۸- په قضاوت او پرېکړه کې اعتدال
له هغو مهمو برخو څخه چې اسلام په کې پر اعتدال او منځلاریتوب ډېر ټینګار کړی، د خلکو ترمنځ قضاوت او پرېکړه ده. ډېر ظلمونه، شخړې او بېعدالتۍ هغه مهال رامنځته کېږي چې انسان د احساساتو، قومي تعصب، شخصي ګټو یا د خپلوانو او دوستانو د اړیکو تر اغېز لاندې راشي، د عدالت او انصاف له لارې مخ واړوي، د الهي شریعت خلاف پرېکړه وکړي او د نورو حقونه تر پښو لاندې کړي. د دې پایله دا وي چې انسان د بېانصافۍ او ظلم لاره خپلوي او په خپلو پرېکړو او قضاوت کې عدالت او منځلاریتوب هېر کړي.
اسلام واکمنان، قاضیان او د پرېکړې مسؤولان مکلف کړي دي چې په قضاوت او پرېکړه کې حق او عدالت معیار وګرځوي، نه قومیت، مادي ګټې او شخصي غوښتنې او له هر ډول ناعادلانه تعصب او طرفدارۍ څخه ډډه وکړي. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ﴾ [النساء: ۵۸]
«بېشکه الله تعالی جلجلاله تاسو ته امر کوي چې امانتونه خپلو مستحقو خاوندانو ته وسپارئ او کله چې د خلکو ترمنځ پرېکړه کوئ، په عدالت سره پرېکړه وکړئ.»
مفسرینو کرامو ویلي دي چې دا آیت په ځانګړې توګه د مسلمانانو واکمنانو او قاضیانو ته متوجه دی، څو د خلکو په چارو کې په عدالت سره چلند او پرېکړه وکړي. خو دا مسؤولیت یوازې د واکمنانو او قاضیانو پورې محدود نه دی، بلکې د ټولنې هر وګړی باید د خپل ژوند په بېلابېلو برخو؛ لکه کورنۍ، ټولنه، اداره او نورو چارو کې د اعتدال او منځلارېتوب لاره خپله کړي او په خپلو پرېکړو کې انصاف ته لومړیتوب ورکړي.
همدارنګه قرآن کریم مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې آن د خپلو نږدې خپلوانو په اړه هم عدالت رعایت کړي. الله تعالی جلجلاله فرمایي: ﴿وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى﴾ [الأنعام: ۱۵۲]
«او کله چې خبرې کوئ، عدالت مراعات کړئ، که څه هم د خپلو خپلوانو په اړه وي.»
په قضاوت کې اعتدال دا معنا لري چې انسان له پرېکړې یا نظر څرګندولو مخکې د ټولو لورو خبرې په دقت واوري، شواهد او دلایل په انصاف سره وڅېړي او له بېړهنۍ پرېکړې څخه ډډه وکړي. ځکه ډېرې عجولانه پرېکړې د خلکو د حقونو د ضایع کېدو او د اوږدمهالو دښمنیو او کینو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. دا اصل د ورځني ژوند په ټولو برخو کې هم ځانګړی ارزښت لري. پلار او مور باید د خپلو اولادونو ترمنځ عدالت مراعات کړي، مدیر دې د خپلو کارکوونکو ترمنځ انصاف وکړي، ښوونکی دې د خپلو زدهکوونکو په ارزونه کې له تبعیض څخه ډډه وکړي او هر هغه څوک چې کوم مسؤولیت پر غاړه لري، باید له هر ډول تبعیض، قومي تعصب، ناعادلانه طرفداري او ناحقه چلند څخه ځان وساتي.
له همدې امله، اسلام د قضاوت او پرېکړې په باب هم د اعتدال او منځلاریتوب لاره غوره کړې ده؛ هغه لاره چې پر عدالت، حقیقتپلټنې، انصاف او له تعصب څخه پر لرېوالي ولاړه ده. هرکله چې دا اصل په ټولنه کې واکمن شي، د خلکو ترمنځ باور پیاوړی کېږي او د ظلم، شخړو او بېعدالتۍ زمینه تر ډېره له منځه ځي.












































