سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي
د پاکستان د پوځي رژيم او د هغوی د نیابتي ډلو اړوند تبلیغاتي حسابونه شایعات خپروي چې افغانستان د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو باندې ډرون بریدونه ترسره کړي دي.
مؤثقې سرچینې دا شایعات دروغ بولي او وایي، پاکستانی پوځي رژيم وهم اخیستی او يا غواړي په دې توګه ځان له ځوابي بريدونو څخه خلاص کړي.
د سرچینو په خبره، افغانستان تراوسه کوم ډرون برید نه دی ترسره کړی، خو تېري ته د ځواب حق یې محفوظ دی او د برید نوعيت او وخت به پخپله وټاکي.
د ردالظلم عملیاتو په جریان کې معلومه شوه چې پاکستان د دې وړتیا نه لري چې د افغانستان د هوايي ځواک د ډرون الوتکو مخه ونيسي، د افغانستان هوايي ځواک چې کله وغواړي د پاکستان د پوځي رژیم په هره ساحه کې خپل هدف دقیق په نښه کولای شي او ان شاء الله په راتلونکي کې به ډيرې محاسبې به نا سمې ثابتې شي.











































