د مېړانې، غیرت او سرښندنې روښانه ستوری، د قوي ایمان، ژور اخلاص او ټینګې ارادې څښتن، د حق د لارې رښتینی مبارز او د جهادي فکر درلودونکی ځوان، شهید سعید حافظُ القرآن محمد ذاکر د سردار آقا زوی، د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د بندوکي کلي اوسېدونکی و، چې په (۱۳۸۱) هـ ش کال یې دې فاني نړۍ ته په داسې دینداره او مجاهده کورنۍ کې سترګې وغړولې، چې د دین مینه، جهاد او تقوا د هغوی پر ژوند سیوری غوړولی و.
زده کړې:
محمد ذاکر لا د ماشومتوب په عمر کې و، چې زړه یې د الله جل جلاله له کلام سره وتړل شو. د خپل کلي او ولسوالۍ په سیمه ییزه مدرسه کې شامل شو او په ډېر شوق او مینه یې د دیني علومو زده کړه پیل کړه. نوموړي د قران کریم حفظ ته ځانګړې پاملرنه وکړه، تر دې چې د الله جل جلاله په فضل یې د حفظ عظیم نعمت ترلاسه کړ او د حافظُ القرآن ویاړلی لقب یې خپل کړ.
شهید محمد ذاکر په جهادي ډګر کې:
شهید محمد ذاکر په داسې کورنۍ کې لوی شوی و، چې د جهاد او قربانۍ تاریخ یې درلود. د هغه دوه مشران وروڼه، عبدالهادي او ګل اکبر، تر ده وړاندې د امریکایي اشغالګرو پر وړاندې په مبارزه کې خپل ژوند قربان کړی او د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي وو. همدې کارنامو د نوموړي په زړه کې د جهاد جذبه لا پیاوړې کړه. له همدې امله، که څه هم عمر یې کم و، خو د مجاهدینو صفونو ته ورګډ شو او د خپلو ملګرو ترڅنګ یې د مبارزې ډګر ته ور ودانګل. د پوځي وړتیاوو د لوړولو لپاره یې د څرخ ولسوالۍ په سیمه کې عسکري زده کړې وکړې، چې وروسته یې هم عزم لا پیاوړی شو، هم تجربه زیاته شوه او هم یې نظامي مهارتونه لوړ شول.
شهید محمد ذاکر یو مدبر، زړور، باحیاء او نېک اخلاقه ځوان و. د دښمن پر وړاندې سخت او ثابت قدمه و، خو له خپلو ملګرو او دوستانو سره یې ډېر نرم، مهربان او له خواخوږۍ ډک چلند درلود. تل به یې له خپلو مسؤولینو غوښتنه کوله، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته یې ولېږي. که اجازه به ورکړل شوه، پر څېره به یې د خوښۍ نښې ښکاره شوې؛ او که د کوم مصلحت له مخې به پاتې شو، نو زړه به یې غمجن او سترګې به یې له اوښکو ډکې شوې.
کله چې د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې د خوارجو فتنه راپورته شوه او مظلوم ولس یې تر خپلو ظلمونو لاندې راوست، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه مجاهدین د دې فتنې د له منځه وړلو لپاره ورمات شول. د لوګر ولایت له کاروان سره شهید محمد ذاکر هم د ننګرهار پر لور روان شو. حافظ محمد ذاکر یو زړور او ثابت قدمه جنګیالی و. د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ مسؤلینو پرېکړه کړې وه، چې د خوارجو پر مورچلو یو مهم برید ترسره کړي. د دې عملیاتو لپاره جنګیالي ټاکل کېدل. هغه په ټینګار سره ویل: «ما هم وټاکئ، ما له دې ډګره مه محروموئ.» دا هیله یې د لنډمهاله احساساتو له امله نه وه، بلکې د ژور باور او کلکې ارادې پرمټ یې ویل. بالاخره، د پرله پسې غوښتنو وروسته، مسؤلینو هغه د جګړې تر ټولو سخت او حساس ځای لپاره وټاکه؛ داسې ځای چې هر ګام یې له خطره ډک و او هرې شېبې یې د مرګ رنګ درلود.
داعشیان د سختو او لوړو غرونو پر سر، په کلکو مورچلو کې ځای پر ځای شوي وو او پېچلې دفاعي لیکې یې جوړې کړې وې. نږدې د شپې لس بجې جنګیالي د دښمن پر لور وخوځېدل او د غرونو په لور روان شول. د شپې شاوخوا یوه بجه وه، چې هغه له درېیو ملګرو سره تر ټولو مخکې د دښمن تر سختو او مهمو ځایونو پورې ورسېد. قدمونه یې ثابت، زړونه یې ډاډمن وو، او سترګې یې د بریا پر لور نیولې وې. په هغو سختو شېبو کې یې په زړورتیا او ټینګې ارادې د دښمن پر مورچلونو برید وکړ او یو په بل پسې مهم سنګرونه یې مات کړل. هغه څه چې ناشوني ښکارېدل، د دوی په لاسونو شوني شول، او مهم ځایونه د مخالف لوري له ولکې ووتل.
همدارنګه، په یوه سخته نښته کې د دوی یو ملګری سطحي ټپي شو. همدې صحنې د حافظ ذاکر په زړه کې یو عجیبه هیله راپورته کړه. له ځان سره یې وویل: «کاش زه هم په دې لاره کې داسې ټپي شم چې د خدمت له ډګره محروم نه شم؛ داسې ټپ چې د خدمت نښه وي، نه خنډ.»
څو ورځې نه وې تېرې شوې چې برخلیک د ده دې غوښتنې ته ځواب ورکړ. په یوه سخته مخامخ جګړه کې، د ورځې په وروستیو ساعتونو کې، هغه هم سطحي ټپي شو؛ داسې ټپ چې نه یې له میدانه راوګرځاوه او نه یې اراده کمزورې کړه، بلکې لا یې یې پياوړتيا ور وبښله.
هغه د شیرزادو ولسوالۍ ته ولاړ، هلته چې د جګړې سختې لمبې بلې وې. نوموړي په لومړۍ کرښه کې په بې ساري شجاعت وجنګېد. د مجاهدینو په بریدونو کې څو مهم سنګرونه ونیول شول او د دښمن یو شمېر مهم مرکزونه وسوځول شول. وروسته سخته او نفس ګیره جګړه ونښته، چې په ترڅ کې یې ډېر دښمنان ووژل شول او محمد ذاکر هم ټپي شو. د مسؤولینو په هدایت د درملني په موخه لوګر ولايت ته انتقال شو. له درملنې او روغتیا وروسته يي بېرته د مبارزې لیکو ته ځان ورساوه. دا ځل یې له زیاتې تجربې او پیاوړي هوډ سره، د حرارتي دوربین او لیزري وسایلو په وسیله د دښمن پر پوستو اغېزمن بریدونه وکړل، چې له امله یې ګڼ شمېر اجیر عسکر له منځه ولاړل.
شهادت:
بالاخره د جمعې په مبارکه ورځ، د(١٣٩٩/١١/٢٥) هـ ش کال د یوولسمې میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه، د ماسپښین شاوخوا درې بجې، په داسې حال کې چې د مخامخ جګړې پر مهال یې د دښمن یو عسکر وژلی و او د دښمن پوستې ته نږدې ولاړ و، د جګړې په ډګر کې د خپلې اوږدې هیلې پوره کېدو شېبه راورسېده. شهید محمد ذاکر د شهادت خوږ جام وڅښه او خپل محبوب رب جل جلاله ته ورغی. هغه لاړ…
خو نوم یې د غیرت، ایمان او سرښندنې په تاریخ کې تلپاتې شو، او د ژوند کیسه یې د شجاعت، اخلاص او قربانۍ یو روښانه باب وګرځېد، نحسبه کذلک والله حسیبه.










































