ډېر ځله یو شمېر تحلیلګران او بې تجربې سیاسي شننونکي دا پوښتنه مطرح کوي چې افغانستان ولې د خپلو ګاونډیو او سیمې د هېوادونو په پرته پرمختللی او اباد نه دی، بیا یې هم دلیل دا راوړي چې کورنۍ جګړې او بې اتفاقۍ ددې سبب شوې چې د پرمختګ او ابادۍ له کاروانه پاتې شي.
سمه ده چې کورنۍ جګړې او بې اتفاقۍ به یې یو دلیل وي، خو دلته دا پوښتنه هم باید مطرح شي چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه په کومه بیه اباد شوي دي، که خبره یوازې تر ګاونډیو هېوادونو یا په ځانګړي ډول شمالي ګاونډیو پورې را ټوله کړو، د دوی په ابادۍ یا اوسني پرمختګ کې روسیه لوی لاس لري، خو په دغه اسلامي ډوله هېوادونو کې حاکم نظامونه نه یوازې چې د اسلام هېڅ استازولي نه کوي، بلکې د خپل ملت استازي هم نه دي، تر اوسه پورې یې بهرنۍ سیاسي او کورنۍ تصمیم نیونې د نورو هېوادونو له لوري تر سره کېږي.
که چېرته فکر کوو چې افغانستان هم باید د انګلستان، روس او امریکایانو پر وړاندې خاموش پاتې شوی وای او په بدل کې یې هغه مقام تر لاسه کړی وای چې نن یې یو شمېر هېوادونه لري، بیا نو محاسبه ناسمه او بې تناسبه ده. افغانستان په دې ټولو مبارزو او جهادونو کې یوازې یو هدف درلود، چې هغه د اسلامي نظام حاکمیت و، د سوچه اسلامي نظام او شریعت انفاذ د افغانانو تاریخي او اساسي غوښتنه وه او ده چې الحمدالله دغه معنوي غوښتنه د اسلامي امارت په حاکمیت سره بشپړه شوه.
ټول وضعي او غربي قوانین ساقط شول، سوچه شرعي نظام او حاکمیت پکې پلی شو، دا د ولس یوه اساسي او تاریخي غوښتنه وه، ددې غوښتنې له تحکیم سره د افغانستان عزت او حیثیت خوندي شوی دی، له خپلو سیالانو سره د سیال په ژبه خبرې کوي.
هغوی چې په دې موده کې یې د مجاهد او جهاد په نامه امتیاز اخیسته او د جمهوریت تر نامه لاندې یې د شریعت د تطبیق نارې وهلې، نن د منافقت نورو لارو ته مخه کړې ده، ددې نظام پر وړاندې د بغاوت ډنډورې غږوي او د بهرنیو استخباراتو په ځانګړي ډول د شرخوښو ګاونډیو په مشوره او ملاتړ غواړي چې د اوسني اسلامي نظام پر وړاندې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي، یو ځل بیا پردي اولادونه په مقدسو شعارونو د خپلو شخصي او استخباراتي موخو لپاره وکاروي، خو دا ارمان به یې هېڅکله هم پوره نه شي، د نه پوره کېدو لپاره یې دوه عمده او قوي دلایل موجود دي.
تر ټولو عمده دلیل دا دی چې افغانان اوس پوهېدلي، تور او سپین ښه پېژني، په اسلام مین او د اسلامي ارزښتونو سوداګر پېژني، ځکه خو ددې باغیانو او بغاوتګرو ډنډورې او شعارونه دوی نه شي تېر وېستلی. دویم دلیل هم دا دی چې اسلامي امارت یوازې یو سیاسي او له دینه با خبره حاکمیت نه دی، بلکې یو پوځي ځواک هم دی، دا ځواک د سیمې په کچه مجهز دی او تر دې دمه یې له اسلام او نظام څخه بغاوتګرو ته سختې جزاګانې ورکړې دي، ځکه د دوی لپاره شرعي فتوا پرته ده، د بغاوتګرو د ځپلو او وژنې له لارې د جهاد سلسله جاري ساتي او له دې لارې د خپل هېواد او خلکو د ژغورنې مقدس ماموریت تر سره کوي.
بغاوتګر او د بغاوت ډنډوره چیان باید په دې پوه شي چې دوی نه د خدای ج په لار روان دي او نه هم د ولس د غوښتنو استازولي کولی شي، بلکې یوازې خپل ځان تېر باسي او ځانونه د اسلامي امارت د مجاهدو ځواکونو د قهر او غضب وړ ګرځوي. د دوی ځپونکي اسلامي ځواکونه د خپل امیر او اسلامي شریعت د جواز روښانه وثیقه په لاس کې لري او کولی شي چې د سر او شهادت په بیه هم اوسنۍ امنیت خوندي او بغاوتونه له منځه یوسي.
دوی ته معقوله سپارښتنه دا ده چې نه باید ځان تېرباسي او نه هم له حقیقتونو څخه د تل په شان لرې پاتې شي، دا ځورېدلی ملت نور خدمت او ارام ته اړتیا لري، د دوی دا ارمان، چې اسلامي شریعت دې تامین شي، نور پوره شوی دی، ددې ارمان دویم پړاو د خاورې او هېواد ساتنه، ابادي او با عزته کول، طبیعي ده چې ددغه ارمان د تحقق دښمنان نور په هېواد او خلکو کې هېڅ ځای نه لري، تل به شرمېدلي او مختورن وي.












































