د نړیوال سیاست د شطرنج پر تخته چې مهرې خوځول کېږي، ډېری وخت د اصولو پر ځای د ګټو ژبه کارول کېږي. خو کله چې خبرې د اصولو وي او کړنې یوازې د ګټو پر بنسټ وي، نو داسې ژور تناقض رامنځته کېږي چې د هر دولت دیپلوماتیک حیثیت له خاورو سره خاورې کولای شي.
د ۲۰۲۵ کال د اګست او اکتوبر ترمنځ، له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو پر ډګر همداسې یوه ننداره ولیدل شوه، چې د پاکستان د پوځي او سیاسي واکمنو کړیو تناقضونه پکې د نړۍ پر وړاندې په ډاګه شول. افغانستان، چې یو وخت د پاکستان «ستراتیژیک عمق» بلل کېده، نن د دغه هېواد د بهرني سیاست لپاره داسې یوه معما ګرځېدلې چې اسلاماباد یې د حل کولو په هڅه کې په خپل اوبدلي جال کې لا پسې نښلي.
کیسه د ۲۰۲۵ کال له اګست څخه پیلېږي. پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر ټاکل شوی و او دواړو هېوادونو یې رسمي اعلانونه هم کړي وو. هغه مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «طالبانو د بندیزونو د ۱۹۸۸ کمېټې» مشري هم د پاکستان په لاس کې وه. د دیپلوماسۍ یو بنسټیز اصل دا دی چې که تاسو د چا کوربانه یاست، نو د ورتګ لارې ورته هواروئ. پاکستان د دغې کمېټې د مشر په توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته له سفري بندیزونو څخه د معافیت د اجازو (Travel Waivers) اسناد خو چمتو کړل، خو کله چې په خپل کور کې د هغه د هرکلي وار راورسېد، په وروستۍ شېبه کې دغه سفر لغوه یا وځنډول شو.
دا کټ مټ داسې ده، لکه یو څوک چې خپل مېلمه ته بلنلیک واستوي، ویزه هم ورته واخلي، خو کله چې مېلمه یې د کور درشل ته ورسېږي، د کورنیو شخړو یا د ګاونډي له وېرې دروازه پرې وتړي او ورته ووايي: «اوس وخت مناسب نه دی.»
د دې لغوه کېدو تر شا د پاکستاني پوځ فشار و؛ پوځ غوښتل ولس ته وښيي چې د تحریک طالبان پاکستان په موضوع کې د کابل پر وړاندې سخت دریځ لري، خو په همدې هڅه کې یې د پاکستان سیاسي او دیپلوماتیک اعتبار ته سخت زیان ورساوه.
وروسته دغه تناقض هغه مهال د یوه توپان بڼه غوره کړه، چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې همدا افغان د بهرنیو چارو وزیر هند ته په شپږ ورځني تاریخي سفر نوي ډیلي ته ورسېد. دا هماغه سفر و چې د سفري اجازې په ترلاسه کولو کې یې له روسیې سره یوځای، د پاکستان په مشرۍ کمېټې هم اسانتیا برابره کړې وه.
یعنې هغه مېلمه چې پاکستان یې په خپل کور کې له مېلمه کولو ډډه کوله، د پاکستان په مشرۍ د ورکړل شوې اجازې په مټ د پاکستان د دودیز سیال، هند، پر سرې غالۍ روان و. دې حالت په پاکستان کې سخته ناهیلي او غوسه راوپاروله. په غبرګون کې یې چې د پاکستاني پوځ کومه خبري ناسته ترسره شوه، دیپلوماتیک آداب پکې تر پښو لاندې شوي وو. د پوځ ویاند د تاریخ له پاڼو د غوري، غزنوي او سومنات کیسې راواخیستې او افغان ادارې ته یې پیغور ورکړ چې: «ستاسو پلرونه او نیکونه بتماتوونکي وو، خو تاسو نن له بتپالونکو سره لاسونه ورکوئ.»
دا د یوه اټومي دولت د مسوولې ادارې ژبه نه وه، بلکې د کوڅې د هغو بېادبه ماشومانو ژبې ته ورته وه چې په لوبه کې تر ماتې وروسته پر شخصي سپکاوي او پیغورونو لاس پورې کوي. همدلته د پاکستان د واکمنو کړیو تر ټولو لوی فکري تناقض راڅرګندېږي، چې په دریو ساده بېلګو یې پوهېدلای شو: که له یوه غیرمسلمان یا د هندوتوا د نظریې له پلوي حکومت سره لاس ورکول د دین له پلوه ګناه یا له تاریخ سره خیانت وي، نو پاکستان خپله له لسیزو راهیسې د امریکا تر ټولو لوی متحد پاتې شوی دی.
چین، چې یو څرګند بېدینه دولت دی، د پاکستان هغه دوست دی چې دوستي یې «له همالیا لوړه او له شاتو خوږه» بلل کېږي. که پاکستاني پوځ د خپلو اقتصادي او دفاعي ګټو لپاره له واشنګټن او بیجینګ سره د دوستۍ ټالونه وهلای او د لسو میلیاردو ډالرو خیرات غوښتلای شي، نو افغانستان چې اقتصادي بیارغونې ته اړتیا لري، ولې د خپلې بقا لپاره نوي ډیلي یا مسکو ته مخ نه شي اړولای؟
د پاکستان د پوځي واکمنو کړیو یوه خبره دا ده چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي. خو بل لور ته بیا همدغو کړیو د ملګرو ملتونو په غونډو کې د نړۍ له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره هم وکالت کړی دی. دا کټ مټ داسې ده، لکه یو څوک چې د ورځې په محکمه کې د یوه تورن د ضمانت لپاره د قاضي پر وړاندې ګډېوډې توجیهګانې وړاندې کوي، خو د شپې بیا پر ټلوېزیون راڅرګندېږي، هماغه تورن د نړۍ تر ټولو لوی مجرم بولي او د اعدام غوښتنه یې کوي.
د پاکستان یوه پښه د واشنګټن پر درشل وي، له هغه ځایه د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) پورونه او نړیوالې مرستې غواړي؛ بله پښه یې د سیمې پر ځمکه وي، چېرې چې له افغانستان او چین سره د اړیکو ساتلو ته اړ دی. د همدې جیوپولیټیک فشار له امله، هر کله چې امریکا ورته سترګې راوباسي، پاکستاني پوځ له اسلامي امارت څخه واټن زیاتوي، او کله چې کورنی امنیت خراب شي، ټوله پړه پر کابل ور اچول کېږي.
د پاکستان د پوځي او سیاسي واکمنو کړیو دغو تناقضونو د دغه هېواد بهرنی سیاست په یوه تماشه بدل کړی دی. نړۍ اوس د اسلاماباد خبرو ته په جدي سترګه نه ګوري، ځکه ټول پوهېږي چې دلته د اصولو کوم ثابت بنسټ نشته. کله چې تاسو د احساساتو، دین او تاریخ په مټ د ارزانه شهرت د ترلاسه کولو او په کور دننه د ولس د ذهنیت د جوړولو هڅه کوئ، نو د نړیوال جیوپولیټیک سخت واقعیتونه مو له خپل حقیقت سره مخامخوي.
پایله دا ده چې هغه افغانستان چې پاکستان شل کاله خپل «ستراتیژیک عمق» باله، نن له دیپلوماتیک او سوداګریز پلوه له هند او د شاوخوا نړۍ له هېوادونو سره دومره نږدې شوی، چې دا نږدېوالی له افغانستان سره د پاکستان تر جغرافیایي نږدېوالي هم اوښتی دی. او پاکستاني پوځ په دې ټوله لوبه کې ځان یوازې او د خپلو خبرو په تناقضونو کې راګیر احساسوي.













































