میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
یکشنبه, اکتوبر 25, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د پاکستان عام ولس: پوځي رژیم او اسټبلشمینټ خپله لويه ستونزه ده!

    اصلاحي لارښوونې؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه  څلورمه برخه

    د ابراهیمي ایثار په پله!

    د ابراهیمي ایثار په پله!

    پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه!   دویمه او وروستۍ برخه

    چریکي جګړه، د افغانستان نه ماتېدونکی تاریخ او په سیمه کې نوی جنګي محاذ

    له بشري قوانینو او د ګاونډیتوب د اصولو ښکاره سرغړونې

  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

هارون ټیپو

Share on FacebookShare on Twitter

د هرې ټولنې بقا او دوام تر ډېره د خلکو پر باور او ګډ فکري عزم ولاړ وي. د نړۍ جغرافیایي نقشه د انسانانو په شتون جوړېږي او ادارې د همدې انسانانو د خدمت لپاره رامنځته کېږي. له بده مرغه، د پاکستان په تاریخ کې دا طبیعي اصل په قصدي ډول سرچپه ښودل شوی دی. د پاکستان له جوړېدو سمدستي وروسته، د تور جادو په څېر پر یوه داسې روایت کار وشو چې خلکو ته یې دا ورپېژندله چې «د دولت شتون په خلکو پورې نه، بلکې په پوځي اداره پورې تړلی دی». دا په یو ډول فکري هیپنوتیزم (ذهني تسخیر) ته ورته و، چې له مخې یې د پولو دفاع د هېواد د بقا یوازینی شرط وبلل شو.

خو کله چې د تاریخ پاڼې اړوو، حقیقت د پاکستان د پوځ د ادعا پر خلاف څرګندېږي. کله چې پاکستان د ۱۹۴۷ کال په اګست کې د نړۍ پر نقشه راڅرګند شو، دا د کومې پوځي بریا پایله نه وه او نه هم هغه مهال کوم منظم پوځي ځواک موجود و چې د دې نوي زېږېدلي هېواد د بقا ضمانت یې کړی وای. پاکستان په اصل کې د برصغیر د میلیونونو مسلمانانو د سیاسي مبارزې، د یوه نه ماتېدونکي ولسي غورځنګ او د علماوو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی و. د پوځ اداره د هند له وېش وروسته په تدریجي ډول منظمه او پیاوړې شوه. له منطقي او تاریخي پلوه حقیقت تل همدا و چې «هېواد وي، نو پوځ وي»، نه دا چې «هېواد د پوځ له امله شتون لري».

ورته مقالې

اصلاحي لارښوونې؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه څلورمه برخه

د ابراهیمي ایثار په پله!

پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه! دویمه او وروستۍ برخه

د ۱۹۷۷ کال په جولای کې د جنرال ضیاءالحق له خوا د واک نیول یې تر ټولو لویه او څرګنده بېلګه ده. له ملت سره په لومړۍ وینا کې د «آپریشن فېر پلی» تر نوم لاندې دا ژمنه وشوه چې یوازې د ۹۰ ورځو په موده کې به عادلانه ټاکنې ترسره شي او پوځ به بېرته خپلو بارکونو ته ستون شي؛ خو دا ژمنه په یوه اوږده سراب بدله شوه. هغه ۹۰ ورځې هېڅکله رانه‌غلې، بلکې راتلونکې یوه لسیزه د همدې واک د اوږدولو بېلابېلو چلونو ته ځانګړې شوه. که د اسلام د پلي کولو شعار و او که د سیاستوالو د بې‌کفایتۍ تبلیغات، د ټولو موخه یوه وه: د پوځي واک خوندي ساتل. دا واک د ولس پر رایه نه، بلکې د ټوپک پر زور ولاړ و. پای یې هم د کوم سیاسي بهیر له لارې رانه‌غی، بلکې په ۱۹۸۸ کال کې د بهاولپور په فضا کې د یوې داسې الوتکې د چاودنې له امله پای ته ورسېد چې د باروتو ډک د آمونو صندوقونه پکې بار وو.

هر دیکتاتور واک ته د رسېدو پر مهال دا ادعا کړې چې د هېواد د ژغورلو او د نظام د سمولو لپاره راغلی دی؛ خو په حقیقت کې د هرې پوځي دیکتاتورۍ دورې هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پلوه لا ډېر کمزوری کړی دی. دې چلند په کور دننه یو ځانګړی فکر رامنځته کړ چې د «پوځي ټوپک د دوربین لید» یې بللی شو.

کله چې یوه پوځي اداره له خپلو ټاکل شویو اساسي قانوني حدودو څخه واوړي او د هېواد سیاست، اقتصاد او ټولنه تر خپل کنټرول لاندې راولي، نو هره ستونزه د امنیت او دښمنۍ له زاویې ارزوي. د دې «پوځي دوربین» له لارې د لیدلو پر مهال، هغه خپل وګړي چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، خبریالان او سیاسي فعالان ورته نور خپل نه، بلکې «دښمنان» ښکاري. پایله یې دا شوه چې د کورنیو ستونزو د حل لپاره د سیاسي خبرو اترو پر ځای د زور کارولو هڅې وشوې، چې د هېواد دننه یې واټنونه لا پسې پراخ کړل.

د دې تګلارې تر ټولو وېروونکې پایله په ۱۹۷۱ کال کې د ډاکې د سقوط په بڼه راڅرګنده شوه. کله چې د ختیځ پاکستان (اوسني بنګله‌دېش) خلکو ته د اقتصادي او سیاسي حقونو د ورکولو پر ځای د زور له لارې د هغوی د ځپلو هڅه وشوه، نو د نړۍ یوې پیاوړې پوځي قوې هم د خلکو د بې‌باورۍ او لرېوالي له امله ونه شو کړای هېواد متحد وساتي. تاریخ ثابته کړه چې کله خلک پر خپل دولت او پوځ باور له لاسه ورکړي، یوازې مادي ځواک د هېواد جغرافیه نه شي ساتلی.

له دې سره سره، د ولسي غږونو د ځپلو او د پوځي نظام د خوندي ساتلو لپاره له رسنیو څخه هم ګټه واخیستل شوه. هر ځل چې په رسنیو کې د جدي کړیو یا د عاصمه جهانګیر په څېر زړورو شخصیتونو له خوا د پوځي مشرتابه پر ناسمو تګلارو ښکاره نیوکه وشوه، نو د بحث د لوري د بدلولو لپاره به په ځیرکتیا سره نوي روایتونه جوړ شول. په ټلوېزیوني بحثونو کې به د دې پر ځای چې دا پوښتنه راپورته شي چې «ایا د پوځ په سیاست کې لاسوهنه سمه ده؟»، بحث ته به دا سرلیک ورکړل شو چې «ایا پر پوځ نیوکه د ستونزو حل دی؟». د دې مکارانه فکري چل ول موخه دا وه چې تېروتونکي پوځ د یوه مظلوم او د هېواد د ژغورونکي په بڼه وړاندې کړي، څو د ټولو پرېکړو د ناکامیو پړه پر هغو سیاسي مهره‌وو او پر هغو کسانو واچول شي چې مشروع نیوکې کوي، او د اصلي ځواک مرکز له حساب ورکولو څخه خوندي پاتې شي.

خو هر روایت خپل عمر لري او د تبلیغاتو جادو بالاخره د حقیقت پر وړاندې ماتېږي. په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د معلوماتو د چټک خپرېدو او د ټولنیزو رسنیو د پراخېدو له امله، د پاکستان د خلکو شعور نوي پړاو ته داخل شوی دی. اوس خلک دې ته چمتو نه دي چې د پوځ هغه احساساتي او دودیز شعارونه ومني چې له څو لسیزو راهیسې د هغو تر شا اقتصادي ناورین او سیاسي بې‌ثباتي پټې ساتل کېدل.

د دې راویښېدونکي ولسي شعور یوه څرګنده او سمبولیکه بېلګه د سند ایالت په سرحدي سیمه کې ولیدل شوه؛ هلته چې له هند سره تر نښتې وروسته له سرحده د راګرځېدونکو پوځي ټرکونو لاره خلکو بنده کړه او خپل اعتراض یې څرګند کړ. کله چې په پوځي یونیفورم کې موټرچلوونکي د دودیز روایت له مخې هڅه وکړه چې خلکو ته ور په یاد کړي: «موږ خو په سرحد کې ستاسو د ساتنې لپاره جګړه کړې او بېرته راګرځو»، نو د خلکو ځواب د کوم جادويي روایت برخه نه وه، بلکې د یوه تریخ حقیقت څرګندونه وه: «له ګاونډیانو سره د دې دایمي ترینګلتیا او جګړو اصلي لامل ستاسو پوځي تګلارې دي!»

دا صحنه د دې خبرې شاهدي ورکوي چې اوس خلک په ډګر کې د یوه عادي سرتېري د شخصي اخلاص او دندې او په تړلو خونو کې د جوړېدونکو پوځي تګلارو ترمنځ توپیر درک کوي. د خلکو دا غوسه د کوم ځانګړي شخص پر ضد نه ده، بلکې د هغه فکر پر ضد ده چې غواړي هېواد د ولس د هوساینې د دولت پر ځای تل یو امنیتي دولت پاتې شي.

د پاکستان اوسنی وګړی په دې پوه شوی چې د ټوپک د دوربین له لارې د کورنیو او بهرنیو ستونزو تلپاتې حل ناشونی دی. هېوادونه یوازې د خپلو پولو پر سر د ولاړ پوځ له لارې نه، بلکې د اساسي قانون د برلاسۍ، پیاوړو ادارو، اقتصادي ځان‌بسیاینې او خپلو خلکو ته د حقونو د ورکولو له لارې خوندي کېږي. هغه زوړ پوځي ذهني تسخیر چې د تبلیغاتو له لارې رامنځته شوی و، اوس د ړنګېدو په حال کې دی. دا خبره څرګنده شوې چې تر هغه وخته چې ټولې ادارې بېرته خپلو اساسي قانوني حدودو ته راونه‌ګرځي او خلکو ته یې حقونه ورنه‌کړل شي، د ریښتیني ثبات او پرمختګ خوب به نیمګړی پاتې وي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

اصلاحي لارښوونې؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه څلورمه برخه

ورته مقالې

غربيان ولي زموږ ځوانانو ته پناه ورکوي؟
سیاسي لیکني

غربيان ولي زموږ ځوانانو ته پناه ورکوي؟

اپریل 7, 2024
ارشیف

داعش ـ خوارج ـ  ډله څه وخت او څه ډول رامنځته شوه؟

دسمبر 19, 2022
د ستر يهودي دولت د جوړولو پلان
سیاسي لیکني

د ستر يهودي دولت د جوړولو پلان

فبروري 4, 2024
شهادت د حریت، او ازاد ټولنیز ژوندانه یوازینی راز
جهادي لیکني

دسمبر 15, 2024
فلسطین؛ د داعش او اسلامي امارت دریځونه
جهادي لیکني

فلسطین؛ د داعش او اسلامي امارت دریځونه

فبروري 18, 2024
سیاسي لیکني

د ښوونکي تنخوا

جنوري 10, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د پاکستان عام ولس: پوځي رژیم او اسټبلشمینټ خپله لويه ستونزه ده!

د پاکستان عام ولس: پوځي رژیم او اسټبلشمینټ خپله لويه ستونزه ده!

اکتوبر 25, 2026
اصلاحي لارښوونې؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه  څلورمه برخه

اصلاحي لارښوونې؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه څلورمه برخه

اکتوبر 25, 2026
د ابراهیمي ایثار په پله!

د ابراهیمي ایثار په پله!

اکتوبر 24, 2026
پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه!   دویمه او وروستۍ برخه

پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه! دویمه او وروستۍ برخه

اکتوبر 24, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.