بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله!
ویل کېږي چې د ایران د انقلاب د بریا راز دا و چې د هغوی فکر یو و او ټول د یوې مفکورې خاوندان وو؛ له همدې امله بریالي شول. خو په پاکستان کې، له یوې خوا، د فکري یووالي نشتون یوه ستونزه وه او له بلې خوا، د هند تر وېش وروسته واک د پردیو لاسونو ته ولوېد؛ له همدې امله موږ تر نن ورځې د شریعت په پلي کولو کې پاتې راغلي یو.
ځینو کسانو پر دې موضوع بحث کړی، خو دا چې زما نظر تر یوه بریده له هغوی سره توپیر درلود، نو ومې غوښتل چې خپل نظر هم څرګند کړم. په دې موضوع کې بحث یوازې پر دې نه راڅرخي چې په پاکستان کې تر نن ورځې ولې شریعت نه دی پلی شوی، بلکې یو شمېر نور بحثونه هم ورسره تړلي دي؛ لکه: اوسنی قانون، د هغه د اصلاح لپاره د ولسواکۍ د لارې غوره کول، او دا لازمي ګڼل چې په هېواد کې د شریعت د پلي کېدو مبارزه باید یوازې د عدمِ تشدد او سولهییزو لارو ترسره شي، او داسې نور.
اوسمهال به په خپل بحث کې یوازې پر دې ټکي تمرکز وکړو چې هغه کوم بنسټیز لاملونه دي چې له امله یې موږ تر نن ورځې د شریعت په پلي کولو کې له ناکامۍ سره مخ یو.
لومړی لامل: د هدف نه روښانتیا
ویل کېږي چې په ایران کې د بریا یو لامل دا و چې هلته ټول خلک د یوې مفکورې خاوندان وو، خو دلته زموږ په خوځښت کې د بېلابېلو فکرونو خلک شامل دي؛ له همدې امله دلته فکري یووالی نه و رامنځته شوی. خو زما په اند، دلته اصلًا هېچا موخه په سمه توګه نه ده درک کړې.
موضوع داسې وه چې د ۱۸۵۷ز کال د خپلواکۍ په جګړه کې، چې له ماتې سره مخ شوه، هندوان او مسلمانان په یوه لیکه کې ولاړ وو. د هغوی موخه دا وه چې له انګرېزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړي او د هندوانو او مسلمانانو ګډ حکومت جوړ کړي؛ خو د اسلامي نظام ټینګول د هغوی موخه نه وه.
د شیخ الهند رحمه الله د غورځنګ موخه هم د اسلامي نظام ټینګول نه وو، بلکې اصلي موخه یې له انګرېزانو څخه خلاصون و. له همدې امله د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ اتفاق موجود و او دواړو یوه ګډه مفکوره لرله، چې له انګرېزانو څخه باید خپلواکي ترلاسه شي. خو د هند د وېش پر مهال مسلمانانو ته دا ذهنیت ورکړل شو چې هغوی ته باید یو جلا دولت جوړ شي، او بس. په دې پړاو کې له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ پر ځای له هندوانو څخه پر بېلېدو او آزادۍ ډېر ټینګار وشو؛ حال دا چې همدغه هندوان په تېره د خپلواکۍ جګړه کې زموږ ملګري او شریکان وو.
دا ځل انګرېزانو د Divide and Rule، یعنې «ووېشه او حکومت وکړه»، د اصل له مخې د دواړو قومونو ګډ ځواک سره ووېشه او بیا یې د خپلې مفکورې او تګلارې له مخې پر هغوی حکومت پیل کړ. د هند د وېش پر مهال مسلمانانو ته تر دې حده وویل شول چې موږ یوه جلا دولت ته اړتیا لرو. له دې سره په څو لنډو او مبهمو جملو کې دا هم ورته وویل شول چې د نوي هېواد اساسي قانون به قرآن او حدیث وي.
ولس چې دا خبره واورېده او په دې خوځښت کې یې اسلامي رنګ ولید، نو قربانۍ ورکول یې پیل کړل. حال دا چې د پردې تر شا، د قائد اعظم په ګډون، یو شمېر نور مشران هم د انګرېزانو د پلان برخه ګرځېدلي وو. په دې توګه هغوی د یوه سنجول شوي پلان له مخې کارول کېدل؛ ځکه د هند وېش په حقیقت کې د انګرېزانو د فکر او ستراتیژۍ زېږنده وه او زموږ مشرانو د همدې تګلارې استازیتوب کاوه. حال دا چې موږ له هندوانو سره کومه داسې ستونزه نه لرله؛ نو بیا مو ولې د یوه جلا هېواد د جوړولو فکر وکړ؟ هغه اساسي کار، یعنې په ګډه د انګرېزانو شړل، مو ولې هېر کړل؟
که د یوه جلا هېواد د جوړولو موخه هم دا وه چې له انګرېزانو څخه خلاصون ومومو، نو د هند تر وېش وروسته مو ولې یو انګرېز د خپل پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکه؟
که موږ له انګرېزانو او د هغوی له ظلمونو څخه تنګ شوي وو، نو بیا مو ولې د همدغو انګرېزانو روزل شوی پوځ پر ځان واکمن کړ؟ حال دا چې انګرېزانو د همدې پوځ په وسیله جګړې کولې، او د عثماني خلافت په نسکورولو کې هم انګرېزانو او د هغوی روزل شوي پوځ مهم رول درلود.
نو بالاخره څه لامل و چې دغه انګرېزپال پوځ ته واک وسپارل شو؟ نه یوازې دا، بلکې یو انګرېز د پوځ لوی درستیز وټاکل شو او پوځ هم د هماغه انګرېز تر سرپرستۍ لاندې ورکړل شو؟
ایا موږ له همدغه انګرېز څخه تنګ شوي نه وو؟
ایا همدغه انګرېز زموږ قاتل نه و؟
ایا مسلمانانو او هندوانو د همدغه انګرېز پر وړاندې په ګډه جګړه نه وه کړې؟
نو همدغه انګرېز څنګه زموږ خواخوږی شو؟
موږ دغه قاتل انګرېز څنګه خپل خواخوږی ومانه او څنګه مو د خپل خیر غوښتونکی وګاڼه؟
دې ته ورته سلګونه پوښتنې شته چې له دې پرته بل ځواب نه لري چې زموږ دغه وېش د انګرېزانو خپله غوښتنه وه. که څه هم د دې وېش موخه مسلمانانو ته داسې ښوول شوې وه چې هغوی ته به یو جلا هېواد ورکړل شي چې اساسي قانون به یې قرآن او حدیث وي؛ خو حقیقت دا و چې انګرېزانو غوښتل د هند ځواک په دې وسیله ووېشي؛ ځکه د هندوانو او مسلمانانو ګډو اقداماتو انګرېزانو ته سخت زیانونه اړولي وو او هغوی د دواړو ولسونو په یووالي کې خپل راتلونکی له ګواښ سره مخ لیده.
حقیقت دا دی چې وېش د انګرېزانو اړتیا وه. هغوی په دې وسیله د هند د نیمي وچي ځواک مات کړ او د دواړو ملتونو ترمنځ یې د دښمنۍ داسې دېوال ودراوه چې موږ یې تر نن ورځې پر حقیقت پوه نه شوو. کله چې حقیقت دا وي چې د دې وېش په وسیله موږ تېر ایستل شوي وو او د وېش بهیر زموږ په واک او اختیار کې نه و، نو بیا به مو د شریعت د پلي کېدو غوښتنه څنګه او له چا څخه کړې وای؟ په داسې حال کې چې مشري او واک د پردیو په لاس کې وو.
په دې صورت کې به موږ د شریعت د نه پلي کېدو لاملونه څنګه ولټوو؟ او کله چې د شریعت پلي کول زموږ د دې هڅې اصلي موخه نه وه، نو په دې برخه کې د ناکامۍ پوښتنه اصلًا نه پیدا کېږي. د اسلام او شریعت په اړه چې کوم زړهراښکونکي شعارونه ورکول کېدل، هغه یوازې د مسلمانانو د ډاډ او تسلۍ لپاره وو، څو هغوی دغه وېش اسلامي انقلاب او ديني خپلواکي وګڼي او چوپ پاتې شي.
بیا څه وشول؟ کله چې قائد اعظم د دې هېواد لومړی وزیر هم شو او د پاکستان د مسلمانانو هغه خوب پوره شو چې له ډېرې مودې یې ورته انتظار کاوه. خو واک لا هم د پردیو په لاس کې و. یو انګرېز د پوځ لوی درستیز وټاکل شو، د ټول هېواد څارنه او واک هماغه ته وسپارل شو او نورې مهمې دندې هم هغو کسانو ته ورکړل شوې چې د انګرېزانو له غوښتنو سره برابر وو. وروسته داسې پېښه شوه چې کشمیر ته د پوځ د لېږلو اړتیا رامنځته شوه. قائد اعظم امر وکړ چې پوځ دې کشمیر ته واستول شي، خو واک یې چېرته درلود؟ د پوځ لوی درستیز یې له امر څخه انکار وکړ او قائد اعظم یې پر وړاندې هېڅ هم ونه شوای کړای. له دې څخه څرګنده شوه چې که څه هم بابا د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و، خو واک او اختیارات لا هم نه وو ورکړل شوي؛ بلکې اختیارات د پوځ په لاس کې وو او پوځ د هماغه انګرېز تر واک لاندې و. که تاسو دې حالت ته ښه ځیر شئ، نو حیران به شئ!
تر هغه وروسته هم څو تنه داسې لوی درستیزان راغلل چې پخوا یې په شاهي هندي پوځ «Royal Indian Army» کې دندې ترسره کړې وې. هغوی د واک واګې په لاس کې لرلې او اختیارات هم همدوی ته سپارل شوي وو. هغوی انګرېزپال وو، نه له انګرېزانو څخه کرکجن؛ حال دا چې ویل کېدل د جلا هېواد د ترلاسه کولو لامل له انګرېزانو څخه بېزاري وه. خو لوړ او اصلي واک هېڅکله د مسلمانانو حقیقي استازو ته ونه رسېد؛ بلکې پرلهپسې د انګرېزپالو په لاس کې پاتې شو. د هېواد په لومړیو کلونو کې خو قضایي پرېکړې هم په بشپړه توګه د انګرېزي قانون له مخې کېدې. په دې مانا چې دا آن تش په نامه اسلامي جمهوریت هم نه و، بلکې سوچه انګرېزي قانون پکې واکمن و.
په دې توګه زموږ واکمنان پردي شول، نظام هم د پردیو و، خو هېواد مسلمانانو د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره ترلاسه کړی و؛ څومره عجیبه فلسفه ده!
د دې بېلګه داسې درک کړئ: که له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته، د دغه هېواد واک د اشرف غني پوځ ته سپارل شوی وای، چې د امریکا له لوري روزل شوی و، نو ایا چا به دا پوښتنه کوله چې په افغانستان کې جهاد هم وشو او امریکا هم ووتله؛ نو بیا اسلامي نظام ولې پلی نه شو؟ هېڅکله نه! ځکه د انګرېز او د هغه د روزل شوي پوځ په کردار کې بالاخره څه توپیر دی؟ که انګرېزان په خپله نه وي، نو لاسپوڅي او وسایل یې خو شته؛ له همدې امله یوازې د څېرو په بدلېدو هېڅ نه بدلېږي.
پاتې دا خبره خو نږدې مسلمه ګڼل کېږي چې د قائد اعظم مړینه مرموزه وه؛ یعنې هغه ته زهر ورکړل شوي وو. تر هغه وروسته لیاقت علي خان ووژل شو، قاتل یې هم سمدستي ووژل شو، د هغه له وکیل سره موجود د قضیې مهم اسناد ورک شول او قضیه تر نن ورځې حل نه شوه. خامخا کومه خبره وه چې دا هر څه وشول! دا تصادفي پېښې نه وې، بلکې له مخکې جوړ شوي پلانونه وو چې د پردې تر شا عملي کېدل. لامل یې دا و چې واک زموږ په لاس کې نه و، بلکې موږ د پردیو له خوا وکارول شوو.
(یوه ضمني خبره دا ده چې د ایران انقلاب ځکه بریالی شو چې په هغوی کې ځینې بنسټیزې ځانګړنې موجودې وې: لومړی، د لیکو یووالی؛ دویم، فکري یووالی؛ او درېیم دا چې هېڅ بهرنی ځواک یې پر وړاندې خنډ نه و. که کوم سازمان یا خوځښت تر یوه بیرغ لاندې، په یوه فکر او د یوې موخې لپاره کار وکړي، نو یوه ورځ به حتمي خپلې موخې ته ورسېږي.
په نږدې تاریخ کې یې بېلګه په افغانستان کې د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله اسلامي خوځښت دی؛ هغوی تر یوه بیرغ لاندې د یوې موخې لپاره راپورته شول او په لومړي پړاو کې کوم بهرنی ځواک یې پر وړاندې خنډ نه شو، نو بریالي شول. خو زموږ په هېواد کې نه فکري یووالی موجود و؛ ځکه ځینې د هند د وېش پلویان وو او ځینې له دې فکر سره موافق نه وو. آن د وېش د پلویانو مشري هم د پردیو استازو کوله. نه د لیکو یووالی موجود و، بلکې ګڼ ګوندونه وو. او بهرنی ځواک به څنګه خنډ ګرځېدلی وای، حال دا چې اجنډا او واک دواړه د پردیو وو؟ نو له ناکامۍ پرته به بل څه ترلاسه شوي وای؟)
د خبرې لنډیز:
د ناکامۍ لامل دا نه و چې موږ د بېلابېلو فکرونو خلک وو؛ بلکې حقیقت دا دی چې د هند د وېش موخه اصلًا هغه نه وه چې موږ یې نن ګڼو او بیا یې د ناکامۍ پر لاملونو فکر کوو. اصلي موخه بل څه وه، خو شعارونه بل ډول ورکول کېدل. ولس یو و، خو واک د بل چا په لاس کې و؛ له همدې امله موږ د هند د وېش پر حقیقي موخه پوه نه شوو.
دویم لامل: د ولسواکۍ د لارې ناکامي
زموږ اکابرو د اساسي قانون د اصلاح لپاره پراخې او جدي هڅې کړې دي؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا دا هڅې په رښتیا د شریعت د پلي کېدو لپاره دي؟ ایا موږ د دې لارې د اسلامي نظام په ټینګولو کې بریالي کېدای شو؟ او ایا په دې وسیله د خپل تېر وخت نیمګړتیاوې جبرانولای شو؟
ایا یوازې د اساسي قانون په اصلاح کولو سره اسلامي نظام هم پلی کېږي؟
حال دا چې د واک واګې د هغو کسانو په لاس کې دي چې د انګرېزانو له خوا روزل شوي او د هغوی په اشارو عمل کوي. ایا د هېواد چارې په رښتیا د پارلمان په لاس کې دي؟ په داسې حال کې چې د همدې ډګر مخکښ، مولانا فضل الرحمن صاحب، وایي چې پارلمان اوس د اسټېبلشمنټ وینځه ګرځېدلې ده. نوموړي په یوه بلې مرکې کې ویلي چې زموږ لپاره قانوني طرحې له بهر څخه راځي او زموږ په هېواد کې داسې کسان شته چې د لوېدیځ استازیتوب کوي.
له دې سره مولانا فضل الرحمن صاحب په یوه وینا کې دا هم ویلي دي:
«خلک د اسلام د برلاسۍ خبره کوي، خو زه وایم چې دا هغه وخت نه دی چې موږ د برلاسۍ خبره وکړو؛ بلکې موږ اوس د اسلام د دفاع خبره کوو.»
له دې څخه څرګندېږي چې د دې لارې د شریعت پلي کول ناشوني دي. نو بیا به موږ ولې نه ناهیلي کېږو؟ څنګه به خپله مبارزه په همدې بڼه روانه وساتو او ولې به یې لا پراخه کړو؟ بیا به یوازې په دې وینا ځان قانع کړو چې موږ د پایلو مکلف نه یو؟
حال دا چې دا خبره هلته سمه ده چې غوره شوې لاره په شریعت کې مأمورٌ بها وي؛ یعنې شرعاً پرې د تګ امر شوی وي، او یوازې پر هغې لارې تلل هم د الله تعالی د حکم عملي کول ګڼل کېږي. په داسې حالت کې، که پایله ترلاسه شي او که نه، لږ تر لږه زموږ ټول ژوند پر همدې لاره د الله تعالی په عبادت کې شمېرل کېږي. خو که فکر وکړو، دا د ولسواکۍ لاره ده چې په هېڅ ځای کې پرې شرعي امر نه دی شوی. د شریعت د پلي کولو لپاره دا لاره نه په قرآن کریم کې بیان شوې او نه په حدیثونو کې. نه الله تعالی او نه د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په کوم ځای کې د دې لارې امر کړی دی. په هېڅ ځای کې د رایې په کارولو سره د اسلامي نظام ټینګول ثابت شوي نه دي؛ نو دا لاره د دین برخه ګڼل یوه ستره تېروتنه ده، لکه زموږ د نورو اکابرو نظر هم چې همدا دی. له همدې امله…
مفتي سید مختارالدین شاه صاحب په خپل کتاب اسرار العروج کې د ولسواکۍ په اړه اوږد بحث کړی دی. زه د نوموړي له خبرو څخه څو جملې رااخلم: «خلافت د مسلمانانو پر مشر د دین د اقامې او پلي کولو مسؤولیت ږدي؛ خو جمهوریت نه له الله او رسول سره کوم تړاو لري او نه له دین او اقامۀ دین سره کومه موخه. د جمهوریت دنده د خلکو د غوښتنو پوره کول دي او د هغوی له غوښتنې سره سم قانون جوړولو ته پابنده ده.» (مخ: ۳۹)
«په جمهوري نظام کې د ډېرو رایو د ترلاسه کولو لپاره باید عامه افکار د ځان او خپل ګوند په ګټه برابر کړل شي. د عامه افکارو د خپلولو لپاره اړینه ګڼل کېږي چې حق څرګند نه شي؛ بلکې انسان چې هر ځای ته ځي او له هر ډول خلکو سره مخ کېږي، د هماغوی رنګ خپل کړي، څو د هر فکر او هرې طبقې د خلکو رایې ترلاسه کړي. د دې لازمي پایله دا ده چې د حق او باطل ترمنځ توپیر له منځه ځي او په جمهوري نظام کې د فعالو ګوندونو د غړو په منځ کې دروغ، دروغجن تبلیغات، چاپلوسي، بېایماني او دې ته ورته نور اخلاقي فسادونه وده کوي.»(مخ: ۴۲)
یادونه: دلته یوازې څو پرتلیزې خبرې بیان شوې دي؛ له دې څخه اټکل وکړئ چې جمهوري نظام او لوېدیځه جمهوریت، که دجالیت نه وي، نو بل څه ده؟ بېشکه جمهوریت د اسلام او حق دین پر وړاندې یوه ژوره دسیسه ده.(مخ: ۴۴)
«د پورته یادو شویو حقایقو په رڼا کې څرګندېږي چې له دې شیطاني لارې د اسلام د پلي کېدو تمه لرل بېځایه او عبث کار دی. له همدې امله مسلمانانو ته پکار ده چې دا دجالي او غولوونکی نظام له اسلام سره ونه تړي، بلکې هڅه وکړي چې خپل ټول ژوند پر سوچه اسلامي اصولو ودان کړي.
کوم کسان چې د کومې مجبورۍ له امله په دې نظام کې ګډون کوي، هغوی ته یوازې دومره غوښتنه لرو چې پر دې نظام د اسلام نوم او نښان ونه لګوي او په خپلو ویناوو او کړنو کې داسې څه ونه کړي چې خلک د دې جمهوري اساسي قانون له مخې ترسره کېدونکې ټاکنې د دین کار او د ثواب عمل وګڼي.» (مخ: ۴۵)
له پورته اقتباسونو څخه څرګنده شوه چې په جمهوریت کې فعالیت کول د دین کوم کار نه دی، بلکې یوازې یوه مجبوري ده. نو بیا څنګه ویلای شو چې مه ناهیلي کېږئ، پایلې د الله تعالی په لاس کې دي؛ په داسې حال کې چې موږ اصلًا د دین لاره غوره کړې نه ده؟
بله خبره دا ده چې که پر اساسي قانون کار وشي او بالفرض هغه په بشپړه توګه اسلامي هم وګرځي، بیا هم موخه یوازې د اساسي قانون اسلامي کول نه دي؛ بلکې اصلي موخه د اسلام عملي پلي کول دي. تر دې هم لویه ستونزه دا ده چې د دغه اساسي قانون پلي کول هم زموږ په وس او واک کې نه دي.
که اساسي قانون تر اسلامي کېدو وروسته هم پلی نه شي، نو زموږ اسلام به بیا هم یوازې په څو پاڼو پورې تړلی او محدود پاتې شي؛ لکه اوس چې یوازې تر جومات او مدرسې محدود شوی دی. د قانون پلي کول بیا هم د هغو کسانو په لاس کې دي چې خپله ورته پابند نه دي. په اساسي قانون کې اوس دا بدلون راغلی چې د سود مخه به نیول کېږي؛ خو لومړی خو دا یوازې یوه ژمنه ده او تر دې زیاته حیثیت نه لري. شیخ الاسلام صاحب هم د دورې په درس کې ویلي وو چې پر دې عمل کول خورا ستونزمن دي. لامل یې دا دی چې د دې قانون پلي کوونکي خپله په سودي کاروبارونو کې ښکېل دي او دومره امانتدار نه دي.
تر دې وړاندې د غور وړ خبره دا ده چې پوځ، چې د پاکستان اصلي واکمن دی، په اساسي قانون کې د خپلې خوښې بدلونونه د پردې تر شا له پارلمان پرته هم راوستلای شي، یا یې پر پارلمان په زور تصویبولای شي؛ بیا هغه بدلونونه عملي هم شي، لکه په دې وروستیو کې چې ځینې بدلونونه راوستل شول. نن ویل کېږي چې اسلام له همدې لارې راتلای شي او د قادیانیانو پر ضد تصویب شوی قانون یې د بېلګې په توګه وړاندې کېږي. په دې اړه باید وویل شي چې د قادیانیانو قانون، الحمد لله، تصویب شو؛ خو اوس یې تلپاتې ساتنې او دفاع ته اړتیا ده، ځکه د هغه د لغوه کولو یا تعدیل هڅې هم روانې دي.
دا څنګه واکمنان او څنګه مسلمانان دي؟ نه د اساسي قانون درناوی کوي او نه د اسلام. اوس هم په پوځ کې قادیانیان ګومارل کېږي، حال دا چې د هغوی حکم د وژلو و؛ ځکه هغوی مرتد شوي وو. که اسلام یې مانه، نو باید پر خپل وخت یې وژلي وای؛ اسلامي حکم خو همدا و، خو په هر حال!
درېیم لامل: فردي اعمال ټولنیز نظام ګڼل
ویل کېږي چې زموږ علماوو د مدرسو له لارې د دین ساتنه کړې ده، چې پایله یې دا ده چې نن په پاکستان کې جوماتونه آباد دي. تر دې ځایه دا خبره سمه ده چې زموږ علماوو د ولس په منځ کې ډېر خدمتونه کړي دي؛ خو باید پام وشي چې دا خدمتونه له فردي ژوند سره تړاو لري. اسلام لکه څنګه چې د انسان د فردي ژوند لپاره ځانګړی تګلوری لري، همداسې د ټولنیز ژوند لپاره هم یو جلا، بشپړ او خپلواک نظام لري.
دلته بحث د نظام او د شریعت د پلي کېدو دی؛ خو په داسې وخت کې د فردي ژوند د اعمالو بحث راپورته کول موضوع سره ګډوډوي. موږ له اصلي بحث څخه تېښته کوو او په څو جملو ځان ته تسلي ورکوو، حال دا چې د فردي ژوند اعمال له ټولنیز او حکومتي نظام سره مستقیم تړاو نه لري. پر لمانځه خو په امریکا کې هم بندیز نشته، نه پر روژې او نه پر زکات. که بندیز شته، نو هغه د اسلامي نظام پر پلي کولو دی. زموږ فردي اعمال ډېر ښه دي، جوماتونه مو آباد دي او مدرسې مو په خورا منظم ډول فعالیت کوي. د دې ساده مانا دا ده چې زموږ علماء ښه دي؛ هغوی د خپل ولس خدمت کړی او د حکومت دغه مسؤولیت یې هم پر خپله غاړه اخیستی دی؛ خو شرعي حدود او قصاص چېرته دي؟
څلورم لامل: له ازمېښت څخه وېره
ویل کېږي چې په افغانستان کې اسلامي نظام ټینګ شو، اوه کاله پاتې شو او بیا له منځه ولاړ.
که د دې خبرې مطلب دا وي چې موږ اسلامي نظام نه شو ټینګولای، نو تاسو خپله دا منئ چې موږ د پایلو مکلف نه یو.
خو که موخه دا وي چې اسلامي نظام به ټینګ کړو، مګر ساتل به یې ستونزمن وي، نو زه وایم: پرېوتل یوه پېښه او داسې ازمېښت دی چې خامخا راځي؛ خو پروت پاتې کېدل د انسان خپل انتخاب دی.
وګورئ! ملا عمر مجاهد رحمه الله یوه سمه لاره غوره کړه چې پر سوچه اسلامي اصولو ولاړه وه، نو بریالی شو. الله تعالی اسلامي نظام ورکړ او بیا یې یو ځل په ازمېښت کې هم واچاوه؛ خو په هغه ازمېښت کې هم بریالی شو. الحمد لله، نن یو ځل بیا برلاسي دي. نن هغوی د دجالي رسنیو له لوري له بېلابېلو ازمېښتونو سره مخ دي؛ خو د دې لپاره بریالي دي چې د دین لاره یې پرې نه ښوده او نظام یې وساته. اصلي موخه همدا ده چې موږ باید سوچه اسلامي لاره غوره کړو.
تر هغه چې موږ په نړۍ کې یو او د مسلمانۍ دعوه کوو، الله تعالی به مو خامخا ازمېيي. دا خبره ناسمه ده چې د کافرانو د برلاسۍ له امله د اسلامي نظام پلي کول ستونزمن دي. حقیقت دا دی چې له الله تعالی څخه لوی تدبیر کوونکی بل څوک نشته. که هغه حکم وکړي چې اوس یې وخت دی، نو په همدې کې خیر او برکت دی. که افغانستان شل کاله په ازمېښت کې پاتې شو، نو حکومت یې هم منظم شو. الله تعالی منافقان له رښتینو مؤمنانو څخه جلا کړل او حکومت یې د خپلو نېکو بندګانو په لاس کې ورکړ.
که کافران برلاسي وي، نو دفاعي جهاد خو د کمزورو لپاره دی، څو د هغه په وسیله تر ځان ځواکمن دښمن ته ماتې ورکړي؛ لکه څنګه چې په افغانستان کې وشول. لنډه دا چې هېڅ شی ستونزمن نه دی؛ یوازې باید هغه حقیقي لاره غوره کړو چې اسلام راښوولې ده. لکه د غزې او فلسطین اوسني حالات؛ هغوی د اسلام ښوولې لاره غوره کړې ده. اوس که له یهودانو څخه خپلواکي ترلاسه کړي او که یې ترلاسه نه کړي، هغوی خپله بریالي دي او ان شاء الله بریالي به وي.
الله تعالی خپل بندګان ازمېيي او اوس خو د قیامت د رانږدې کېدو زمانه ده. پر اسلام عمل کول داسې دي لکه څوک چې په لاس کې سکروټه نیولې وي؛ خو اصلي موخه دا ده چې اسلامي اصول مو له لاسه ونه وځي. د بریا ژمنه پر همدې لاره په تګ کې ده. د قیامت په ورځ به د پایلې پوښتنه نه کېږي، بلکې د دې پوښتنه به کېږي چې اسلامي اصول مو غوره کړي وو که نه. الله تعالی فرمایي:
﴿وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ﴾
ژباړه: «که تاسو مؤمنان یاست، نو همدا تاسو به برلاسي یاست.»
نو بریالی هماغه څوک دی چې دا لاره غوره کړي، د لوېدیځ له ورکړل شوي نظام څخه ځان خلاص کړي او نور یې په دوکه کې ونه لوېږي. د دې ټولې لیکنې لنډیز په پای کې همدا دی: د شریعت د پلي کولو لاره کانګرس نه، بلکې د شیخ الهند غورځنګ دی. وَآخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.







































