ځواني او ناپوهي؛ له بصیرت پرته د احساساتي جذبو خطر
د خوارجو یوه بله ځانګړنه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې یادونه کړې، د هغوی کمعمري او ناپوهي ده. د دې تعبیر موخه د ځوانانو یا کمعمره کسانو غندنه او سپکاوی نه دی؛ بلکې هغې وضعیت ته اشاره کوي چې انسان له علمي او فکري پخوالي پرته، د احساساتو او جذباتو له مخې د دین په سترو مسئلو کې ښکېل کېږي او له کافي پوهې پرته د ایمان، کفر، جهاد، ټولنې او د انسانانو د ژوند په اړه پرېکړې کوي. دغه کسان د کوچنیو مسئلو له امله مسلمانان کافران ګڼي او له اسلامه یې باسي. د مسلمانانو د ژر تکفیر کولو یو لامل هم د تکفیر کوونکو کمعمري او فکري خاموالی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَخْرُجُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ، أَحْدَاثُ الْأَسْنَانِ، سُفَهَاءُ الْأَحْلَامِ، يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ الْبَرِيَّةِ» [صحیح البخاري، حدیث: ۳۶۱۱]
ژباړه: وروستۍ زمانه کې به یوه ډله راڅرګنده شي چې عمرونه به یې کم او پوهه به یې نیمګړي وي، خو د خلکو له غوره خبرو څخه به خبرې کوي.
په دې حدیث کې د پام وړ ټکی دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې د هغوی د خبرو ظاهري بڼې ته اشاره نه کوي، بلکې د شعارونو د ښکلا او د سمې پوهې ترمنځ توپیر څرګندوي. کله ناکله د یوه کس خبرې په بشپړه توګه دیني، ښکلې او اغېزناکې وي؛ خو که تر شا یې علم او سم پوهاوی نه وي، پایله یې د شریعت له موخو سره په بشپړ ټکر کې واقع کېدای شي.
له همدې امله، د دې حدیث یو مهم درس په دیني مسئلو کې د علم او فکري پخوالي ارزښت دی. د ایمان، کفر، جهاد، وینې او د مسلمانانو د حقونو اړوند مسئلې ډېرې درنې او حساسې دي او یوازې د احساساتو، اورېدلو خبرو او شخصي برداشتونو پر بنسټ پرېکړه نه شي کېدای. البته، سپېڅلي اسلام ځوانان په دیني او ټولنیزو چارو کې له ونډې اخیستلو نه دي منع کړي. د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ډېرو صحابهوو په ځوانۍ کې ستر مسؤلیتونه پر غاړه لرل. نو ستونزه په ځوانۍ کې نه ده؛ بلکې ځواني چې له ناپوهۍ، بېځایه بېړې او د بصیرت له نشتوالي سره مل وي، د تېروتنو لامل کېدای شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ځانګړنې په بیانولو سره په حقیقت کې مسلمانان د علمي او فکري روزنې ارزښت ته متوجه کوي. دیني جذبه او احساس هغه مهال ارزښت لري چې له علم، حکمت، زغم او د قرآن عظیمالشان او نبوي سنتو له سم پوهاوي سره مل وي. نو د دې حدیث یو مهم پیغام دا دی چې په حساسو دیني مسئلو کې باید یوازې د تودو شعارونو او ښکلو خبرو تر اغېز لاندې رانشو؛ بلکې باید دې ته پام وکړو چې ویونکی خپلې خبرې له کومې سرچینې اخلي، د قرآن عظیمالشان او نبوي سنتو په اړه یې پوهه څومره ده او ایا خبرې او کړنې یې د شریعت له مسلمو اصولو سره سمون لري او که نه.
ټول مسلمانان باید دې ډول مسئلو ته پام وکړي او مسؤلیت لري چې نور خلک هم د دې ډلې له تکفیري افکارو او عقایدو څخه خبر کړي. په اوسنۍ زمانه کې داعش خوارج هم د همدې ډلې له جملې څخه دي چې ټوله پاملرنه یې مسلمانانو ته اوښتې ده او په دې عصر کې اسلام او مسلمانانو ته تر ټولو ستر ګوزارونه د دوی له لوري رسېدلي دي. هغوی د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د امت د سترو علماوو او مشرانو د له منځه وړلو هڅې کړې دي او ټولې جګړې یې له مسلمانانو سره کړې دي او لا یې هم کوي.
دا ډله هم د صدر اسلام د خوارجو په څېر، له هماغو عادتونو او ځانګړنو سره راڅرګنده شوې ده چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یې په خپلو احادیثو کې یادونه کړې ده. هر مسلمان باید د هغوی له ټولو ځانګړنو او عادتونو ځان خبر کړي او د هغوی د افکارو او عقایدو د له منځه وړلو په موخه له اسلامي نظام سره همغږی او همکار واوسي.











































