شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس په پاکستان کې د علمي او دیني حلقو له معتبرو او سترو علماوو څخه شمېرل کېده. هغه د حدیثو یو لوړ مرتبه استاد و او اوږده موده یې د درس او تدریس په ډګر کې تېره کړې وه. نوموړي زرګونو زدهکوونکو ته د قرآن کریم او حدیثو تعلیم ورکړی و او په خپله سیمه کې د علمي مرجع په توګه پېژندل کېده.
مولانا محمد ادریس د مذهبي او سیاسي ګوند جمعیت علمای اسلام (ف) سره تړاو درلود. هغه د ګوند په ولایتي کچه له مهمو مشرانو څخه و او د خیبر پښتونخوا په سیاست کې یې هم د پام وړ نفوذ درلود. هغه یوازې یو مدرس نه و، بلکې یوه ټولنیزه څېره هم وه. په سیمهییزه کچه یې د شخړو د حل او د سولې او نظم د ټینګښت لپاره فعاله ونډه اخیستې وه. نوموړی د توندلارۍ او په پاکستان کې د وسلهوالې مبارزې پر وړاندې روښانه دریځ درلود، له همدې امله به ډېر ځله د افراطي ډلو په نښه و.
تېره ورځ داعش هغه په ډېرې بېرحمۍ سره شهید کړ. د هغه شهادت یو ستر علمي او سیاسي زیان بلل کېږي. د شیخ ادریس شهادت یو ځل بیا هغه اندېښنې راژوندۍ کړې دي چې ګواکې په خیبر پښتونخوا کې جید علماء د یو منظم پلان له مخې په نښه کېږي، څو علمي تشه رامنځته او د افراطیت لپاره لار هواره شي. د داعش خراسان د پاکستاني څانګې له خوا د دې برید سمدستي منل یو ځل بیا هغه زاړه ټپونه تازه کړل چې له کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا د خلکو په زړونو کې ژوندي دي.
دا پېښه یوازې د یوه عالم وژل نه دي، بلکې د پاکستاني پوځ د رسمي بیانیې پر مخ یو سخت ګوزار هم دی، ځکه هغوی کلونه کېږي هڅه کوي خلکو ته دا باور ورکړي چې له هېواده ترهګري له منځه وړل شوې ده. حقیقت دا دی چې د پاکستان د خلکو وینه نن هم په هماغه بېرحمۍ تویېږي لکه څنګه چې په د ۱۹۷۱م د بنګله دېش جګړه کې د بنګله دېش د مسلمانانو وینه د پاکستاني پوځ له لوري توی شوه.
تر ټولو اندېښمن اړخ هغه پوښتنې دي چې اوس په ښکاره ډول د پاکستاني پوځ پر نیت او د هغه پر “دوهمخیزې پالیسۍ” راولاړې شوې دي. د پاکستان په سیاسي او ولسي کړیو کې دا بحث نور پټ نه، بلکې په ښکاره روان دی چې ولې په خیبر پښتونخوا کې هغه جید علماء، چې د توندلارۍ پر وړاندې د سپر حیثیت لري، په نښه کېږي او د دولت امنیتي نظام بېوسه ښکاري، حال دا چې پوځ پر ټول ولایت بشپړ کنټرول لري.
د شیخ ادریس په څېر د علماوو شهادت دا څرګندوي چې داعش د پاکستان لپاره کوم “لرې ګواښ” نه دی، بلکې د هېواد دننه یو موجود حقیقت ګرځېدلی دی. دلته لویه تراژیدي دا ده چې کله هم د داعش د شتون خبره کېږي، نو ګوتې هغو پوځي کړیو ته اوړي چې د علماوو د ساتنې مسؤلیت ور تر غاړې و. تر ټولو درانه او وېروونکي تورونه هغه دي چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې د داعش د “زمینه سازي” په اړه لګېږي. د تیراه درې وروستیو حالاتو دغو اندېښنو ته لا زور ورکړی دی.
یو څرګند تضاد دا دی چې له هغې درې څخه، چې خلک یې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په پلمه د ژمي په یخو شپو کې ایستل شوي وو، اوس د داعش د اډو د جوړېدو خبرونه خپرېږي. په پاکستان کې عامه ذهنیت دا دی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه د هغې د ختمولو لپاره نه، بلکې د داعش د ځای پر ځای کولو او ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره روانه ده. که د پوځ د عملیاتو موخه رښتیا هم سوله وای، نو ولې د شیخ ادریس په څېر خلک په خپلو کورونو کې خوندي نه دي؟ او که په تیراه کې د ترهګرو پر ضد عملیات کېدل، نو ولې تر اوسه د کوم مثبت بدلون پر ځای د هغوی د مېشتېدو خبرونه اورېدل کېږي؟
د پاکستاني پوځ دغه “دوهمخیزه پالیسي” هېواد داسې لاري ته رسولی چېرې چې د دولت او ولس تر منځ د باور اړیکه نږدې په بشپړ ډول ماته شوې ده. له یوې خوا د ترهګرۍ پر ضد د “عزم استحکام” په څېر لوړې دعوې کېږي، او له بلې خوا د داعش بېخنډه پراختیا دا دعوې بېاعتباره کوي. د پاکستان سیاسي شنونکي اوس دا خبره سمه بولي چې تر هغه چې دولت او پوځ داعش د خپلو سیاسي او سیمهییزو ګټو لپاره د یوې “وسیلې” په توګه کارول پرېنږدي، تر هغه به په پاکستان او ټوله سیمه کې سوله یوازې یو خیال وي.
نن د شیخ ادریس په وینو لیکل شوې دا پوښتنې ځواب غواړي: ایا دا دولت رښتیا هم د خپلو وګړو ساتونکی دی، که یوازې یوه داسې لوبغالی ده چې پکې د انسانانو ژوندونه د لوبې مهرو حیثیت لري؟
که پوځ غواړي پر ځان لګېدلي د “زمینه سازۍ” دا تورونه له منځه یوسي، نو باید له تیراه درې تر واشنګټن پورې په خپلو پالیسیو کې روڼتیا رامنځته کړي. که نه، نو دا ناحقه توی شوې وینه به سبا د همدغه نظام ریښې وباسي چې د هغه د ژغورولو په نوم دا ټوله لوبه روانه ده.









































