استخباراتي معلومات ښايي چې نن ورځ کابو ۴۶ کسان په دې مرکز کې ميشت ؤ چې مشري یې د باچا په نوم يو پخوانی مجرم قومندان کوي.
د افغاني اربکيانو لپاره د پاکستاني استخباراتو له لوري ياد مرکز د سرانانو په سيمه کې د افغان مهاجرينو په يو مکتب کې جوړ شوی و او کابو شل ورځې وړاندې دې مرکز ته د کويټې ښار د کسټم سيمې څخه افغاني اربکيان را انتقال او دلته هستوګن شول.
په ياد مرکز کې هستوګنو شریرو اربکیانو په افغانستان کې د جاسوسي فعاليتونو سربېره په سيمه کې په غير قانوني چيک پواينټونو، مسلح غلاوو او د ولس ځورونې په ځينې نورو کړنو کې لاس درلوده چې د لوی الله په نصرت نن شپه د خپل عمل په سزا ورسيدل.











































