د داعش فکري بنسټونه
۱. تکفیر
د داعش په ایډیالوژۍ کې تکفیر یوازې یوه عقیدوي مسئله نه ده، بلکې د مخالفینو د فزیکي محوه کولو او د دې ډلې د منظم تاوتریخوالي د مشروعیت لپاره په یوې عملي ستراتېژۍ بدل شوی دی. داعش د همدې وسیلې په کارولو سره هڅه کړې چې هر ډول فکري او سیاسي مخالفت مردود وبولي او د دین په نوم د معاصر تاریخ له تر ټولو وحشیانه جنایتونو لاس پورې کړي. هغه څه چې داعش له نورو ډلو جلا کوي، د تکفیر منظمول او هغه په یوه اداري او قضایي میکانیزم بدلول دي؛ داسې میکانیزم چې پکې د تکفیر احکام د حقوقي او فقهي اصولو او ضوابطو له مراعاتولو پرته صادر او عملي کېږي.
داعش د خپلو تکفیري احکامو د پلي کولو لپاره یو شبهدولتي قضایي جوړښت رامنځته کړی و چې «دیوان المظالم» نومېده. دغو ځانجوړو شوو شرعي محکمو به، پرته له دې چې تورن کسان عادلانه محکمې ته وړاندې کړي او یا ورته د دفاع حق ورکړي، د ظاهري او نمایشي دوسیو په جوړولو سره، له هر ډول رښتینې محاکمې پرته د وژلو احکام صادرول. «د اعدام کمېټو» د دغو احکامو د پلي کولو مسؤلیت پر غاړه درلود او زرګونه بېګناه مسلمانان د کمزورو او بېبنسټه پلمو له امله د همدې ځانجوړو ادارو له لوري ووژل شول.
که څه هم دغه قضایي جوړښت په ظاهره د اسلامي قضایي نظام بڼه لرله، خو په عمل کې یې د اسلامي عدالت له اصولو سره هېڅ ډول ورتهوالی نه درلود؛ بلکې یوازې د داعش د جنایتونو د مشروع ښودلو یوه وسیله وه.
د داعش په نزد د تکفیر لمن دومره پراخه وه چې ښایي د اسلام په تاریخ کې هېڅ ډلې تکفیر تر دې کچې نه وي کارولی. داعش په خپله مجله «دابق» کې په څرګنده ویلي وو چې هر څوک د دوی له ځاناعلان شوي خلافت سره بیعت ونه کړي، مرتد او کافر دی او وینه یې حلاله ده. خو د داعش تکفیري چلند یوازې تر دې نه محدودېده. دې ډلې نه یوازې شیعیان «رافضیان» او کافران بلل او د هغوی وژل یې فرض عین ګڼل، بلکې صوفیان یې هم «مشرکان» او «قبرپرستان» ګڼل.
هغه اهل سنت یې هم تکفیرول چې له دوی سره همنظر نه وو؛ د دوی د ځاناعلان شوي خلافت د نه منلو یا له مخالفو دولتونو سره د همکارۍ له امله یې کافران ګڼل او وینه یې روا بلله. ان، نورې جهادي ډلې هم د داعش له تکفیري چلنده خوندي پاتې نه شوې؛ ډېرې یې یوازې له ابوبکر البغدادي سره د بیعت نه کولو له امله مرتدې وبلل شوې. په دې توګه، داعش د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر فکري او سیاسي جریانونه له اسلامه بهر وبلل او ځان یې د دین یوازینی رښتینی استازی معرفي کړ.
د داعش پراخ تکفیر د اسلامي ټولنو لپاره ویجاړونکې پایلې لرلې؛ له مهمو پایلو څخه یې پراخ وینهتویونه او د بېبنسټه پلمو پر بنسټ د زرګونو بېګناه انسانانو وژنه وه. دغو کړنو اسلامي ټولنه له ژورو اختلافاتو او وېش سره مخ کړه او د اسلامي یووالي بنسټونه یې، چې د اسلام له اساسي اصولو څخه دي، سخت زیانمن کړل. له بلې خوا، دغو تکفیري کړنو په نړیواله کچه د اسلام څېره هم زیانمنه کړه او د اسلام مخالفو کړیو ته یې دا پلمه په لاس ورکړه چې اسلام د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د دین په توګه معرفي کړي. همدارنګه، دغو کړنو د ډېرو مسلمانو ځوانانو د غولولو او جذب لپاره زمینه برابره کړه؛ هغوی ته یې د جنت او شهادت ژمنې ورکړې او په پای کې یې د داعش د جنایتونو په وسیلو بدل کړل.
که څه هم داعش د پخوانیو خوارجو له فکري میراثه اغېزمن شوی، خو د داعش او پخوانیو خوارجو د تکفیري تګلارې ترمنځ بنسټیز توپیرونه هم شته. خوارجو به تر ډېره خپل نږدې مخالفین تکفیرول، خو داعش د تکفیر لمن د ټولې اسلامي نړۍ تر کچې وغځوله. خوارجو به ګناهکاران تکفیرول، خو داعش ان هغه کسان هم کافران ګڼل چې هېڅ ګناه یې نه وه کړې؛ یوازې له دې امله چې په موجودو سیاسي نظامونو کې یې ژوند کاوه یا یې له اسلامي دولتونو سره همکاري کوله.
خوارجو به په خپل تکفیر کې تر یوه بریده فقهي اصول مراعاتول، خو داعش د ټولو شرعي او فقهي قواعدو او ضوابطو په له پامه غورځولو سره تکفیر په یوه منظم بهیر بدل کړ. دغه توپیرونه ښيي چې داعش، که څه هم د خوارجو وارث دی، خو په افراطپالنه او تاوتریخوالي کې یې له هغوی هم پښه وړاندې ایښې ده.
په پایله کې، د داعش پراخ او بېضابطه تکفیر نه یوازې د اسلام له بنسټیزو اصولو سره په بشپړ ټکر کې دی، بلکې د دې ډلې تر ټولو ستر فکري او عملي انحراف هم بلل کېږي. دغه انحراف داعش له حقیقي اسلامي ارزښتونو څخه لرې کړی او د رحمت، عدالت او انسانیت پر دین یې د تاوتریخوالي، بېرحمۍ او غیرانسانیت پرده غوړولې ده.











































