څو ورځې وړاندې ترکي رسنیو خبر ورکړ، چې د احمد کازانچي په نوم یو ترک وګړی په پاکستان کې نیول شوی او ترکیې ته انتقال شوی دی، ترک رسنیو د ترکیې د استخباراتو له قوله د کازانچي د نیول کېدو خبر ورکړی و، خو د نوموړي د نیول کېدو ساحه یې نه وه افشا کړې.
د پاکستاني پوځي رژیم تبلیغاتي اکاونټونو له همدې ابهام څخه په استفاده هڅه کوله، چې د کازانچي د فعالیت ساحه افغانستان وښيي؛ خو المرصاد له خپلو منابعو څخه د نوموړي د فعالیت په هکله تازه معلومات ترلاسه کړي دي.
د المرصاد سرچینې وايي چې احمد کازانچي د داعشي خوارجو په لیکو کې د عبیده ترکي په نوم مشهور و او هغه وخت د ایران په لاره بلوچستان ته ولاړ کله چې په یاده سیمه کې د داعشیانو مرکزونه فعال وو.
د سرچینو په خبره، کازانچي، د محمد په نوم له یوه بل بهرني وګړي سره یوځای، د خوارجو مرکزونو ته تر رسېدو وروسته نظامي تربیت ترلاسه کړ او بیا یې د اعلام په برخه کې کار پیل کړ.
دا چې نوموړی د بواسیرو له ناروغۍ څخه کړېده او په غرونو کې سهولیات ورته برابر نه و، نو د خپلو مسؤلینو له لوري ښار ته ولېږل شو، د نظامي تربیت په دوره کې له عبیده سره د عبدالله په نوم یو بل خارجي وګړی هم و، چې وروسته بیا د ایران په خاوره کې دننه ونیول شو.
کله چې په بلوچستان کې د داعشیانو مرکزونه له منځه ولاړل، په ورپسې روژه کې کازانچي د خیبر پښتونخوا په خیبر او اورکزیو کې د صدیقیار په نوم داعشي قومندان په ګروپ کې لیدل شوی و. سرچینې وايي، هغه مهال د نوموړي وضعیت ډېر خراب و او د ناروغۍ د شدت له امله یې د رسنیو (اعلام) په برخه کې ورسپارل شوی مسؤلیت هم نه شوای ترسره کولای.
د یادونې وړ ده چې په تېره دسمبر میاشت کې، ترکي رسنیو د محمد ګورن په نوم په بلوچستان کې د یوه ترک وګړي د نیول کېدو خبر ورکړی و. هغه وخت المرصاد د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، په هغه مرکز کې چې یحیی (محمد ګورن) روزنه لیدلې وه عمدتًا بهرني اتباع په دې موخه روزل کېدل چې په اروپايي هیوادونو، منځنۍ اسیا او ایران کې بریدونه ترسره کړي او ځینې کسان همدلته تر تربیت لیدلو وروسته بېرته خپلو متبوعو هیوادونو ته هم ستانه شوي وو.
تر محمد ګورن وړاندې، د ۲۰۲۵ز په جولای میاشت کې، د ابو یاسر الترکي (ازګور التون) په نوم بل مشهور ترک داعشی هم له بلوچستان څخه نیول شوی و.
د پاکستان د پوځي رژیم تر ولکې لاندې سیمو کې د داعشیانو د مهمو نظامي او تبلیغاتي مسؤلینو نیول کېدل ثابتوي چې خوارج د پاکستاني استخباراتو تر سایې لاندې فعالیت کوي او که د له منځه وړلو لپاره یې شریکې هڅې ونشي، له همدې ځایونو بهر د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ګواښلو ته دوام ورکوي.








































