ګرځېدل، په کوڅه کې ټوټه، ټوټه پرته وه. احرار هغه سړی و، چې د خطر په منځ کې یې هم خندا نه پرېښوده، او د مرګ تر سیوري لاندې یې هم د زړورتیا لوری نه پرېښود.
احرار به تل خپلو ملګرو ته د صبر، اخلاص او استقامت خبرې کولې. د حق د لارې مینه دومره پرې غالبه وه، چې د دنیا هره سختي ورته کوچنۍ ښکارېده. هغه د جهاد په ډګر کې د مېړانې بېلابېلې خاطرې پرېښودې، تل به د سنګر په لومړۍ کرښه کې حاضر و او د خطر پر مهال به یې شاتګ نه پېژانده.
د یوه ملګري له خولې روایت دی:
یوه شپه په احرار او بل ملګري شاهد باندې د امریکايي یرغلګرو چاپه ووهل شوه، خو دواړو د چاپې له ساحې ځان ایستلی و او لږ وړاندې یې سنګر نیولی و. د چاپې په ساحه یا هماغه کور کې امریکایي عسکر او داخلي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو. هغه ځای احرار او شاهد ته ښه ور معلوم و. احرار په مخابره کې پر مسؤل کس غږ وکړ او ورته ویې ویل:
“زه او شاهد ورسره جنګ کوو.” خو مسؤل کس اجازه ورنه کړه. ښایي حالات سخت وو، یا خطر زیات و، او نه یې غوښتل، چې دوی ځانونه په خطر کې واچوي. مګر احرار داسې سړی نه و، چې وجدان یې په آرامه پرېږدي او خالي لاسونه ترې تېر شي. ده بیا، بیا ټینګار وکړ، ترڅو چې مسؤل کس مجبور شو او اجازه یې ورکړه.
احرار او شاهد دواړو د چاپې پر مرکز مرګونی برید وکړ. داسې برید چې دښمن یې له هر لوري راحصار کړ، امریکایي عسکر هم پکې مردار شول. له دې سره الوتکو بمباري پیل کړه، فضا له اور، دوړو او بارودو ډکه شوه. نږدې درې ساعته سخته او قوي مبارزه روانه وه. د مرمیو شور، د بمونو درزا او د زړونو تپېدل سره یو ځای شوي وو. بالاخره شاهد د جګړې په ډګر کې شهید شو.
احرار له ملګرو د مرستې غوښتنه وکړه، خو فضا د جېټو او ډرونونو له لوري په بشپړه توگه اشغال شوې وه. هېڅ چا د مرستې لپاره رسیدګي نه شوای کولای، احرار هم په ارامه کښېنناست، یوازې او په ستړي وجود یې، خپل شهید ملګری شاهد پر اوږه کړ، او د مرګ له منځه یې د جګړې له صحنې راوایست. دا یوازې د یو جنګ کیسه نه وه؛ دا د وفا، غیرت او ملګرتیا هغه باب و، چې په وینو لیکل شوی و.
یو ملګري یې کیسه کوي:
په ۱۳۹۸ کال کې د چک ولسولۍ د بمبائي په کلي کې دوو پوستو د سختې محاصرې تر سیوري لاندې شپې او ورځې تېرولې. د اکمالاتو لارې پرې تړل شوې وې، ډوډۍ او نور خوراکي توکي ورته نه رسېدل، او د محاصرې کړۍ ورځ تر بلې تنګېدې. هغه مهال شاوخوا سیمې د مجاهدینو تر ولکې لاندې وې، نو د ولسوالۍ له مرکز څخه نظامي موټرو د تګ جرئت نه شوای کولای. مجبوره وو، چې شخصي موټرونه ودروي، خوراکي توکي ورباندې بار کړي او په ټینګه لهجه ورته ووايي چې پوستو ته یې ورسوئ.
کله چې احرار له دې حاله خبر شو، څو وفادار ملګري یې له ځان سره کړل او د لارې پر لور راووت. هغه وخت سړک ته راوتل د سر په بیه وو، ځکه هر ګام د مرګ او ژوند تر منځ واټن و. احرار د یوه موټر مخه ونیوله، هغه خوراکي توکي یې راکوز کړل، چې محاصره شوو پوستو ته وړل کېدل. خو لا کار نه و بشپړ شوی، چې ناڅاپه د سخت کمین له لمبو سره مخ شول.
احرار او ملګرو یې په ټینګه اراده، قوي مورال او نه ماتېدونکې توګه مقابله وکړه. تر اوږدې نښتې وروسته، د زړورتیا او تدبیر په مټ، له جنګي ساحې روغ ووتل او خپله مېړانه یې د وخت په پاڼو کې ثبت کړه. په ۱۳۹۵ کال کې احرار نوی موټرسایکل واخیست. د مینې او اخلاص له مخې یې هغه ننګرهار ته خپلو ملګرو ته ورولېږه، څو د جهاد په لاره کې ترې ګټه واخلي او د اړتیا پر مهال یې وکاروي، درې میاشتې وروسته احرار په کور کې ناست و، سر یې ټیټ او سترګې یې له اوښکو ډکې وې. ما غږ ورباندې وکړ او ومې ویل: «خیر دی، ولې ژاړې؟»
هغه په مات غږ وویل: «هغه موټرسایکل مې چې ملګري ته ورلېږلی و، هماغه ملګری پرې سپور و، چې ډرون وویشت او شهید یې کړ.» دا خبره یې داسې وکړه، لکه زړه یې چې ټوټې ټوټې شوی وي. اوښکې یې یوازې د یوه موټرسایکل لپاره نه وې، بلکې د هغه وفادار ملګري لپاره وې، چې د ده د ډالۍ پر سپرلۍ د شهادت سفر ته تللی و، احرار د درد، وفا او ورورولۍ سړی و؛ د ملګرو غم به یې خپل غم باله، او د هغوی وینه به یې د زړه پر زخم احساسوله.
احرار لا د ځوانۍ سپرلي ته تازه رسېدلی و، چې په ۱۳۹۵ کال کې د وردګو ولایت د سیدآباد ولسولۍ د شیرازي په کلي کې یې پلار شهید شو. دا پېښه د هغه پر ژوند د غم دروند سیوری و، ځکه لا یې د عمر د هوساینې ورځې نه وې لیدلې، چې د ژوند سترو ازموینو ته مخامخ شو. له یوې خوا د کورنۍ مسؤلیتونه د هغه پر اوږو ورولوېدل؛ د کور سرپرستي، د کورنیو اړتیاوو پوره کول او د پلار تش ځای ډکول. له بلې خوا د جهاد مسؤلیت هم ورسره و، ځکه په کابل کې د چریکیانو مسؤل و او د مبارزې دروند بار یې هم پر اوږه پروت و.
د الله جل جلاله امتحانونه ورباندې ورځ تر بلې ډېرېدل، هره ورځ یې نوې ازموینه مخې ته درېده، خو احرار حوصله ونه بایلله. نه یې د غمونو پر وړاندې ملا ماته شوه، نه یې د ستونزو پر وړاندې قدمونه سست شول. هغه په مېړانه د کور مسؤلیت هم ترسره کړ، د کورنۍ لپاره لکه د غره پشان تکیه شو، او د جهاد مسؤلیت یې هم په اخلاص، استقامت او ټینګې ارادې پر مخ یووړ. احرار د داسې شخصیت خاوند و، چې سختیو نه ماتاوه، بلکې لا یې نور هم پیاوړی کاوه.
احرار به تل د ژوند په دوه لارو کې ولاړ و؛ یو لور ته د کورنۍ دروند مسؤلیت، او بل لور ته هغه لاره چې ده ځان پرې مکلف باله. ده به هڅه کوله چې دواړه بارونه په اخلاص، حوصله او تدبیر سره پرمخ یوسي، څو نه د کور حق پاتې شي او نه د وجدان غږ غلی پاتې شي. خو وخت په خپل مسیر روان و. ورو ورو داسې ورځې راغلې چې په کابل کې اوسېدل ورته ستونزمن شول. د وخت غلامې ادارې یې پلونه څارل، چاپې به ورباندې وهل کېدې او هره ورځ به یې د نیولو هڅې روانې وې. تر دې چې کور یې هم له دې فشارونو خوندي نه و، او هلته به هم د ده په لټه ورتلل.
احرار نور په ډاډه زړه کور ته نه شوای تللی. خو هغه له ماشومتوبه غیرتي، ځیرک او هوښیار انسان و. د ستونزو په منځ کې به یې هم د خلاصون لار پیدا کوله، او مخالفینو په اسانۍ سره نه شوای نیولای. په همدې شپو ورځو کې د معسکر وخت هم راورسېد. ملګرو به ورته پیغامونه رالېږل، چې وخت پوره دی، راشه! احرار به چوپ ناست و، فکرونه به یې سره اړول. که لاړ شم، د کور چارې به څوک سمبالوي؟ که پاتې شم خپل مرام ته به څنګه رسېږم؟
بالاخره یې خپل ټول فکرونه د عالمیانو رب ته وسپارل، زړه یې کلک کړ او د ۱۳۹۶ کال په ترڅ کې یې له استاد علي انس سره خپل معسکر پیل کړ.
د هغه د یوه ملګري له خولې داسې روایت شوی:
“کله چې موږ په معسکر کې وو، د غزني پر لور د تشکیل غږ وشو. موږ څو تنه ملګري هم روان شوو، احرار هم راسره و. هلته به یې له جرأت او ثابت قدمۍ کار اخېست، له ستونزو نه به نه ستړی کېده او هر کار ته به مخکې ولاړ و. په همدې ورځو کې سخت ټپي هم شو. لارې سختې وې، سفر ستونزمن و، او دی هم زخمي و؛ خو بیا مو په ډېرو کړاوونو او زحمتونو سره بېرته معسکر ته ځان ورساوه.”
د ژوند همدا ځانګړنه ده؛ کله انسان د ارامو ورځو مېلمه وي، او کله د ازمېښتونو مسافر. ځینې کسان بیا د سختیو په تورو شپو کې هم خپل عزم نه بایلي.
د خوارجو داعشیانو پروړاندې د مبارزې ډګر ته ښکته کېدل:
په ۱۳۹۸ کال کې، هغه مهال چې د وردګو ولایت تشکیلات د ننګرهار پر لور روانېدل، شهید احرار، چې د لیزر په برخه کې هم مسلکي او روزل شوی مجاهد و؛ د تګ هوډ وکړ. دا هوډ یوازې د سفر هوډ نه و، بلکې د یو داسې مسافر نیت و، چې د خپل منزل پته یې له وړاندې ور معلومه وه.
کله چې له کوره ووت، داسې وګرځېد لکه څوک چې له هر دیوال، هر کونج او هر یاد سره وروستۍ مخه ښه کوي. هغه مهمانخانې ته هم ورننووت، چې لا یې ابتدایي کارونه هم نیمګړي پاتې وو، سترګې یې پرې واړولې او راته یې وویل:
“کار ورباندې مه دروئ، مهمانخانه بشپړه کړئ.”
شېبې د فراق خواته روانې وې. بیا یې په ټیټ، خو ډاډه غږ وویل: په کور کې هېڅ چا ته مه وایاست، په ځانګړي ډول مور ته، چې زه په تشکیل کې ننګرهار ته ځم. زړه مې خبر دی، زه به هلته شهید کېږم. دا خبرې د یو عادي انسان خبرې نه وې؛ دا د هغه چا الفاظ وو، چې د تقدیر نښې یې په خپل روح کې لوستلې وې.
بالاخره د ننګرهار پر لور روان شو. له یوې نیمې اوونۍ وروسته یې مورجانې ته زنګ وواهه. له روغبړ وروسته یې د کورنۍ، دوستانو او خپلوانو پوښتنه وکړه. د هماغې نیمګړې مهمانخانې احوال یې هم واخیست. مور ته یې داسې د تسلیت او صبر خبرې وکړې، لکه د چا چې د تللو وخت رارسېدلی وي او غواړي د فراق تر مخه د زړونو مرهم شي. همدا یې له کورنۍ سره وروستۍ غږیزه اړیکه، وروستی سلام او وروستۍ پوښتنه وه.
یوه همسنګره ملګري یې د شهادت کیسه داسې بیان کړه:
هغه وخت چې احرار لا په تشکیل کې و، د ټولو ملګرو په زړونو کې یې ځانګړی ځای درلود. ډېر خوږ انسان و، نرم خویه و، او هر وخت به یې د ملګرو خدمت کاوه. د ده اخلاق، مینه او اخلاص داسې و، چې هر څوک یې خپل باله. یوه ورځ موږ ته خبر راغی، چې د خوږیاڼو د زاوې په سیمه کې داعشي خوارجو ځاله جوړه کړې ده. سمدستي روان شوو او هلته ورسېدو. شپه مو په یوه جومات کې تېره کړه. سهار چې راویښ شوو، احرار بېخي خوشحاله ښکارېده. پر شونډو یې موسکا خپره وه او ملګرو ته یې ویل: «زه نن شهید کېږم.»
هغه د جومات پر یوه دیوال د ټولو ملګرو نومونه په خپل ښکلي خط ولیکل. خط یې دومره ښایسته و، چې هر څوک به ورته حیران و. بیا یې په ډاډه زړه وویل: «په دغو نومونو کې به یو نوم د تل لپاره ړنګ شي، او هماغه ملګری به شهید کېږي.» لږ شېبه وروسته یې بیا په یقین سره وویل: «زه به شهید کېږم، إن شاء الله.»
وروسته د کورونو د تصفیې وخت راورسېد. موږ په دوو ډلو ووېشل شوو؛ یوه ډله یوې خوا ته ولاړه او بله ډله موږ وو. یو کور مو تصفیه کړ، د دوهم کور کار لا نه و بشپړ شوی چې احرار وویل: «زه دغه بل کور ته ځم.» ما غږ ورباندې وکړ: «تنها مه ځه، خطر لري! دا کور چې خلاص شي، ټول به یو ځای لاړ شو.»
خو احرار چې له ماشومتوبه غیرتي، زړور او خطر ته د وړاندې کېدو سړی و، د ملګري خبره یې ونه منله او درېیم کور ته ور روان شو. زه ورته ګورم، چې د کور له دننه غږونه راپورته شول. احرار په ډېرې تیزۍ دروازې ته لغته ورکړه، دروازه یې ماته کړه، او د ماتېدو سره سم یې پر دښمن ډزې پیل کړې. له مرمیو سره یو ځای یې د تکبیر نعرې وهلې، فضا یې د «الله أكبر» په جذباتي چیغو رپوله. ما منډه کړه چې ور ورسېږم، خو لا ورته نږدې شوی نه وم، چې احرار ولګېد. د لوېدو په هماغه شېبه یې بیا په لوړ آواز ناره کړه: «الله أكبر!» او بیا یې د شهادت جام وڅښه.
هغه ارمان چې کلونه، کلونه په ستړیو قدمونو پسې ګرځېدلی و، هغه هیله چې د شپې په چوپتیا کې به یې له رب جل جلاله څخه په نمجنو سترګو غوښتله، بالاخره پوره شوه. هغه د شهادت هغه لوړ مقام ته ورسېد چې یوازې ټاکل شوي کسان ورته رسېږي. له شهادت دیارلس ورځې وروسته یې مبارک جسد خپل ټاټوبي ته راوړل شو. داسې ښکلی تر او تازه ښکارېده لکه په خوب ویده.
کلیوالو، دوستانو او خپلوانو یې په اوښلنو سترګو هرکلی وکړ، او بیا د خپلې پلرنۍ هدیرې په غېږ کې خاورو ته وسپارل شو. ځمکه چوپه وه، خو آسمان پوهېده چې یو مسافر خپل منزل ته رسېدلی دی. الله جل جلاله دې یې شهادت قبول او درجات لوړ کړي.
د شهادت نېټه:
بالآخره دا زړور مجاهد، د حق د لارې دا سپېڅلی لاروی، په (۱۳۹۸/۷/۱) نېټه خپل ارمان ته ورسېد او د شهادت لوړ مقام یې ترلاسه کړ. شهید احمد فرید احرار له دې فاني نړۍ څخه کوچ وکړ او د الله جل جلاله حضور ته ولاړ، خو نوم، قرباني او یادونه یې د خلکو په زړونو کې تلپاتې پاتې شول، نحسبه کذلک والله حسیبه.










































