داعش څنګه له خوارجو هم مخکښ شول؟
د «خوارجو بدخویه وارثان » هغه تعبیر دی چې نن ورځ ډېری علما، څېړونکي، شنونکي او آن د داعش سیالې جهادي ډلې د دې ډلې د توصيف لپاره کاروي. دا یوازې یو ساده لقب نه دی، بلکې د یوه ژور تاریخي او فکري حقیقت څرګندونه کوي. که څه هم داعش ځان د «اسلامي خلافت» بیا راژوندی کوونکی او د «سپېڅلي اسلام» راګرځوونکی معرفي کوي، خو په حقیقت کې یې د خوارجو هماغه منحرفه مفکوره د عصري وسایلو او نوې بڼې په مټ بیا راژوندۍ کړې ده.
دې ډلې ته ځکه «ناوړه وارثان» ویل کېږي چې نه یوازې یې د خوارجو انحرافي لاره تعقیب کړې، بلکې په ګڼو برخو کې یې تر هغوی هم وړاندې ګام ایښی او سبقت یې ترې اخیستی دی. لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه، خوارج د اسلامي تاریخ لومړنۍ ډله وه چې د مسلمانانو تکفیر ته یې مخه کړه او د هغوی وینه یې حلاله وبلله. داعش هم همدا لاره خپله کړه، خو په خورا پراخه او خطرناکه کچه.
خوارجو په خپل وخت کې یوازې حضرت علي رضي الله عنه او د هغه پلویان تکفیرول، خو داعش نه یوازې شیعه، بلکې له خپل فکر سره ډېری مخالف اهل سنت هم تکفیر کړي. صوفیان یې مشرکان وګڼل او سرونه یې ترې پرې کړل، اخوانیان یې مرتدان اعلان کړل او په قتل یې ورسول، روڼاندیان یې کافران وبلل او له منځه یې یوړل او آن نورې جهادي ډلې یې هم د اسلام له دایرې وایستلې.
ابومحمد المقدسي، چې د نړیوال جهاد له مخکښو فکري څېرو څخه شمېرل کېږي، د بغدادي د خلافت او داعش ډلې په اړه وایي: «پر الله قسم! ما له داعش پرته بل ځای دومره غله، رهزنان، خاینان او دوکهماران نه دي لیدلي.» همداراز زیاتوي: «دوی له خوارجو هم بدتر دي.» د یوه مشهور جهادي فکرپوه دا څرګندونې پخپله د دې حقیقت روښانه ثبوت دی چې داعش آن د نورو جهادي ډلو په اند هم تر ټولو افراطي او منحرفه ډله ګرځېدلې ده.
د داعش او پخوانیو خوارجو تر منځ اساسي توپیر په وسیلو او تګلارو کې دی، نه په فکر او بنسټونو کې. خوارجو په توره او خطابه جګړه کوله، خو داعش د ماشیندارو وسلو، توپونو، سپوږمکیو، انټرنېټ او د لوړ سینمایي کیفیت لرونکو ویډیوګانو په مرسته هماغه زړې انحرافي مفکورې خپروي. د داعش د ناولي توب بل اړخ د تاوتریخوالي په بڼه او د دولت جوړونې په ادعا کې نغښتی دی. دې ډلې د «وېرې د خپرولو ستراتیژي» خپله کړه او د بېګناه او بېدفاع خلکو وژنه یې په یوه منظم او سیستماتیک بهیر بدله کړه.
ډلهییزې سر پرېکونې، د اسیرانو ژوندي سوځول، د رواني ناروغانو په روغتونونو کې د هغوی سوځول، په فلزي قفسونو کې د انسانانو ډوبول او د دغو ټولو جنایتونو په لوړ سینمایي کیفیت ثبت او خپرول، هغه څه دي چې د خوارجو په تاریخ کې یې هېڅ بېلګه نه لیدل کېږي. خوارجو هېڅکله د نننۍ مانا له مخې د یوه «دولت» د جوړولو دعوه نه لرله، خو داعش د «خلافت» تر شعار لاندې ځان د ټولې اسلامي نړۍ مشروع واکمن وباله او د خاورې، پلازمېنې، اداري جوړښت او رسمي رسنیو لرونکی «دولت» یې اعلان کړ. له یوه یاغي حرکت څخه د دولت تر دعوې دا بدلون، د معاصرو خوارجو له مهمو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.
د پام وړ دا ده چې القاعده، چې خپله یوه جهادي ډله ده، له داعش سره یې خپلې ټولې تشکیلاتي اړیکې پرې کړې او هغه یې «سرکښه» او «د جهاد له سمې لارې اوښتې» ډله وبلله. د القاعدې مشر، ایمن الظواهري، هم داعش د بېسارې افراطګرۍ او پراخ تکفیر له امله وغنده. دا دریځ ښيي چې داعش د انحراف داسې پړاو ته رسېدلی و چې آن نورې جهادي ډلې هم ورسره د ملګرتیا او همکارۍ ته چمتو نه وې. د افغانستان اسلامي امارت هم د همدې حقیقت په درک کولو، ځان د دغو «ناوړه وارثانو» پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ودراوه او په عمل کې یې وښوده چې داعش د اسلام لپاره له ورانۍ، وینې تویولو او بدنامۍ پرته بل څه نه دي راوړي.
په پایله کې، هغه څه چې داعش یې د خوارجو «ناوړه وارث» ګرځولی، د تکفیر په پراختیا کې تر هغوی وړاندې تګ دی؛ یعنې له یوې محدودې ډلې څخه د اسلامي امت د لویې برخې تر تکفیر پورې، د جګړې په وسیلو کې له تورې څخه تر عصري ټکنالوژۍ پورې پرمختګ، د تاوتریخوالي په بڼه کې له عادي جګړې څخه تر سیستماتیکو او رسنیزو وحشتونو پورې اوښتون او د موخو په کچه له یاغیتوب څخه د دولت جوړونې او نړیوال خلافت تر ادعا پورې رسېدل دي. همدې هر اړخیزې افراطګرۍ او انحراف داعش د تاریخ په اوږدو کې د خوارجو د فکر تر ټولو خطرناک او بېرحمه بیا راژوندی شوی انځور ګرځولی دی.












































