د ماتم د مراسمو او له حج څخه د راستنېدو د دودونو په اړه د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی سپارښتنې (درېیمه برخه)
د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د اصلاحي لارښوونو د څېړنې په لړ کې، بله موضوع چې په ۱۷مه ګڼه فرمان کې ورته پاملرنه شوې، د ماتم او له حج څخه د راستنېدو اړوند دودونه دي. که څه هم دغه دودونه په لومړي نظر کې د واده، شیرینخورۍ او ولور اخیستلو د مراسمو په څېر د خلکو پام نه رااړوي، خو له ټولنیز او اقتصادي پلوه پر کورنیو او ټولنې د پام وړ بار اچوي. دغه دودونه په هغو ناسمو رواجونو کې ریښې لري چې له اسلامي لارښوونو او احکامو سره سمون نه لري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت سلاکار په کابل کې په یوې جوړه شوې غونډه کې په څرګنده وویل چې د مړي د کورنۍ له خوا د ډوډۍ پخول، د اسقاط مراسم ترسره کول، په درنو لګښتونو د ختم مراسم جوړول او همدارنګه په ودونو کې د طویانې اخیستل هغه دودونه دي چې د شریعت خلاف ګڼل شوي او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې غیرقانوني اعلان شوي دي.
د ماتم په مراسمو کې د ناوړه دودونو یوه مهمه بېلګه دا ده چې د مړي کورنۍ اړ کېږي د غمرازۍ لپاره ورغلو کسانو ته ډوډۍ برابره کړي او مېلمستیا یې وکړي. د افغانستان په ډېرو سیمو کې دا ناسمه انګېرنه دود شوې چې د مړي کورنۍ باید د هغه د مړینې په لومړۍ، درېیمه، اوومه او څلوېښتمه ورځ هغو کسانو ته ډوډۍ برابره کړي چې د خواخوږۍ او غمرازۍ لپاره ورځي. دغه دود نه یوازې شرعي بنسټ نه لري، بلکې پر هغې کورنۍ دروند اقتصادي بار هم اچوي چې د خپل عزیز په مړینه غمجن او د ژوند په یوه خورا ستونزمن او زیانمنونکي پړاو کې وي.
د اسلامي لارښوونو له مخې، ګاونډیان او خپلوان باید د مړي کورنۍ ته ډوډۍ برابره کړي، نه دا چې د مړي کورنۍ د هغوی مېلمستیا پر غاړه واخلي. په ۱۷مه ګڼه فرمان کې د دغه دود پر منع کولو ټینګار د دې ښکارندوی دی چې مشرتابه د دغه جاهلي عادت پر ټولنیزو او اقتصادي زیانونو ژوره پوهه لري؛ هغه عادت چې له کلونو راهیسې د دود او رواج په نوم پر ټولنه تپل شوی دی.
د ناوړه دودونو بله بېلګه د اسقاط او ختم هغه درانه مراسم دي چې په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې هم د شریعت خلاف دودونو په توګه یاد شول. دغه مراسم کله ناکله د ګڼ شمېر خلکو په بللو او د ډېرو پیسو په لګولو ترسره کېږي. دا ډول مراسم نه یوازې غمځپلې کورنۍ ته ډاډ او ارامتیا نه وربښي، بلکې هغه د داسې تشریفاتو او ټولنیزو تمو تر فشار لاندې راولي چې د اسلام د ساده ژوند له روحیې سره سمون نه لري.
له تحلیلي پلوه د دغو دودونو منع کول د هغه اصل په رڼا کې د درک وړ دي چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په بېلابېلو برخو کې پرې ټینګار کړی دی؛ یعنې ټولنه بېرته ساده ژوند ته راګرځول او کورنۍ د هغو تپل شویو دودونو له درانه باره ژغورل چې هېڅ شرعي بنسټ نه لري.
بله موضوع چې په ۱۷مه ګڼه فرمان کې ورته پاملرنه شوې، له حج او عمرې څخه د راستنېدونکو حاجیانو اړوند دودونه دي. په ځینو سیمو کې دا دود دی چې له حج څخه راستون شوی حاجي باید په درنو لګښتونو مېلمستیاوې جوړې کړي او خپلو خپلوانو او پېژندګلو کسانو ته قیمتي سوغاتونه ووېشي. دا ډول ټولنیزې تمې کله ناکله هغه حاجیان تر مالي فشار لاندې راولي چې د الهي فریضې د ادا کولو لپاره یې سفر کړی وي او د دغه معنوي سفر اصلي موخه د دنیاوي تشریفاتو تر سیوري لاندې راولي. په ۱۷مه ګڼه فرمان کې دغه دودونه هم د ناوړه رواجونو له بېلګو څخه ګڼل شوي او خلک ترې منع شوي دي. د دې حکم څېړنه ښيي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی له نظره، ان دیني مناسک هم باید د ټولنیزو سیالیو او د مالي وس د څرګندولو په وسیله بدل نه شي، بلکې خپل معنوي اخلاص او سادهوالی وساتي.
د ویر او ماتم په مراسمو او له حج څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو د منع کولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی ټینګار د اسلام پر یوه بنسټیز اصل ولاړ دی: «لا ضرر و لا ضرار»؛ یعنې ځان او نورو ته هېڅ زیان مه رسوئ.
که څه هم دغه دودونه په ظاهره د ټولنیز کلتور یوه برخه ګڼل کېږي، خو په عمل کې د بېځایه لګښتونو د اړولو، د رواني فشارونو د رامنځته کولو او د ټولنیز پیوستون د کمزوري کولو په وسیلو بدل شوي دي. ۱۷مه ګڼه فرمان د دغو دودونو په پېژندلو او منع کولو سره هڅه کوي چې د افغانستان ټولنه د جاهلي دودونو له دې ناسالمې کړۍ څخه وباسي او داسې کلتور ته یې لارښوونه کړي چې پکې رښتینې خواخوږي د درنو او لګښتي تشریفاتو ځای ونیسي.
د دې موخې ترلاسه کول د علماوو، مسؤلینو او رسنیو ګډې همکارۍ او د عامه پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري، څو خلک په دې حقیقت پوه شي چې له دغو دودونو څخه ځان ژغورل نه یوازې یوه شرعي دنده ده، بلکې د دوی او د کورنیو په ګټه هم دي. همدا هغه لاره ده چې د اسلامي امارت نظام د افغانستان د خلکو د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره غوره کړې ده.











































