د اسلام په فکري نظام کې د «اصلاح» او «فساد» دوه مفاهیم له یو بل سره په څرګند تقابل کې دي. قرآن عظیمالشان اصلاح د فساد د له منځه وړلو، د سلامتيا او سمون د رامنځته کولو او په چارو کې د ښهوالي په معنا بیان کړی او فساد یې د هغې مخالف ګڼلی دی. دغه تقابل هغه مهال خپل اوج ته رسېږي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د «بغاوت» یا وسلهوال پاڅون خبره مطرح شي.
په دې ترڅ کې اساسي پوښتنه دا ده چې د اصلاح غوښتونکي اقدام او مفسدانه چلند ترمنځ کرښه چېرته ده او څنګه کولای شو د دواړو ترمنځ توپیر وکړو؟ د اهل سنتو د فقهي سرچینو پر بنسټ دا لیکنه هڅه کوي چې دغه نرۍ کرښه روښانه کړي او له هغې څخه د اوښتو ناوړه پایلې انځور کړي.
اسلامي فقهاوو بغاوت داسې تعریف کړی دی: «د مسلمانانو د اوليالامر او اسلامي دولت پر وړاندې د هغه د نسکورولو په موخه پاڅون کول.» دغه تعریف په څرګنده توګه ښيي چې بغاوت د حاکم نظام پر وړاندې یو جوړښتماتوونکی اقدام دی. خو هغه څه چې د بغاوت جرم له نورو جرمونو څخه بېلوي، د درېیو اساسي شرطونو شتون دی: لومړی، باغیان باید یو ډول «تأویل» یا «شبهه» ولري چې د دوی په ګومان پرې خپل اقدام توجیه کولای شي؛ دویم، باید دومره ځواک او توان ولري چې د دوی ډله یوازې د افرادو په تجهیزولو او راټولولو سره له منځه ولاړه نه شي؛ او درېیم، باید د حاکم له لاسرسي څخه وتلي وي او د جګړې هوډ ولري. دغه شرایط ښيي چې بغاوت یوازې یو کوچنی او محدود پاڅون نه دی، بلکې یو منظم او جوړښتلرونکی خوځښت دی چې د پوځي ځواک له ملاتړ څخه برخمن وي.
خو په کوم پړاو کې دا «تأویل» او «شبهه» د اصلاح له کرښې اوړي او د فساد قلمرو ته داخلېږي؟ قرآن عظیمالشان په دې اړه جدي خبرداری ورکوي. الله تعالی جلجلاله په سورت شوریٰ کې فرمایي: «إِنَّمَا السَّبِیلُ عَلَى الَّذِینَ یَظْلِمُونَ النَّاسَ وَیَبْغُونَ فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ أُولَئِکَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِیمٌ» «ملامتیا او د سزا لاره یوازې پر هغو کسانو ده چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې په ناحقه بغاوت او سرکشي کوي؛ همدوی دي چې د دوی لپاره دردناک عذاب دی.»
په بل ځای کې الله تعالی جلجلاله هغه کسان چې د اصلاح ادعا کوي، خو په عمل کې په ځمکه کې فساد خپروي داسې بیانوي؛ دوی په خپلو تېرایستونکو ادعاوو سره ټولنه له سمې لارې اړوي. دغه آیتونه روښانه خبرداری ورکوي چې هر هغه خوځښت چې د اصلاح په نوم پیل شي، لازماً اصلاح ته نه رسېږي؛ بلکې کېدای شي په لا ستر فساد بدل شي.
د رښتیني اصلاحګر او مفسد باغي ترمنځ بنسټیز توپیر د هغوی په کړنلاره او د اقداماتو په پایلو کې نغښتی دی. اصلاح یو تدریجي، قانون ته پابند او له خیرخواهۍ ډک بهیر دی چې پایله یې د اختلافونو له منځه وړل او د سولې او ارامۍ رامنځته کول دي. برعکس، بغاوت؛ د خپل تاوتریخوالي او جوړښتماتوونکي ماهیت له امله د فتنې، وینېتوېدنې او د امنیت د له منځه تلو لامل ګرځي.
د اسلامي ټولنو تاریخي تجربې د دې خبرې شاهدي ورکوي چې ګڼو یاغي ډلو د «دین او وطن د دفاع» په څېر شعارونو تر سیوري لاندې ډګر ته راوتلي، خو په عمل کې یې کورنیو اختلافونو ته لمن وهلې، د دښمنانو د لاسوهنې لپاره یې زمینه برابره کړې او په پایله کې یې د اسلامي ټولنو د کمزورۍ او زوال لامل ګرځېدلي دي.
د عبرت درس دا دی چې د «اصلاح لپاره پاڅون» او «د واک لپاره بغاوت » ترمنځ یوه نرۍ او حساسه کرښه شتون لري؛ له دې کرښې اوښتل نه یوازې د نېکمرغۍ او اصلاح لامل نه کېږي، بلکې پایله یې له فساد او تباهۍ پرته بل څه نه دي.












































