له وخت په سمه ګټه اخیستنه او له فرصتونو څخه په استفادې کې اعتدال
یوه بله له هغو مهمو برخو څخه چې اسلام پکې خپلو پیروانو ته د اعتدال او منځلاریتوب لارښوونه کړې، د وخت سم مدیریت او د ژوند له فرصتونو څخه سمه ګټه اخیستنه ده. وخت د الله تعالی جلجلاله له لوري انسان ته له ورکړل شویو تر ټولو ارزښتمنو نعمتونو څخه دی؛ داسې نعمت چې یو ځل له لاسه ووځي، بیا هېڅکله نه راګرځي. له همدې امله، اسلامي شریعت مسلمانان د وخت سمې ګټې اخیستنې او په دې برخه کې له هر ډول افراط او تفریط څخه ځان ساتلو ته رابولي.
له بده مرغه، نن سبا ځینې خلک د دنیا په چارو او د مال په ګټلو کې دومره ډوب وي چې له عبادت، کورنۍ، زده کړو او نورو مسؤولیتونو څخه غافل شي. په مقابل کې، ځینې نور بیا په ځینو ځانګړو چارو کې دومره بوخت وي چې د ژوند له اړینو اړتیاوو او خپلو ټولنیزو مسؤولیتونو څخه پاتې راشي. اسلام له دغو دواړو لارو هېڅ یوه نه خوښوي؛ بلکې مسلمانان د ژوند د ټولو مسؤولیتونو ترمنځ د توازن او اعتدال ساتلو ته رابولي.
الله تعالی جلجلاله په عصر او وخت قسم یادوي او فرمایي: ﴿وَالْعَصْرِ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ﴾ (سورة العصر)
الله تعالی جلجلاله په هغه څه قسم یادوي چې ستر ارزښت او لوړ مقام ولري؛ له همدې امله یې په وخت قسم یاد کړی دی.
د دې مبارکې سورې خلاصه دا ده چې د انسان اصلي پانګه د هغه عمر او وخت دی او رښتینې بریا هغه مهال ترلاسه کېږي چې دا پانګه د ایمان، نېکو عملونو او د حق د خدمت په لار کې ولګول شي.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هم د وخت د ارزښت په اړه فرمایلي دي: «نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ» (صحیح البخاري: ۶۴۱۲)
«دوه نعمتونه دي چې ډېر خلک پکې تاوانیان دي: روغتیا او فراغت.»
دا حدیث دې حقیقت ته اشاره کوي چې ډېری خلک د شته فرصتونو ارزښت هغه مهال درک کوي چې له لاسه یې ورکړي وي.
له همدې کبله، هوښیار مسلمان هڅه کوي چې د خپل ژوند له هرې شېبې څخه د عبادت، د علم د زده کړې، د خلکو د خدمت، د حلال رزق د ترلاسه کولو او نورو ګټورو کارونو لپاره ګټه واخلي. د وخت څخه په کټه اخیستنه کې اعتدال دا معنا لري چې انسان د عبادت، کار، استراحت، کورنۍ، زده کړو او ټولنیزو اړیکو لپاره مناسبه ونډه او وخت ځانګړی کړي.
له بده مرغه، نن سبا د وخت ضایع کول د ټولنې د ډېرو خلکو له جدي ستونزو څخه ګرځېدلي دي. ډېری کسان د خپل وخت لویه برخه په ځیرکو ټیلیفونونو تېروي او له هغوی څخه ناسمه استفاده کوي او نږدې هېڅوک له دې ناروغۍ څخه خوندي نه دي (إلا ما شاء الله). دې وسیلې د عبادت، د قرآن عظیمالشان د تلاوت، ذکر، صله رحمۍ او نورو ګټورو چارو وخت نیولی او د وخت د ضایع کېدو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.
نو لکه څنګه چې په ساعتېریو کې افراط او د وخت ضایع کول زیانمن دي، همدارنګه نفس له استراحت او طبیعي اړتیاوو څخه محرومول هم د اسلامي اعتدال له روحیې سره سمون نه لري. هغه ټولنه چې وګړي یې د وخت ارزښت وپېژني او خپل فرصتونه د الله تعالی جلجلاله د رضا لپاره په سمه توګه وکاروي، د نېکمرغۍ، سوکالۍ، پرمختګ، آبادۍ او ودې پر لور به ګامونه واخلي. برعکس، د وخت ضایع کول او له عبادت او فرصتونو څخه غفلت د الله تعالی جلجلاله د ناخوښۍ او د فرد او ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي.
له همدې امله، د اسلام سپېڅلی شریعت له خپلو پیروانو غواړي چې خپل عمر یوه ارزښتمنه پانګه وبولي او په اعتدال، نظم او ښې برنامې سره ترې ګټه واخلي؛ ځکه انسان به د قیامت په ورځ د خپل عمر او ځوانۍ په اړه هم پوښتل کېږي او نیکمرغه دي هغه کسان چې دا قیمتي پانګه یې د الله تعالی جلجلاله د رضا په لار کې لګولې وي.










































