د ناوړه دودونو د پرېښودو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی سپارښتنه (لومړۍ برخه)
د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د اصلاحي لارښوونو له اساسي محورونو څخه یو هم د هغو ناوړه دودونو او بدعتونو پر وړاندې مبارزه ده چې د لسیزو په اوږدو کې د افغانستان ټولنیز کلتور ته لار موندلې او پر کورنیو، په ځانګړي ډول پر ټیټعاید لرونکو او بېوزلو خلکو یې دروند بار اچولی دی. نوموړي په ۱۷مه شمېره فرمان کې، چې د «ناسمو ټولنیزو دودونو د مخنیوي» په موخه صادر شوی، په څرګنده د دغو دودونو د له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار کړی او دا یې یوازې یوه سطحي سپارښتنه نه، بلکې د اسلامي نظام د اصلاحي رسالت یوه برخه بللې ده.
په حقیقت کې، دغه فرمان د نظام د رهبرۍ له لوري د ټولنې بېرته اسلامي ساده ژوند ته د راګرځولو او له اسراف او تجملپالنې څخه د مخنیوي په هڅو کې یو مهم پړاو ګڼل کېدای شي؛ ځکه دغه دودونه کله ناکله کورنۍ دې ته اړ باسي چې د واده د مراسمو د ترسره کولو لپاره کلونه کلونه د پورونو تر درانه پېټي لاندې ژوند وکړي او په دې توګه د کورنۍ بنسټونه کمزوري شي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د دغه فرمان موخه «د ځینو ناسمو ټولنیزو دودونو اصلاح او د ښو دودونو پیاوړتیا» بللې ده.
د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی په دې سپارښتنه کې د پام وړ ټکی دا دی چې د ناوړه دودونو پر وړاندې یې مبارزه د منځلارۍ او له اسراف څخه د ډډې کولو پر بنسټ مطرح کړې، نه د تحمیل او جبر له لارې. د دولتي ادارو له لوري په جوړو شویو عامه پوهاوي غونډو کې څرګنده شوې چې اسلام د اعتدال دین دی او زموږ ټولنیز پروګرامونه باید له اسراف، ناروا دودونو، موسیقۍ، د ښځو او نارینهوو له اختلاط او نورو ناپسندو عادتونو څخه پاک وي. دا نه یوازې یوه شرعي دنده ده، بلکې د خلکو مادي او معنوي هوساینه هم ورسره تړلې ده.
له دې څرګندېږي چې د رهبرۍ له نظره، د ناوړه دودونو اصلاح تر هر څه وړاندې عامه پوهاوي او د خلکو په فکر او لیدلوري کې بدلون ته اړتیا لري؛ وروسته باید د علماوو او مسئولینو په همکارۍ په یوه پراخ ټولنیز خوځښت بدله شي. په حقیقت کې، نوموړی ناوړه دودونه یوازې یوه کلتوري مسئله نه، بلکې یوه ټولنیز آفت ګڼي چې که مخه یې ونه نیول شي، ټولنیز پیوستون او د کورنیو بنسټونه کمزوري کولای شي. په لوګر کې د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې یوه سیمهییز مسئول ان خبرداری ورکړی چې د همدې ناوړه دودونو له امله زموږ ګڼ شمېر ځوانان اړ کېږي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي او د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی په ۱۷م فرمان کې د ناوړه دودونو بېلګې په څلورو اساسي برخو کې مشخصې شوې دي. لومړۍ: د واده او کوژدې په برخه کې. د نجونو له رضایت پرته په زور واده کول، درانه او له وسې پورته مهرونه ټاکل، د طویانې او ولور په نوم پیسې اخیستل، د پایوازۍ او شیرینيخورۍ په څېر اضافي مراسم جوړول او همدارنګه په هوټلونو او مجللو تالارونو کې د ودونو مراسم ترسره کول، هغه دودونه دي چې په دغه فرمان کې منع شوي دي. په فرمان کې ټینګار شوی چې د نکاح پر مهال ښځې ته ټاکل شوی مهر د هغې خپل حق دی او هېڅوک یې ترې نه شي اخیستلای. همدارنګه، ښځه د نکاح په مسئله کې د نارینه په څېر خپلواکه ده او په هېڅ صورت د چا ملکیت نه ګرځي.
دویم: د ماتم د مراسمو په برخه کې. د مړي د کورنۍ له لوري په لومړۍ، درېیمه، اوومه او څلوېښتمه ورځ د خوړو برابرول او مېلمستیاوې جوړول هغه دودونه دي چې په ۱۷مه شمېره فرمان کې د جاهلیت د عادتونو او د غمځپلې کورنۍ پر اوږو د اضافي بار په توګه یاد شوي او منع شوي دي. په دغه فرمان کې ټینګار شوی چې د مړي په نیت صدقه ورکول روا دي، خو دا کار باید په یوه ټولنیز مکلفیت بدل نه شي، داسې چې که څوک یې ترسره نه کړي، د خلکو له ملامتۍ سره مخ شي.
درېیم: له حج او عمرې څخه د راستنېدو په برخه کې. د حاجیانو له لوري د لوړو لګښتونو مېلمستیاوې جوړول او قیمتي ډالۍ وېشل هغه دودونه دي چې په دغه فرمان کې ورته شرعي بنسټ نه دی په ګوته شوی او له ترسره کولو څخه یې د ډډې کولو سپارښتنه شوې ده.
څلورم: د دولتي سرچینو د کارونې په برخه کې. په شخصي ودونو او مراسمو کې د دولتي موټرو کارول هم له هغو چارو څخه دي چې په دغه فرمان کې منع شوي دي.
د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی له لوري له دغو دودونو څخه د ډډې کولو ټینګار له تحلیلي پلوه په څو اساسي محورونو کې راټولېدای شي.
لومړی: د کورنیو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه. د افغانستان ډېرې کورنۍ د ودونو او ماتم د مراسمو د درنو لګښتونو له امله پور اخیستلو ته اړ کېږي او دا چاره د بېوزلۍ او اقتصادي ګډوډۍ زمینه برابروي.
دویم: د ناوړه دودونو او دیني بدعتونو ترمنځ تړاو. د دغو دودونو ځینې په غیراسلامي او خرافاتي باورونو کې ریښې لري او دودول یې په ټولنه کې د اسلامي عقیدې د کمزوري کېدو لامل کېدای شي.
درېیم: د دودونو په اصلاح کې د علماوو او مسئولینو ونډه. امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی له علماوو غوښتي چې خلک ساده ژوند کولو او له اسراف څخه ډډې کولو ته وهڅوي او له مسئولینو یې غوښتي چې د دغو سپارښتنو پر پلي کېدو څارنه وکړي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم له رسنیو او خبریالانو سره په ګڼو غونډو کې د دغه فرمان په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر ونډې ټینګار کړی دی. دا لیدلوری د ټولنیزې اصلاح لپاره یوه منظمه تګلاره څرګندوي چې له مخې یې د ټولنې ټول بنسټونه او بېلابېل قشرونه خپل مسئولیتونه لري، په دویمه برخه کې به په ټولنه کې د دغه فرمان د پلي کېدو مثبتې پایلې او اغېزې وڅېړل شي.










































