د ناوړه دودونو د پرېښودو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی سپارښتنه (دویمه برخه)
د دې مقالې په لومړۍ برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د ۱۷م فرمان له مخې ناوړه دودونو بنسټونه او بېلګې وڅېړل شوې. خو د دې فرمان اهمیت یوازې د ناوړه دودونو په منع کولو کې نه دی، بلکې په هغو مثبتو پایلو کې هم نغښتی چې پلي کول یې د افغانستان د خلکو په فردي او ټولنیز ژوند کې لرلای شي. له رسمي او ساحوي راپورونو څخه څرګندېږي چې د دې فرمان پلي کېدو په ډېرو ولایتونو کې غیرضروري لګښتونه د پام وړ کم کړي او د کورنیو ژوند ته یې ارامي ور په برخه کړې.
د بېلګې په توګه، د غور ولایت د امر بالمعروف ریاست اعلان کړی چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د فرمان له پلي کېدو وروسته، د دې ولایت محتسبینو د شریعت خلاف د ۳۰۰ مواردو د رواجونو او دودونو مخه نیولې ده. د دغو مواردو ډېره برخه د ودونو له مراسمو، غیرضروري لګښتونو او تجملپالنې سره تړاو درلود. دغه شمېرې ښيي چې د رهبرۍ فرمان یوازې پر کاغذ یوه لیکلې سپارښتنه نه ده پاتې شوې، بلکې په عمل کې پلي شوی او د پام وړ مثبتې پایلې یې لرلې دي.
د دې فرمان بله پایله د هغه درانه اقتصادي بار کمېدل دي چې له کلونو راهیسې یې د کورنیو، په ځانګړي ډول د واده په درشل کې د ځوانانو، ژوند له ستونزو سره مخ کړی و. د سرپل ولایت د محتسبینو او دیني علماوو په ګډه ناسته کې څرګنده شوې چې ډېر ځوانان د واده د درنو لګښتونو او غیرضروري رواجونو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي. دا څرګندونه د ناوړه دودونو او د ځوانانو د کډوالۍ په څېر ټولنیزو ستونزو ترمنځ مستقیمه اړیکه څرګندوي.
د ۱۷م فرمان په پلي کېدو سره به کورنۍ نور اړې نه وي چې د خپل ټولنیز حیثیت د ساتلو لپاره له خپل وس څخه پورته لګښتونه وکړي او ځوانان به وکولای شي په ارامۍ سره د کورنۍ جوړولو په اړه فکر وکړي. د بغلان ولایت د علماوو په ناسته کې هم ټینګار شوی چې د ودونو، فاتحې، ماتم او حج په مراسمو کې ناوړه دودونه پر خلکو درانه لګښتونه تپي او کله ناکله د کورنیو د ستونزو لامل هم کېږي. له همدې امله، د دې فرمان پلي کول نه یوازې د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کوي، بلکې د کورنۍ بنسټ هم پیاوړی کوي او د هغې د پاشل کېدو مخه نیسي.
د دې فرمان پلي کېدل دیني او اخلاقي ګټې هم لري. د بادغیس ولایت د عامه پوهاوي په غونډه کې د علماوو شورا استازي او د حج او اوقافو ادارې استازي د نبوي احادیثو په استناد د ناوړه رواجونو څخه د ډډې کولو او اسلامي سنتونو ته د بېرته راګرځېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا څرګندوي چې د رهبرۍ فرمان له شرعي اصولو سره سمون لري او پلي کول یې د دیني ارزښتونو په وړاندې د ټولنې د ژمنتیا په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
همدارنګه، د فاریاب ولایت د عامه پوهاوي په غونډه کې څرګنده شوې چې د دې فرمان موخه د واده، د تسلیت د مراسمو او د حج او عمرې په چارو کې د غیرضروري لګښتونو او زیانرسوونکو ټولنیزو دودونو مخنیوی دی. په ورته وخت کې، دا فرمان په ټولنیزو چارو کې د اعتدال او سادهګۍ دودولو ته هم لاره هواروي. له دې څرګندېږي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی موخه یوازې د ناوړه دودونو منع کول نه دي، بلکې د تجملپالنې او له یو بل سره د سیالۍ پر ځای په ټولنه کې د اسلامي اعتدال او ساده والي ژوند کلتور دودول هم دي.
د دې فرمان په روښانولو او دودولو کې د رسنیو او فرهنګي بنسټونو ونډه هم د پام وړ ده. د دایکندي ولایت د همغږۍ په غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس له رسنیو غوښتي چې د ۱۷م فرمان په اړه په دوامداره توګه د عامه پوهاوي مطالب خپاره کړي، څو په ټولنه کې فرهنګي بدلون رامنځته شي او د زیانرسوونکو دودونو د خپرېدو مخه ونیول شي. دا څرګندوي چې د دې فرمان بریالی پلي کېدل د ټولو اړوندو لورو ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا لري. په دې بهیر کې علما، مسئولین، رسنۍ او خپله خلک هر یو مهم رول لري.
په همدې لړ کې، د بهرنیو چارو وزارت هم د دې فرمان د اغېزمن پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې ده. د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د زیانرسوونکو او غیر اسلامي دودونو دوام نه یوازې اسلامي اصول تر پښو لاندې کوي، بلکې پر خلکو غیرضروري مالي بار هم تپي او پراخه ناخوښي رامنځته کوي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی ۱۷م فرمان یوازې یو اداري امر نه، بلکې د افغانستان د ټولنې د عامه کلتور د اصلاح لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره ده. د دې فرمان پایلې د کورنیو د لګښتونو په کمښت، د ځوانانو د کډوالۍ په مخنیوي، د کورنۍ د بنسټ په ټینګښت، د دیني ارزښتونو په وړاندې د خلکو د ژمنتیا په پیاوړتیا او د سادهژوندۍ د فرهنګ په دودولو کې لیدل کېدای شي.
خو د دغو پایلو بشپړ تحقق د عامه پوهاوي دوام، د علماوو او مسئولینو همکارۍ او د خلکو ملتیا ته اړتیا لري. د غور ولایت تجربه، چې پکې د شریعت خلاف د ۳۰۰ مواردو مخه نیول شوې ده، ښيي چې د جدي هوډ او د اړوندو ادارو د همغږۍ له لارې د دغو دودونو مخه نیول کېدای شي او ټولنه د اسلامي ساده ژوند پر لور رهبري کېدای شي. دا هماغه آرمان دی چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی یې د تحقق لپاره هڅې کوي او پوره کېدل یې د فرد، کورنۍ او ټولې اسلامي ټولنې په ګټه دي.











































