له دې امله چې د الله تعالی په نزد دیني عالمان د لوړو درجو او مقامونو خاوندان دي، په اسلامي ټولنه کې هم هغوی ته په درنه سترګه کتل کېږي او د دین د پېژندنې او تعارف بنسټیزه مرجع بلل کېږي. خلک د دیني احکامو، عقایدو او عملي لارښوونو په برخه کې تر ډېره د علماوو فتاوو او ارشاداتو ته مراجعه کوي او خپل دیني ژوند د هغوی د لارښوونو پر بنسټ تنظیموي.
خو کله چې ځینې عالمان د خپل اصلي رسالت پر ځای د دربار رضایت، شخصي ګټو، دنیاوي امتیازاتو او مصلحتونو ته لومړیتوب ورکړي، نو په تدریجي ډول د ټولنې باور پرې کمېږي او په پایله کې د علماوو د اعتبار او مطرحوالي بحران رامنځته کېږي. له همدې امله اړینه ده چې هغه اساسي لاملونه وپېژندل شي چې دغه حالت یې رامنځته کړی، تر څو د اصلاح لپاره عملي ګامونه پورته شي. لاندې څو مهمو ټکو ته اشاره کوو:
۱- د الهي رضایت پر ځای د خلکو رضایت ته لومړیتوب ورکول:
د علماوو اساسي رسالت دا دی چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره حق بیان کړي او د دین پیغام بې له تحریفه خلکو ته ورسوي. خو کله ناکله ځینې عالمان د شخصي ګټو، ټولنیزو فشارونو یا سیاسي مصلحتونو له امله د خلکو رضایت ته د الله تعالی پر رضایت لومړیتوب ورکوي. دا ډول چلند نه یوازې د علماوو د رسالت له روحیې سره په ټکر کې دی، بلکې په ټولنه کې د هغوی پر اعتبار هم منفي اغېزه کوي.
د حدیث شریف مفهوم دی: هغه څوک چې د الله تعالی په نارضایت کې د خلکو رضایت لټوي، نه به الله ترې راضي شي او نه خلک.
له همدې امله د علماوو لپاره لازمه ده چې د حق د بیان په برخه کې ثبات، صداقت او تقوا خپل بنسټیز اصل وګرځوي.
۲- له ټولنې څخه انزوا او ټولنیز واټن:
له ټولنې څخه ځان ګوښه کول او یوازې په تدریسي چاپېریال کې محدود پاتې کېدل د علماوو او عوامو تر منځ د واټن د زیاتېدو یو مهم لامل ګرځي. که څه هم علمي مصروفیتونه مهم دي، خو د ټولنې له واقعي حالاتو، فکري ستونزو او ټولنیزو ننګونو څخه بې خبري د علماوو د اغېز د کمېدو سبب کېږي. له خلکو سره تعامل او اختلاط په دې معنا نه دی چې علماء دې خپل وقار او ديني مسئولیت پرېږدي، بلکې موخه دا ده چې د ټولنې له واقعیتونو سره نږدې آشنا شي او د خلکو ستونزې له نږدې درک کړي. که عالمان له ټولنې څخه لرې پاتې شي، نو د هغې اصلاح به څنګه ترسره شي؟
عبدالهادي مجاهد په خپل کتاب «مدرسه او مبارزه» کې لیکي: “د مدارسو په نصاب کې د علمي جمود تر څنګ متأسفانه په رواني لحاظ یو داسې انزوایي حالت حاکم دی چې استاد او طالب دواړه هڅه کوي چې تر ډېر حده له ټولنې گوښي او وخت یې یوازې د کتاب له تدریس او زدکړې سره تېر شي او له هغو فکري، سیاسي، اجتماعي او اخلاقي حالاتو او مشکلاتو چې ټولنه ترې کړېږي، ځان په دغه دلیل لیرې وساتي چې کتاب ته ښه فارغ شي. د داسې انزوایي وضعیت په نتیجه کې خبره دغه ځای ته ورسېږي چې د ټولنې قیادت ته نور خلک راوړاندې شي او پر وضعیت داسې مسلط شي چې دیني علماء د محکومیت او محرومیت په حالت کې واقع شي.”
مدرسه او مبارزه، مخ: ۱۹۳
۳- د واکمنو د دربار تر اغېز لاندې راتلل:
کله چې علماء د حق د بیان پر ځای د واکمنو د رضایت د ترلاسه کولو هڅه وکړي او د هغوی ناسمې تګلارې د دیني توجیهاتو په پوښ کې خلکو ته وړاندې کړي، نو دا کار نه یوازې د علماوو اعتبار ته زیان رسوي بلکې په ټولنه کې د علماوو د نفوذ کمېدو او د ټولنې د فکري انحراف لامل هم ګرځي. د اکبر پاچا کیسه مشهوره ده. هغه په اصل کې ښه انسان و او دربار یې تل له علماوو ډک و، خو کله چې هغوی د حق ویلو پر ځای واکمن ته د نږدې کېدو او له هغه څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو ته مخه کړه، د یوې لویې جغرافیې د واکمن د بېلارېتوب لامل شول.
وروسته بیا د یو متدین او مخلص عالم مجدد الف ثاني رحمه الله تعالی هڅو د الله تعالی په مرسته لوی امت له دې کړاو څخه را وګرځاوه؛ که نه نو هندوستان به هم د اندلس په برخلیک اخته شوی وای.
۴- علمي ضعف او د علمي معیارونو ټیټوالی:
د علماوو پر اوږو ډېر ستر مسئولیت پروت دی. د عقیدې، اخلاقو، فقهي احکامو، ټولنیزو معاملو او شخړو د حل په برخه کې د ټولنې ډېری مسئولیتونه د هغوی پر غاړه دي. د دې ستر رسالت د ادا کولو لپاره پراخه علمي وړتیا، ژوره مطالعه او هر اړخیزه فکري تیاري اړینه ده.
که چیرې د علم د تحصیل موخه یوازې د سند ترلاسه کول وي او علمي معیارونه کمزوري شي، نو دا د علماوو د اعتبار د کمښت او د امت د فکري کمزورۍ سبب ګرځي.
دکتور علي صلابي په « عثماني خلافت» کتای کې وایي: د عثماني خلافت په وروستیو وختونو کې د ضعف یو لامل دا هم و چې هغوی به هر چا ته له وړتیا پرته په ډېرې اسانۍ اسناد ور کول، تر دې چې که یو شاگرد به ابتدایي څو کتابونه ولوستل دوی به پوره اسناد ور کول او ډېر ځله به کلیوالو خلکو یوازې د لیکونو او خطونو په ذریعه اسناد تر لاسه کول، استاد به یې په قاهره کې ناست و او په مکه مکرمه کې به یې د شاګرد له لیدنې پرته اسناد ور کول.
دې اسانۍ مسلمانان د علم له حصول غافله کړل او په سم ډول یې علم نه تر لاسه کاوه. په علمي ډگر کې د سند په سم ډول ور کول یو مهم ارزښت لري او په ناسم ډول د سند په ور کړې سره په علومو کې د کمزورۍ لامل گرځي، ځکه له علم څخه د ډېرو خلکو موخه یوازې د هغو اسنادو اخیستل گرځي چې یوازې پر کاغذ لیکل شوي وي او د علم په زدکړه پورې کوم تړاو نه لري.
عثماني خلافت، مخ: ۵۹۸










































