کله چې نن د نړۍ روانو حالاتو ته نظر واچوو، نو زړه مو د ناهیلۍ احساس کوي. له یوې خوا د کفر نړۍ ده چې په خپلې مادي پرمختیا، ټکنالوژۍ، رسنیو، اقتصاد او وسلو نازېږي او د اسلام پر وړاندې پرلهپسې دسیسې، پلانونه او مکرونه جوړوي؛ او له بلې خوا د مسلمانانو نړۍ ده، چې نه یوازې د مادي پرمختګ، ټکنالوژۍ، رسنیو او پوځي تجهیزاتو له پلوه له کمزوري حالت سره مخ ده، بلکې وضعیت تر دې بریده رسېدلی چې د مسلمانانو یوه ډېره لویه برخه شپه او ورځ د خپلې ګېډې د مړولو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په هڅه کې ده.
پر دې سربېره، د مسلمانانو ټولنیز او سیاسي جوړښت هم تیت او پرک دی، داسې چې د یووالي او اتفاق څرک پکې نه لیدل کېږي. یوازې د اسلام یو موټی ځوانان د حق بیرغ پورته کړی او د کفر پر وړاندې په مبارزه بوخت دي، خو خپل مسلمانان یې ترهګر بولي، یا یې ظاهري حالت ته په کتو وایي: دوی به له هغو کافرانو سره څه مقابله وکړي چې په هر ډول ځواک او وسلو سمبال دي؟ له همدې امله یې له مالي ملاتړ څخه هم په وېره شاته کېږي، هسې نه چې دوی هم ورسره یو ځای ووژل شي.
خو دغو مسلمانانو ته پکار ده چې لږ قرآن کریم ته مراجعه وکړي او وګوري چې قرآن څه وایي؟ قرآن په ډاګه اعلان کوي چې نه! دا ظاهري ځلا او برم لنډمهالي دي او د کفر دا ټول ظاهري جوړښت په حقیقت کې د شګو د دېوال حیثیت لري. د هغوی ځواک د غڼې د جال په څېر کمزوری دی، لکه څنګه چې الله تعالی پخپله فرمایي:
مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ، اِتَّخَذَتْ بَیْتًا، وَ اِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ، لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ
[سورة العنکبوت:۴۱]
ژباړه: د هغو کسانو مثال چې له الله تعالی پرته یې نور د ځان لپاره ملاتړي او تکیهځایونه نیولي، د هغې غڼې په څېر دی چې ځان ته یې کور جوړ کړی وي، حال دا چې په ټولو کورونو کې تر ټولو کمزوری کور د غڼې کور دی، کاشکې دوی پوهېدای!
او کله چې دا کمزوري جالونه وشلېږي، هماغه شېبه د اهل ایمان لپاره د بریا شېبه ګرځي. له همدې امله الله تعالی په یوه بل آیت کې مؤمنانو ته د نږدې بریا زېری ورکوي:
نَصْرٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ فَتْحٌ قَرِیْبٌ [سورة الصف: ۱۳]
ژباړه: د الله تعالی له لوري مرسته او نږدې بریا.
او دا بریا د شمېر او وسلو د ډېروالي له امله نه، بلکې د الله تعالی په نصرت او ملاتړ ترلاسه کېږي. تاریخ هم د دې حقیقت ګواهي ورکوي چې کله ناکله لږ شمېر خلک پر لویو لښکرو برلاسي کېږي:
كَمْ مِّنْ فِئَةٍ قَلِیْلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِیْرَةًۢ بِاِذْنِ اللّٰهِ [سورة البقرة: ۲۴۹]
ژباړه: څومره ځله داسې شوي چې یوې وړې ډلې د الله تعالی په حکم پر یوې لویې ډلې بریا ترلاسه کړې ده.
لامل یې دا دی چې د مقابلې په ډګر کې دوه تدبیرونه روان وي؛ یو د باطل دسیسه او بل د الله تعالی تدبیر، خو په پای کې یوازې د الله تعالی تدبیر پلي کېږي:
اِنَّهُمْ یَكِیْدُوْنَ كَیْدًا، وَّ اَكِیْدُ كَیْدًا [سورة الطارق: ۱۵–۱۶]
ژباړه: بېشکه دوی پټې دسیسې جوړوي او زه هم خپل تدبیر کوم.
قرآن کریم موږ ته د فرعون او موسیٰ علیه السلام کیسه بیانوي. فرعون د خپل وخت ستر او زبرځواک واکمن و. واکمني یې درلوده، شتمني یې درلوده، لښکرې یې درلودې او د خپل وخت په پرمختګ او امکاناتو یې هماغسې غرور کاوه، لکه نن چې د کفر نړۍ په خپل مادي ځواک نازېږي.
هغه د بني اسرائیلو د ځپلو لپاره څه پلان جوړ کړی و؟ دا چې هر نوی زېږېدلی هلک دې ووژل شي، څو موسیٰ علیه السلام ژوندی پاتې نه شي. په ظاهره یې پلان بشپړ و او هېڅ نیمګړتیا پکې نه لیدل کېده.
خو د الله تعالی تدبیر ته وګورئ! هماغه موسیٰ علیه السلام چې فرعون یې له وېرې ماشومان وژل، الله تعالی د هماغه فرعون په ماڼۍ کې، د هغه تر خپلې پالنې او سرپرستۍ لاندې وروزه. هماغه ماشوم چې یوه ورځ به د فرعون د واکمنۍ د پای ته رسېدو لامل ګرځېده، د هغه په خپل کور کې لویېده.
دا د الله تعالی د تدبیر یوه بېلګه ده. الله تعالی باطل ته مهلت ورکوي، پرېږدي یې چې په خپلو پلانونو او تدبیرونو کې ډوب پاتې شي، تر دې چې کله هغه ځان بریالی وګڼي، د الله تعالی یو تدبیر یې ټول پلانونه له خاورو سره خاورې کړي.
نن هم وضعیت ورته دی. د نن ورځې فرعونان هم په خپلې مصنوعي ځیرکتیا (AI)، بېپیلوټه الوتکو، اقتصاد، رسنیو او نړیوالو بنسټونو ډېر نازېږي. دوی ګومان کوي چې اسلام یې له هرې خوا کلابند کړی دی. د ښوونیز نظام، اقتصادي جوړښت او رسنیو له لارې د مسلمانانو د نوي نسل د دین څخه د لرې کولو پلانونه جوړېږي.
خو دوی دا حقیقت هېر کړی چې په پای کې یوازې د الله تعالی تدبیر پلي کېږي.
او له همدې امله، کله چې خبره د جګړې ډګر ته ورسېږي، د دوی د همدغې داخلي کمزورۍ پرده پورته کېږي. هغه لښکرې چې په ظاهره متحدې ښکاري، په حقیقت کې له وېره ډکې او خپرې ورې دي:
لَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ جَمِیْعًا اِلَّا فِیْ قُرًی مُّحَصَّنَةٍ اَوْ مِنْ وَّرَآءِ جُدُرٍ، بَاْسُهُمْ بَیْنَهُمْ شَدِیْدٌ، تَحْسَبُهُمْ جَمِیْعًا وَّ قُلُوْبُهُمْ شَتّٰی[سورة الحشر: ۱۴]
ژباړه: دوی به ټول په ګډه له تاسو سره جګړه ونه کړي، مګر په کلکو کلاګانو کې دننه یا د دېوالونو تر شا. د دوی خپلمنځي دښمني ډېره سخته ده. ته یې یو موټی ګڼې، حال دا چې زړونه یې سره بېل او خپاره دي.
او د دې ټولې مقابلې په پای کې چې کوم انجام څرګندېږي، هغه له وړاندې ټاکل شوی دی؛ ځکه تلپاتې بریا په ظاهري کلاګانو او دېوالونو پورې نه، بلکې په تقوا پورې تړلې ده: وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ [سورة الأعراف: ۱۲۸]
ژباړه: او وروستۍ بریا د پرهېزګارانو ده.
له همدې امله مسلمان ته نه ښايي چې ناهیلی شي؛ ځکه ناهیلي کفر دی. د مسلمان دنده دا نه ده چې د دښمنانو د پلانونو په اړه اندېښنه وکړي، بلکې خپله فریضه ادا کول دي. او هغه فریضه څه ده؟ دا چې د دغو کافرانو پر خلاف د جګړې ډګر ته ورودانګي او پر وړاندې یې وسلهوال مقاومت وکړي. پاتې پایله د الله تعالی په لاس کې ده. وګورئ! د فرعون په مقابل کې موسی علیه السلام ته یوازې د خپلې امسا د غورځولو امر شوی و، پایله الله تعالی پخپله رامنځته کړه.
وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ











































