ترکي رسنیو د اکتوبر په ٣٠مه خبر ورکړ چې د ترکیې د استخباراتو ادارې د اوغور بهادر په نامه ترک تبعه داعشی د ”افغانستان-پاکستان په سیمه کې“ نیولی او خپل هیواد ته یې انتقال کړی دی.
ترکي رسنۍ، د مسؤلو چارواکو په هدایت، د استخباراتي او سیاسي ملاحظاتو له امله د ”افغانستان-پاکستان سیمې“ اصطلاح عموما د هغو عملیاتو په خبرونو کې کاروي چې داعشیان پکې د پاکستان تر تسلط لاندې سیمو کې نیول شوي وي.
ترکي رسنیو د استخباراتي مسؤلینو له قوله ویلي چې بهادر (مستعار نوم: عبدالله) په ٢٠٢٤ز کال کې له ترکیې د ”افغانستان-پاکستان سیمې“ ته، د اوزګور التون په نامه بل ترکي داعشي په لارښوونه، اوښتی و او د داعش په بېلابېلو روزنیزو کمپونو کې یې مسؤلیتونه ترسره کړي وو.
المرصاد له خپلو سرچینو څخه د اوغور بهادر په هکله دقیق او موثق معلومات ترلاسه کړي دي. د سرچینو معلومات ښيي چې اوغور بهادر د روان کال په مارچ میاشت کې نیول شوی، خو خبر یې تازه رسنیز کړل شوی دی.
د المرصاد د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوغور بهادر د کاظم زوی په ١٤٠٣ کال کې له ترکیې د اسلام اباد هوایي ډګر ته راغلی او وروسته د بلوچستان مستونګ ته ولاړ.
نوموړي د مستونګ د روزنیزو کمپونو په شپږمه دوره کې تربیت ولید او هلته د داعشیانو ترمنځ د عبدالرحمن په نوم مشهور و. تر روزنې لیدو وروسته یې د معاویه په نوم روزنیز مرکز کې د سفر په انتظار وخت تېراوه او کوم خاص مسؤلیت یې نه درلود.
سرچینې زیاتوي، د ٢٠٢٥ز کال د فبروري په وروستیو کې چې کله د مستونګ مرکزونه له منځه یووړل شول، اوغور بهادر د خوارجو د رهبرۍ له هدایت سره سم له نورو داعشیانو سره یوځای د خیبر پښتونخوا اورکزیو ته ولاړ او د عبدالله په مستعار نوم باندې مشهور شو.
اوغور بهادر په اورکزیو کې لومړی د حمزه په نوم د داعشیانو له محلي قومندان سره و. د تیرې فبروري میاشتې په ٢٠مه نېټه د اورکزیو په تورسمت سیمه کې د هغه تر وژل کېدو وروسته د حاجي رحمان (ابو ناصر) ډلې ته ولاړ. کله چې د روان کال د فبروري په ۲۸تمه، د اورکزیو د غلجو په سیمه کې حاجي رحمان په یو لړ عملیاتو کې ووژل شو، نوموړي او ورسره یوه بل ملګري (یونس ولد محمد، مشهور په یاسر) غوښتل چې پېښور ته ولاړ شي، خو په لاره کې د ځايي پولیسو په یوه چیک پواینټ کې ونیول شول.
د سرچینو په وینا، پولیسو په لومړي سر کې پر دوی د نشه یي توکو د قاچاقبرانو ګومان کړی و، خو وروسته ورته متوجه شول. د دوی دواړو عکسونه هم هغه وخت رسنیو ته راووتل.
سرچینې وایي، دې تصادفي نیونې ته د منظمو عملیاتو رنګ ورکولو هدف دا دی چې پاکستانی پوځي رژیم امتیازات ترلاسه کړي.
تر دې وړاندې هم د ترکانو په شمول یو شمېر بهرني داعشیان د پاکستان تر تسلط لاندې سیمو کې تر نیول کېدو وروسته خپلو متبوعو هیوادونو ته، د اوغور بهادر په څېر، د یوه جعلي داستان او سیناریو په پایله کې د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره سپارل شوي، چې المرصاد یې پر خپل وخت په هکله معلومات خپاره کړي دي.












































