د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم عصر
په تېر بحث کې دې پوښتنې ته ځواب ورکړل شو چې ایا په هغه تیاره عصر کې د یوه پیغمبر مبعوث کېدو ته اړتیا وه، څو بشریت د نېکمرغۍ، رڼا او سوکالۍ پر لور رهبري کړي؟
په دې لیکنه کې غواړم بله پوښتنه راپورته کړم: کوم شخصیت د دې ستر رسالت او مهمې دندې د ترسره کولو وړ و؟
ځواب دا دی چې د داسې ستر بدلون رامنځته کول ځانګړې وړتیا او وړ شخصیت ته اړتیا لرله. په دې معنا چې د دومره ستر تحول لپاره داسې یو کس په کار و چې د بعثت له نعمت او څرګند الهي ملاتړ سربېره، په ټولنیز لحاظ هم اغېزناک او د خلکو د جذبولو ځواک ولري، سپېڅلی نسب ولري، د عامو خلکو له اخلاقو او دودونو خبر وي، د خپل شاوخوا نړۍ له بدلونونو څخه خبرتیا ولري او له بېلابېلو ټولنیزو قشرونو سره د تعامل پر لارو چارو پوه وي. دا په خپل ذات کې یوه پراخه موضوع ده، خو الله تعالی جلجلاله دې حقیقت ته په لنډو، خو خورا دقیقو ټکو کې داسې اشاره کړې ده:
«وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّىٰ نَبْعَثَ رَسُولًا» [الإسراء: ۱۵]
له همدې امله، الله تعالی جلجلاله محمد بن عبدالله صلیاللهعلیهوسلم د پیغمبر په توګه، بلکې د نبوت د لړۍ د بشپړونکي، وروستي استازي او د خاتَمُ الأنبیاء په توګه غوره کړ. څرګنده ده چې د هغه مبارک دنده، د وروستي پیغمبر په توګه، د نورو پیغمبرانو په پرتله لا درنه وه.
خو هغه څه چې ډاکټر سباعي په خپل کتاب «سیرت نبوي؛ درسونه او پندونه» کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلیاللهعلیهوسلم د اوصافو په اړه بیان کړي، په عملي توګه د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وړتیا او شایستګي او د الله تعالی جلجلاله دقیق او پر ځای انتخاب انځوروي. په رښتیا هم، هغه مبارک د دې ستر مقام وړ و؛ لکه څنګه چې له ټولو دغو ننګونو او کړاوونو څخه په بریالیتوب راووت.
له همدې امله، د اسلامي تمدن بنسټ او محمدي شریعت د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له بعثت سره کېښودل شول، او د تمدن جوړونې او له اوږدمهاله بحرانونو او کړاوونو څخه د بشریت د ژغورنې په لاره کې لومړنی ګام هم له همدې ځایه واخیستل شو.
د اسلام د ستر پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم له بعثت سره د یوه نوي اسلامي تمدن څرک ولګېد؛ داسې تمدن چې طرز یې خورا نوی او پرمختللی و، د بشري اړتیاوو سره سم جوړ شوی و او د سیمې له جغرافیایي چاپېریال او کلتور سره یې همغږي لرله. د دې تمدن موخه دا وه چې بشریت له ځانوژنې او هلاکت، کرکې او بېحرمتیو، وژنو او لوټمارۍ، چور او خیانت، بېعفتۍ او بداخلاقۍ، بېبندوبارۍ او بحران، ظلم او سرغړونې، تېري او د حریم له ماتولو څخه د ژوند، ایمان او باور، امنیت او ارامۍ، د الله تعالی جلجلاله د پېژندنې او عقیدې، او د دنیا او آخرت د هوساینې او نېکمرغۍ پر لور رهنمايي کړي؛ د هدایت لویه لار ورته وښيي او د بشریت بریا او فلاح تضمین کړي.












































