د غربيانو بل هدف د داعش په واسطه د اسلامي فکر بدنامول او د مسلمانانو ترمنځ یې منفور کول وو. دا چې د امپریالیزم، ډیموکراسۍ او سیکولریزم له نظامونو څخه مسلمان ځوانان سخت ستړي شوي وو او نور یې په فکري لحاظ نه غوښتل چې د دې طاغوتي نظامونو تر سیوري لاندې ژوند وکړي، د مسلمانانو اکثریت اسلامي فکر ته میلان کړی و.
ښه مثال یې په مصر کې د اخوان المسلمین د رایو په واسطه واک ته رسېدل وو. اوپه ترکیې غوندې یوه سیکولر هېواد کې هم اسلامي فکر یو ځل بیا د نویو ځوانانو ترمنځ په چټکۍ سره د ودې په حال کې و. د داعش اعمالو او کړنو د دې فکر وده ډېره سخته ورو کړه او داسې حالت ته یې ورسوله چې د اکثریت اسلامپالو داعیه یې کمزورې کړه او سیکولرانو ته یې د اسلامي فکر پر ضد ډېر خام مواد په لاس ورکړل.
د داعش له ظهور سره په اسلامي نړۍ کې یوه له خطرناکو پایلو څخه دا وه چې د اسلام د ځینو مهمو مفاهیمو نومونه د خلکو په ذهنونو کې له ظلم، وحشت او افراط سره وتړل شول. داعش د اسلام، جهاد، قتال، خلافت او شریعت په څېر اسلامي اصطلاحات په خپلو تبلیغاتو کې ډېر استعمال کړل او د هغو تر نامه لاندې یې داسې کړنې ترسره کړې چې د اسلام له اخلاقي او شرعي اصولو سره په ښکاره ټکر کې وې.
د داعش تر ټولو ستره تبلیغاتي پایله دا وه چې د اسلام د سیاسي او اجتماعي فکر په اړه یې د خلکو ترمنځ شکونه زیات کړل. کله چې یو سازمان د «اسلامي دولت»، «خلافت» او «جهاد» نومونه اخلي، خو ورسره ملکي خلک وژني، بندیان په وحشیانه ډول اعداموي، انسانان په اور سوځوي، د عبادت ځایونه او تاریخي اثار ویجاړوي او د خپلو مخالفینو پر وړاندې بېرحمانه چلند کوي، طبیعي ده چې ناپوهه او کممطالعې انسانان د دغو کړنو او د اسلام د اصلي تعلیماتو ترمنځ توپیر ونه شي کولای.
کله چې داعش د جهاد او اسلامي فکر په نوم د بېګناه خلکو وژنې او وحشیانه کړنې ترسره کړې، د جهاد او اسلامي فکر د اصلي مفهوم او د داعش د کړنو ترمنځ یې د خلکو په ذهنونو کې قصدي ګډوډي رامنځته کړه. هغه مفهوم چې په اسلامي شریعت کې خپل شرایط، حدود او اخلاقي اصول لري، د داعش په تبلیغاتو کې د بېحده تاوتریخوالي له تصویر سره وتړل شو.
د اسلامي نړۍ ځوانانو چې د داعش رفتار او کړنې ولیدې، اکثریت یې فکر وکړ چې همدا اسلامي نظام دی چې پرته له وژنو، ظلم او بربریت څخه نور هېڅ نه لري. داعش په خپل ټول وخت کې یوه ورځ هم د عفوې او ترحم تمثیل ونه کړ او نه یې هم د مسلمانانو د ابادۍ او پرمختګ خبره وکړه. د داعش ټول تبلیغات او عملي کړنې یوازې په ظلم او سختو الفاظو ولاړې وې.
نو ځکه، د مسلمانانو اکثریت ځوانانو له اسلامي فکر څخه مخ واړاوه. د داعش کړنو مسلمانان ذهناً دې ته آماده کړل چې اسلامپال او اسلامي فکر د غربيانو په وړاندې ملامت دي، او که غربيان اسلامي فکر او اسلامپال ځپي، دا د دوی حق دی؛ ځکه دا فکر ټولې نړۍ ته خطر دی. هماغه وو چې غرب په پراخه لاس د ټولو اسلامپالو پر وړاندې خپلو ظلمونو ته ادامه ورکړه.










































