د تلپاتې امنیت ټینګښت
د ناامنۍ هغه تورې ورځې در يادې کړئ چې پر دې هېواد یې خپل سیوری غوړولی و؛ هغه ورځې چې د چاودنو او ډزو غږونه د افغانستان په ټولو ولایتونو، ښارونو او بېلابېلو سیمو کې د خلکو د ژوند په یوه برخه ګرځېدلي وو؛ هغه ورځې چې میندو به خپل ماشومان په لړزېدلي زړه ښوونځیو ته لېږل او نه پوهېدې چې ماښام به یې بیا په غېږ کې ونیسي که نه.
په هغه توره دوره کې د افغانستان خلک د بهرنیو اشغالګرو تر بوټونو لاندې ځپل کېدل او د جمهوریت لاسپوڅي نظام، د دې پر ځای چې د خلکو د امنیت ډال وي، خپله د ناامنۍ د ستونزې په یوه برخه بدل شوی و. فساد د پولیسو او اردو په لیکو کې ریښې غځولې وې، هره ولسوالۍ د سیمهییزو زورواکو ښکار وه او د خلکو سر او مال د هغه مهال د مرکزي واک په محاسبو کې هېڅ ارزښت نه درلود.
د همدې ګډوډۍ او ویرې په منځ کې د داعش بلا هم سر راپورته کړ؛ یوه داسې تکفیري ډله چې له اسلام او انسانیت سره یې هېڅ تړاو نه درلود. دې ډلې په جوماتونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او بازارونو کې د چاودنو له لارې د بېګناه خلکو وینې تویې کړې او د هېواد ځینې ولایتونه یې د وېرې او وحشت پر ډګرونو بدل کړل. د افغانستان خلک په هغو تورو کلونو کې د دوو اورونو ترمنځ سوځېدل؛ له یوې خوا د بهرني اشغال اور او له بلې خوا د تکفیریانو د وحشت لمبې. دا د شل کلن پردیيپال جمهوریت میراث و.
خو تاریخ خپله پاڼه واړوله. د اسلامي امارت له بیا بریا سره، افغانستان په تېرو نیمو پېړیو کې د لومړي ځل لپاره د واقعي امنیت خوند وڅکه. د اسلامي امارت وسلهوالو ځواکونو د واحدې قوماندې، منظمې رهبرۍ او بېساري انسجام په رامنځته کولو سره ــ چې په تېرو دورو کې یې ساری نه لیدل کېده ــ د داعش او نورو فتنهګرو عناصرو پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه پیل کړه.
د دغې مبارزې پایله دا شوه چې داعش، چې یوه ورځ یې نوم له وحشت، وېرې او وینې تویولو سره تړل کېده، نن نه پراخه سیمه لري، نه سنګر او نه هم د عملیاتو توان. د نظام د چارواکو او حتا د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، دغه ډله عملاً د افغانستان له خاورې له منځه وړل شوې ده. دا لاسته راوړنه باید عادي ونه ګڼل شي؛ دا هغه ستره لاسته راوړنه ده چې د زرګونو مجاهدینو په قربانیو او وینو لیکل شوې ده.
نن د افغانستان پولې، په تېرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره، په بشپړ ډول د ملي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. خلک لارې او سړکونه له ماینونو، کمینونو او ناڅاپي ډزو له وېرې پرته په ډاډه زړه وهي؛ بازارونه له اضطراب او ناامنۍ پرته له خلکو ډک او غوړېدلي دي؛ ښوونځي او جوماتونه د چاودنو له وېرې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او خلک د شپې له ډزو او چاودنو څخه په خوندي چاپېریال کې ارام خوب کوي.
دا یوازې یوه ادعا یا تش شعار نه دی؛ بلکې هغه واقعیت دی چې هر افغان وګړی او هر هغه څوک چې په دې خاوره کې ژوند کوي، هره ورځ یې په خپل ورځني ژوند کې لمسوي. هر څوک چې پرون افغانستان له ننني افغانستان سره پرتله کړي، د دواړو ترمنځ توپیر به ورته د ورځې په څېر روښانه شي. سره له دې، ځینې مغرضې او دښمنې رسنۍ او د هغو ډلو پاتې شوني چې بقا او ګټې یې په ګډوډۍ او ناامنۍ پورې تړلې وې، لا هم هڅه کوي چې د دروغو په خپرولو، د وړو پېښو په لویولو او د واقعیتونو په تحریفولو سره د افغانستان د امنیتي وضعیت انځور له حقیقت څخه بل ډول وړاندې کړي. هغه رسنۍ چې یوه ورځ یې د افغانانو له وینو سرلیکونه جوړول، نن د بحران د نشتوالي له امله اندېښمنې دي.
هغوی هره کوچنۍ پېښه له مبالغې او شور سره خپروي؛ کله ناکله پېښې له ځانه جوړوي او کله هم د فرمایشي تحلیلونو له لارې د افغانستان د دوامداره امنیت د انکار هڅه کوي. خو دا ټولې هڅې د روښانه واقعیتونو پر وړاندې رنګ بایلي؛ ځکه امنیت هغه حقیقت نه دی چې د دښمن په قلم او ژبه دې له منځه یووړل شي.
امنیت باید د ښارونو او کلیو په کوڅو کې ولیدل شي؛ د غوړېدلو بازارونو په شور او ګڼهګوڼه کې؛ د ښوونځیو او جوماتونو په پرانیستو دروازو کې او د هغو خلکو په ارامو شپو کې چې له ډزو او چاودنو پرته سر پر بالښت ږدي. امنیت باید هلته ولټول شي، نه د هغو مغرضو رسنیو په لیکنو او سرلیکونو کې چې حقیقت یې له وړاندې د خپلو سیاسي موخو قرباني کړی دی.
اسلامي امارت په وار وار په څرګندو ټکو ویلي دي، چې زموږ سره کرښه د ملت امنیت دی. هېڅ اخلالګرې ډلې ته، هر نوم او هره نښه چې ولري، اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه واخلي. دا پرېکنده دریځ یوازې یوه ادعا نه ده؛ بلکې هغه تګلاره ده چې په عملي ډګر کې یې ثبوت وړاندې شوی دی. هغه امنیت چې نن افغانستان ترې برخمن دی، د یوه داسې نظام د تدبیر، قربانۍ او بیدارۍ پایله ده چې په عمل کې یې وښوده؛ د هېواد امنیت د پردیو له مرستې او ملاتړ پرته هم تأمینېدای شي.
نننی امنیت یوازې د یوه نظام د بریا نښه نه ده؛ بلکې د هغه حقیقت ژوندی ثبوت دی چې د اوږدې جګړې او ناامنۍ له دورې وروسته افغانستان کولای شي د ثبات او ارامۍ پر لور خپل ګامونه واخلي. په دې هېواد کې اوسنی امنیت د ټولو هغو کسانو لپاره تر ټولو ستر ځواب دی چې هڅه کوي د تورونو، تبلیغاتو او شبهاتو تر پردې لاندې روښانه حقیقت پټ کړي؛ هغه حقیقت چې هره ورځ د دې خاورې د خلکو په ارامو څېرو، خوندي تګ راتګ او عادي ژوند کې انعکاس مومي.













































