ویل کېږي، کله چې د یوه نظام د ړنګېدو ورځې رانږدې شي، نو د لېوني سپي په څېر چلند پیلوي. نور یې دا اندېښنه نه وي چې ځان څنګه وژغوري، بلکې یوازې په دې لېونتوب اخته وي چې د خپل سقوط پر مهال څومره کسان وداړلی شي. نن چې د پاکستان وضعیت ته وکتل شي، دا تشبیه تر یوې فلسفي وینا ډېره، یو ژوندی او څرګند حقیقت برېښي.
یو سالم او پیاوړی نظام نیوکې اوري، پوښتنې زغمي او د نظر اختلاف د خپلې اصلاح او سمون وسیله ګڼي؛ خو کله چې یو نظام خپل اخلاقي اعتبار، اقتصادي حیثیت او سیاسي باور له لاسه ورکړي، نو بیا د منطق او استدلال پر ځای د زور، جبر او استبداد لار خپلوي. د داسې نظام په وړاندې بیا د خیر غوښتنې او بېځایه نیوکو ترمنځ هېڅ توپیر نه پاتې کېږي. هر څوک پړ ګڼي، پر هر چا تورونه لګوي او د خپلو ناکامیو پړه پر نورو اچوي. که ځیر شو، نن په پاکستان کې کټ مټ همدا حالت روان دی.
اقتصادي وضعیت ته یې وګورئ! بېوزله ولس د ستونزو تر ژرندې لاندې مېده کېږي، د معاشونو د زیاتېدو پر ځای لا نور کمښت پکې راځي او هغه هم پر خپل وخت نه ورکول کېږي. بل لور ته د برېښنا، ګاز، اوړو او د ژوند د نورو لومړنیو اړتیاوو بیې اسمان ته ختلې دي. ځوانان د زدهکړو سندونه په لاس، له هېواده د وتلو لپاره په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي.
په داسې کړکېچن او بوږنوونکي وضعیت کې د حکومت اساسي مسؤولیت دا دی چې د ستونزو د حل لپاره معقولې او اغېزمنې لارې چارې ولټوي؛ خو دلته واکمن نظام د حل لارې د موندلو پر ځای، په کبرجن او سپکونکي انداز ولس ته وایي: «هر څه سم روان دي! که تاسې ته سم نه ښکاري، نو ستونزه په تاسې کې ده؛ تاسې د هېواد دښمنان یاست، د هېواد پرمختګ نه شئ زغملی، تاسې د هند د استخباراتي ادارې (را) اجنټان یاست، تاسې افغانان یاست!» او په همدې ډول نور ډول ډول تورونه او سپکاوي.
د سیاست ډګر یې هم له همدې ناورین سره مخ دی. د نظر اختلاف په دښمنۍ بدل شوی دی. که یو خبریال پوښتنه وکړي، تری تم کېږي؛ که څوک په ټولنیزو رسنیو کې د حقیقت غږ پورته کړي، حساب یې تړل کېږي؛ او که یو وکیل د اساسي قانون خبره وکړي، د محکمو په دهلېزونو کې سرګردانه کېږي. تر دې لا بده دا چې د همدغه محکمې هم د واکمنو کړیو تر بشپړ نفوذ او کنټرول لاندې دي.
په یاد ولرئ! دا د ځواکمنتیا نښه نه، بلکې د وېرې او کمزورۍ څرګند ثبوت دی. یو رښتینی پیاوړی نظام د چا د غږ د غلي کولو لپاره مایکروفون نه بندوي؛ بلکې هغه نظام کمزوری وي چې د هرې خپلواکې خبرې او هر انتقادي غږ په اورېدو یې د وېرې لړزه پر وجود ګډه شي.
همدا د لېوني سپي رواني حالت ده! د هر چا داړلو ته یې مټې رانغښتې دي، حال دا چې داړل هېڅکله د ستونزې حل نه دی؛ خو ښکاره خبره ده، کله چې عقل او تدبیر پای ته ورسېږي، نو بیا یوازې غاښونه د جګړې او مقابلې وروستۍ وسله پاتې کېږي.
دا ډول نظام د هر چا د داړلو هڅه کوي؛ ښوونکی وي که زدهکوونکی، کارګر وي که خبریال، ان تر هغو کسانو پورې هم غاښونه وررسوي چې تر پرون پورې یې د همدې نظام د ساتنې او دفاع لپاره هلې ځلې کولې. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حالات خو له هېچا پټ نه دي؛ هلته روان وضعیت د دې تګلارې یوه څرګنده بېلګه ده.
خبردار!
تاریخ شاهد ده چې هېڅ نظام د خپلو وګړو په داړلو او ځپلو خپل ژوند نه دی اوږد کړی. نظامونه د ظلم، زور او وېرې په مټ نه، بلکې د عدالت، زغم، ولسي باور او هغې اخلاقي زړورتیا په وسیله ژوندي پاتې کېږي چې خپلې تېروتنې ومني او د اصلاح جرئت ولري. تر هغه چې په واکمن نظام کې د خپلو تېروتنو د منلو او اصلاح دا جرئت پیدا نه شي، د ولس د ځپلو او داړلو دا لړۍ به همداسې روانه وي؛ خو باید دا حقیقت هم هېر نه کړي چې هر نوی زخم، هره ځپل شوې چیغه او هره بېانصافۍ به د همدې نظام د زوال او سقوط ورځ لا پسې رانږدې کوي.












































