په تاریخ کې ډېر داسې پوځونه تېر شوي، چې د وطنونو د ساتنې لپاره جوړ شوي وو، خو ورو ورو د واک، پیسو او بهرنیو اجنډاوو په منګولو کې دومره ورک شول چې د خپلې خاورې، خپل ولس او خپلو ارزښتونو پر ضد ودرېدل. د پاکستان پوځي رژیم د همدې تراژیدۍ تر ټولو روښانه مثال ګڼل کیږي؛ یو داسې نظام چې د استعمار له فکري میراثه راټوکېدلی، د انګریز له امنیتي فلسفې تغذیه شوی او د غرب د ستراتیژیکو ګټو د ساتنې لپاره روزل شوی دی.
د انګریز استعمار تر ټولو خطرناک کار یوازې د جغرافیو وېشل نه وو بلکې د ذهنونو نیول وو. استعمار پوهېده چې که د مسلمان ملت فکر، نظامي اداره او امنیتي بنسټونه د هغوی له عقیدې، غیرت او اسلامي هویت څخه جلا کړي، نو بیا به مسلمانان د خپلو خلکو په لاس وځپل شي. همدا وجه وه چې داسې پوځي نصابونه جوړ شول، چې په کې وطن، دین، ملت او ارزښتونه د قدرت او (ریاستي مفاد) تر نامه لاندې قرباني کېدلای شي.
پاکستاني جنرالان د همدې فلسفې تر سیوري لاندې روزل شوي. هغوی ته دا ور زده شوي، چې اقتدار تر هر څه لوړ دی او د اقتدار د بقا لپاره هر څه روا دي؛ که د خپل ولس وینه وي، که د مسجد سپېڅلتیا وي، که د دیني عالمانو عزت وي او که د اسلام نوم وي! همدا لامل دی چې د پاکستان په سیاسي تاریخ کې چې هر ځل د ډالرو بوی راغلی، د پوځیانو دریځ بدل شوی. هر ځل چې د غرب ګټې مطرح شوې نو د اسلام او مسلمانانو پر سر معامله شوې ده.
کله یې د مدرسو شاګردان د (ستراتیژیک عمق) لپاره استعمال کړل او کله یې هماغه خلک د نړۍ پر وړاندې د ترهګرۍ د پروژې قرباني کړل. دا دوه مخی سیاست یوازې سیاسي منافقت نه دی؛ دا د هغه فکري نصاب پایله ده، چې وجدان، عقیده او اخلاقي سرې کرښې نه پېژني.
لال مسجد د دې دوه مخي سیاست تر ټولو خونړی باب و. په هغه ورځ یوازې یوه مدرسه ونه نړول شوه؛ بلکې د پاکستان د پوځ د اصلي څېرې نقاب هم بربنډ شو. هغه پوځ چې ځان د اسلام مدافعین بولي، د اسلامآباد په زړه کې یې پر مسجد ټانکونه ورننویستل، قرانکريمونه وسوځېدل، د مدرسې نجونې زده کوونکې شهیدانې شوې او د امت زړونه ټوټې ټوټې شول خو د پوځ لپاره دا هر څه یوازې د ډالرو، نړیوال رضایت او امریکایي ملاتړ قیمت و.
له همدې وروسته د دیني علماوو د هدفي وژنو لړۍ نوره هم چټکه شوه. له شهید شیخ حسن جان رحمه الله څخه نیولې تر مولانا سمیع الحق، شیخ نصیب خان او نورو مطرحو علماوو پورې یوه عجیبه تکراري نقشه لیدل کیږي؛ عالمان لومړی بدنامیږي، فشار پرې راوړل کیږي، منزوي کیږي او وروسته بیا د نامعلومو وسلهوالو له لوري وژل کیږي.
خو اصلي پوښتنه داده، چې ولې تل هدف دیني عالمان وي؟ولې هیڅکله د قدرت اصلي مرکزونه نه په نښه کیږي، ولې د دې ترورونو بڼې، وخت او پایلې دومره سره ورته دي؟
همدلته د (داعش پروژه) د پوښتنې په توګه راپورته کیږي. داعش یوازې یوه وسلهواله ډله نه ده بلکې د سیمې د فکري او امنیتي ګډوډۍ یوه وسیله ګرځېدلې ده. هر ځل چې د اسلام، جهاد، خلافت یا دیني تحریکونو د بدنامولو اړتیا پیدا شي، نو ناڅاپه د داعش نوم راښکاره شي. عجیبه دا ده چې د دې بریدونو قربانیان زیاتره دیني علماء، د جهاد ملاتړي او اسلامي شخصیتونه وي، نه هغه ځواکونه چې مسلمان ولسونه بمباروي او یا د غرب مستقیم متحدین دي.
د شیخ ادریس رحمه الله وروستۍ پېښه هم د همدې اوږدې سلسلې یوه کړۍ ښکاري. هغه غږیز پیغامونه چې تر شهادت مخکې خپاره شول، د فشار، وېرې او استخباراتي تعقیب نښې په کې له ورایه محسوسېدې. داسې ښکاري چې نوموړی د سختو فشارونو لاندې و او همدا فشارونه د دې احتمال قوي کوي، چې د هغه خاموشول د یوې سترې معما د پټولو هڅه وه ځکه کله چې یو عالم د حق خبره وکړي، د پوځ له روایت سره اختلاف وکړي، یا د ولس ذهنونه راویښ کړي، نو بیا د هغه موجودیت د استبدادي نظام لپاره خطر ګرځي.
پاکستانی پوځي رژیم نن له داخلي بحران سره مخ دی، ولس یې د بېثباتۍ، اقتصادي سقوط، ظلمونو او دوه مخي سیاست څخه ستړی شوی دی. کله چې یې پوځ د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي، مدرسې، جوماتونه، روغتونونه او ښوونځي په نښه کوي، نو عام خلک دا پوښتنه کوي چې که دا د (ترهګرۍ ضد جګړه) ده، نو ولې يې قربانیان تل ملکي وګړي او دیني مرکزونه دي؟ ولې قرآن سوځي؟ ولې مسجد نړېږي؟ ولې روغتون بمبارېږي؟
دا هر څه د پوځ اصلي څېره بربنډوي ځکه هغه نظام چې د خپل اقتدار د بقا لپاره له هر سرحده تېرېږي، هغه بیا د انسانیت، اسلام او اخلاقو دعوه نه شي کولای. همدا لامل دی چې نن د پاکستان د ولس په ذهن کې د پوځ د تقدس بت مات شوی دی. خلک پوهيږي، چې د (امنیت) تر نامه لاندې کومه لوبه روانه ده او څوک د پښتنو د وینو له تجارت څخه ګټه اخلي.
تاریخ شاهد دی، هغه پوځونه چې د ملت پرځای د بهرنیو قدرتونو خدمتګار شي، بالاخره د خپل ولس له نفرت سره مخ کیږي. زور، پروپاګند او استخبارات شاید لنډ مهالي حقیقتونه پټ کړي، خو د ولس حافظه بالاخره هر څه ثبتوي. هغه وینې چې پر مدرسو تویې شوې، هغه قرآنونه چې وسوځېدل او هغه عالمان چې په مرموز ډول خاموش کړل شول، د تاریخ له حافظې څخه حذف کېدای نه شي.
نن د پاکستان د دیني عالمانو، لوستي قشر او عام ولس لپاره تر ټولو ستر امتحان دا دی، چې د وېرې چوپتیا ماته کړي ځکه هر ځل چې یو عالم یوازې پرېښودل شي، سبا بل عالم هم هدف ګرځي. هر ځل چې یو ظلم توجیه شي، نو بل ظلم لا پیاوړی کیږي او هر ځل چې د اقتدار په نوم حقیقت پټ شي، ملتونه نور هم د بحران کندې ته لوېږي. ملتونه هغه وخت ژوندي پاتې کیږي، چې د خپلو ارزښتونو، دین، عزت او غږ ساتنه وکړي. که نه، نو استبدادي نظامونه د خلکو چوپتیا د خپلې بریا نښه ګڼي. تاریخ به یو ځل بیا دا فیصله وکړي، چې څوک د ولس ترڅنګ ولاړ دی او څوک د ډالرو، قدرت او د پردیو د اجنډاوو په خدمت کې د خپلو خلکو پر ضد جنګیږي!









































