نیویارک ټایمز نړۍ حیرانه کړې ده او خبر یې ورکړی چې پاکستاني پوځ د افغانستان د پخوانۍ ناکامې شوې سیاسي ادارې له سیاستوالو او د افغانستان د اوسني حاکم نظام له مخالفینو څخه مرسته غوښتې ده. نیویارک ټایمز په پاکستان کې یو ډېر معتبر او باوري بنسټ ګڼل کېږي او پاکستان یې پر هر خبر له پټو سترګو باور کوي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، په دې وروستیو ورځو کې پاکستاني پوځ د شطرنج له هغو ناکامو لوبغاړو سره لیدلي او هغوی ته یې هڅونه ورکړې چې بېرته د شطرنج ډګر ته راستانه شي، هغو کسانو چې د خپلو سکه وروڼو پر ضد د لوبې ګټلو لپاره یې شل کاله د هغوی پر سرونو لوبه وکړه، لاسونه یې د بېګناه خلکو په وینو سره دي او د خپلې لوبې د ګټلو لپاره یې د نړۍ ټول ځواکونه، وسلې، مکر او فریب وکارول, خو بیا هم له ناکامۍ او ناهیلۍ سره مخ وو او بریا یې هېڅکله په برخه نه شوه.
په پاکستان کې دغه معتبر بنسټ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې پاکستاني پوځ د افغانستان د پخوانۍ ادارې له اړوندو کسانو غوښتي چې د نیابتي ځواکونو په توګه کار وکړي، په افغانستان کې ډلې جوړې کړي او جګړه وکړي، همدارنګه یې د هر ډول مرستې ژمنه هم ورسره کړې ده. له بلې خوا، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه ایکس پاڼه لیکنه کې ادعا کړې چې پاکستان د افغان حکومت پر ضد کسان ګوماري، څو په هره ممکنه توګه افغان حکومت له ستونزو سره مخ کړي. د خلیلزاد په وینا، داسې راپورونه شته چې پاکستان په دې برخه کې په پوره هڅه بوخت دی، څو داسې کسان په لاس ورشي چې له اوسني افغان حکومت سره جګړه وکړي او پاکستان له دې کشمکش څخه ګټه پورته کړي.
په همدې ورځو کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي یوه بله خبره هم راپورته کړې ده، هغه ادعا کړې چې په افغانستان کې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې او درنې وسلې د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دي او د دغه هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي. یعنې ګواکې په پاکستان کې اوس له نورو ټولو خواوو د شیدو ویالې بهېږي، ټولې کورنۍ ستونزې یې حل کړې دي او یوازې له بهرنیو ستونزو سره مخ دی، هغه هم د یوه داسې هېواد له لوري چې څو لسیزې یې جګړې ځپلی او اوس تازه هڅه کوي پر خپلو پښو ودرېږي.
له دغو دریو څرګندونو او راپورونو څخه اټکل کولای شئ چې د پاکستاني پوځي رجیم د خپلو وروڼو او ګاونډي اسلامي هېواد، افغانستان، په اړه څه نیتونه لري. همدارنګه، په ښه توګه درک کولای شئ چې پاکستان ولې له افغانستانه خپه دی او ولې تل هڅه کوي پر افغانستان برید وکړي. په تېرو دوو یا دریو کلونو کې پاکستان د نړۍ په بېلابېلو غونډو او فورمونو کې په وار وار شکایت کړی چې ترهګر له افغانستانه راپورته کېږي، پاکستان ته ننوځي او هلته د نفوذي بریدونو مرتکب کېږي.
کله چې افغان حکومت د نړۍ په وړاندې خپل دریځ څرګند کړ او د دفاع وزیر یې هم وویل چې زموږ له خاورې به هېڅ ډول ترهګري نه کېږي، بلکې موږ د دوحې په تړون کې یوازې له پاکستان سره نه، بلکې له ټولې نړۍ سره دا ضمانت کړی او په راتلونکي کې هم هر لوري ته ډاډ ورکولای شو۔ نو د کورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب په رسمي توګه یوه وړاندیز هم وکړ چې د ډیورنډ فرضی کرښې په اوږدو کې دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو د دواړو خواوو نفوذي فعالیتونه وڅاري او د شکایت په صورت کې هر لوری د عملي اقداماتو کولو ته اړ کړي.
دا دریځ د نړۍ په وړاندې څرګند شو او له هرې خوا یې ستاینه او هرکلی وشو، ځکه تر دې غوره بله کومه لاره نه وه چې څوک پرې ډاډمن کړای شي. خو که د چا خوښه نه شوه، هغه پاکستان و، ځکه پاکستان د ترهګرۍ تر نامه لاندې نور پټ اهداف لري. د دغو موخو درک د اسلامی امارت له بریا وروسته د هغو پېښو له لارې کېدای شي چې سمدستي پیل شوې. تر ټولو لومړی، پاکستان د تورخم، خرلاچي او چمن ـ بولدک دروازې په هغو ورځو کې وتړلې چې په افغانستان کې د تازه مېوو موسم و او دا مېوې به د پلور لپاره د پاکستان بازارونو ته لېږدول کېدې. د دې کار لپاره به هېڅ دلیل نه وړاندې کېده، یوازې به یې یوه بېبنسټه خبره خپره کړه.
په دویم پړاو کې یې د سمندري لارو له لارې افغانستان ته د راتلونکو توکو لېږد رالېږد بند کړ. زرګونه کانتینرونه به یې په بېلابېلو بندرونو کې درول، چې له امله یې افغان سوداګرو ته خورا درانه زیانونه اوښتل. دلته یې هم د پخوا په څېر، بې له کوم دلیل څخه دا کار کاوه. له دې سره یې د مېوو پر وارداتو مالیه هم ناڅاپه، له هر ډول مخکیني خبرتیا او هوکړې پرته، تر سلو سلنې زیاته کړه.
تر دې هم بدتره دا وه چې په پاکستان کې یې له لسیزو راهیسې مېشت افغان کډوال په زور ایستل پیل کړل. ښايي د ایستلو لپاره به یې کومه پلمه لټوله، خو په زور ایستل، له خپلو ملکیتونو څخه په زور شړل، د شتمنیو غصب، وهل ټکول او په زندانونو کې اچول هغه وحشتناک کارونه وو چې له هېڅ قانون او شریعت سره سمون نه لري. خو هغوی ته له شریعت او قانون سره څه کار و؟ بیا یې هم دا هر څه ترسره کړل.
لا دا پړاو پای ته نه و رسېدلی چې نېغ په نېغه جګړې ته راووتل او پر افغانستان یې بمبارۍ پیل کړې. ټولې سوداګریزې لارې یې وتړلې. د ځمکنۍ پولې له لارې یې د توپونو د ډزو او بېدلیله ډزو یوه نهپایېدونکې لړۍ پیل کړه. دلته یې هماغه پخوانۍ پلمه وړاندې کوله چې دا هر څه ځکه کېږي چې له افغانستانه نفوذي فعالیتونه ترسره کېږي.
دا لړۍ میاشتې میاشتې روانه وه او نړۍ په حیرانتیا، سر په لاس، انتظار کاوه چې اوس به د کوم ترهګر د پټنځای د له منځه وړلو خبر راشي او اوس به راشي، خو نړۍ همداسې په انتظار پاتې شوه. خبره له میاشتو واوښته او یو کال ته ورسېده، خو هېڅ کوم کره ثبوت مخې ته رانغی. رسوا کېدل خو یې په برخه وو، نو رسوا شول، خو څرنګه چې هغوی یو ماموریت پیل کړی و، بېرته یې مخ واړاوه او بله لوبه یې پیل کړه.
د افغانستان پر ضد یې منظم تبلیغاتي کمپاین پیل کړ. رسنۍ، دیني کسان، ټلوېزیوني ویاندویان او د ټولنې د نورو برخو خلک یې د پردې مخې ته کېنول او داسې دروغ یې پرې وویل چې ان شیطان هم ورته حیران شو. د دې ماموریت یوه برخه دا هم وه چې په افغانستان کې داسې کسان پیدا کړي چې د کومې ګټې یا لالچ په بدل کې د اوسني حکومت پر ضد خبرې وکړي او په عملي توګه میدان ته راووځي او د مقاومت برخه شي.
اوس د وروستیو راپورونو له مخې، دغه ماموریت هغې کچې ته رسېدلی چې نیویارک ټایمز او زلمي خلیلزاد یې یادونه کړې ده. د دې مانا دا ده چې د پاکستان پټ اهداف اوس په ښکاره توګه راڅرګند شوي دي. هغه څه چې پاکستان یې وایي او غواړي نړۍ پرې باوري کړي، ښکاره دروغ دي.
د پاکستان اصلي موخه دا ده چې په افغانستان کې هغه نظام، چې له پېړیو وروسته د اسلامي اصولو پر بنسټ جوړ شوی، په هره ممکنه توګه کمزوری کړي، هغه نظام چې له ختیځه تر لوېدیځه او له سوېله تر شماله د هر انسان د هیلو نړۍ پکې جوړه شوې ده، د امنیت او ارامۍ انګازې یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپرې شوې دي.
د نړۍ هر مظلوم انسان پکې خپل انځور د هېندارې په څېر ویني او په هر رګ کې یې د زرګونو شهیدانو وینه بهېږي. دا د میلیونونو کونډو، یتیمانو او بېوسه خلکو د هیلو او ارمانونو تعبیر دی. د دغه نظام د کمزوري کولو لپاره که دروغو ته اړتیا وي، که تبلیغاتو ته، او که له کفارو او د اسلام له دښمنو ځواکونو څخه د مرستې غوښتلو او په بدل کې یې د هغوی غلامۍ ته غاړه ایښودلو ته، پاکستان هوډ کړی چې دا پروژه به په هره بیه بشپړوي او د دغه نظام ریښې به باسي. خو دا به د وخت پرېکړه وي چې د پاکستان دغه پلان به د بریا تر بریده ورسېږي، که به یې لمبې بېرته د خپلو طراحانو لمنې وسوځوي؟










































