تر پنځو خپلواکو او د آزادۍ په ګاڼه سمبال کلونو وړاندې، په دې خاوره تقریباً شل داسې کلونه هم تېر شوي چې پکې د حق چیغه زندۍ، میندې پکې بورې، پلرونه پکې بېاولاده، قرآن، مسجد، حافظ پکې شهیدان، مسلمانان پکې زخمیان، بندیان او شهیدانېدل. دلته داسې کلونه تېر شوي چې د حق خبرې کول جرم، د اذان غږ د وېرې له سیوري لاندې، د قرآن کریم تلاوت د ژوند په بیه تمامېده او د مسجد پر لور هر ګام د مرګ له ګواښ سره مل و.
دلته داسې شپې تېرې شوې چې میندو د خپلو زامنو د قدمونو د څرک په تمه سترګې تر سهاره رڼولې، خو سهار به یې د زوی د راتګ پر ځای د شهادت خبر اورېده؛ داسې پلرونه وو چې د خپلو اولادونو د جنازو په تمه تر اوسه هم انتظار دي، خو لا یې تر اوسه دا انتظار پای ته نه دی رسېدلی او داسې کورونه وو چې له یوه لوی خونړي برید وروسته به یې د کور د غړو شمېر د تل لپاره د حساب په قاموس کې صفر شوی.
امریکا او متحدین یې کلونه وړاندې د خپل هوش له موجه وتلي وو، دوی نه پوهېدل چې څه وکړي، بالاخره یې پر افغان خاوره، افغان مظلوم ملت او پر یوه ثابت قدمه مکمل نظام هجوم راوړ. د جنګ او ډیپلوماسۍ له ټولو قوانینو خلاف یې داسې عمل ترسره کړ، چې د ظلمونو او بېعدالتۍ ریکارډ به یې تر ورځې قیامت پورې څوک مات نه کړي.
افغانان یې څوک بېکوره، څوک شهیدان، څوک زخمیان، څوک بندیان او ځینې یې له ډول ډول شکنجو څخه تېر کړل. کورونه، مدرسې، مساجد او عامالمنفعه ځایونه یې ټول بمبار کړل. علماء، حافظان او قومي مخور یې په رنګارنګ تورونو بدنام کړل. په مقابل کې افغانان هم داسې څوک نه دي چې د اشغال تر سیوري لاندې دې بېغمه خوبونه وکړي، نه داسې هېڅکله هم نه شي کېدای، افغانان داسې څوک دي، چې اشغالګرو ته په ماتې ورکولو سره په نړۍ کې زرین تاریخونه لري، هغوی د انګرېزانو او روسانو په څېر ښکرورو ښکر داسې مات کړي، چې اوس هم بېشکره ګرځي او د بیا راتګ لپاره به خپلو بچیو ته هم د نه راتګ نصیحتونه کوي. هغه طالب چې یو وخت یې د ځمکې پر سر د ژوند کولو حق نه درلود، یا به بندي کېده او یا به وژل کېده.!
طالب هغه څوک و، چې په کلیواله اصطلاح یوازې د یوې جرابي په مرمیو پر مټ یې د بي۵۲ ډوله، کروز، بلک هاک، بېپیلوټه، ټانګونو، ډول ډول اسلحو او یونیم لک پوځ او زیات شمېر داخلي ګوډاګیانو په مقابل کې لکه سپر ودرېد. طالب د ښار له دنګو ودانیو، ښکلیو پارکونو، لوکسو موټرو او پستو پلنګونو کډه وکړه، د مور او پلار له خوږې غېږې جلا شول، خپل تنکي بچیان یې له خپلې مینې بېبرخې کړل، له خوښیو، خوندونو او مرفه ژوند څخه لېرې یې د غره لمن ته کډوال شول؛ د غره ګرمو او کلکو ډبرو ته یې ډډه ووهله او د یو لوی ښامار د چپه کېدو په فکر کې شول.
طالب دې وخت کې نه ټانګ، نه طیاره، نه اوسني لکسیس، نه فلډر موټرونه او نه لیزري اسلحه درلودل. طالب یوازې د خالد او عمري هوډ او الهي نصرت پر مټ دا درنده څپه هم راچپه کړه. داسې کانې یې پرې وکړې چې د وتلو او شاتګ لار ترې ورکه شوه. امریکا د زور له موجه راکښته شوه او مکار سیاست یې پیل کړ، دوی غوښتل له دې لارې خپله ماته پوزه جوړه کړي، پوره اتلس میاشتې یې خپل ټول توان وکړ، خو دلته هم له محمدي مقتدیانو سره مخ شول، دوی په دې تړون (د دوحې تړون) په مرسته یوازې دومره وکولای شول چې صرف د څوارلسو میاشتو لپاره له ډبولو په امن شي او په اخیر کې په ارامه توګه تر خپل کور پورې ولاړ شي، چې دا یې لاسته راوړنه نه، بلکې د تېښتې لپاره لاره لټول وو.
خو دا خاوره مړه نه شوه؛ دا ولس مات نه شو؛ د حق غږ خاموش نه شو؛ د وینې له هر څاڅکي څخه یو نوی عزم راټوکېده، له هرې قربانۍ څخه د آزادۍ نوی فکر پیدا کېده او له هرې تیارې وروسته د سبا د رڼا هیله لا پیاوړې کېده. تر هغه ورځې پورې چې د اوږدې مبارزې، قربانیو او بېشمېره شهیدانو وروسته هغه ورځ راورسېده چې د مسلمه امت د تللي برم د بیا اعادې څرک پکې ولیدل شو؛ هغه ورځ چې د دې خاورې پر تندي د خپلواکۍ نښه بیا وځلېده او ولس احساس کړه چې د قربانیو وینه بېثمره نه وه.
دا د هغو میندو د صبر د بریا ورځ وه چې زامن یې قربان کړل، د هغو پلرونو د اوښکو د بدلې ورځ وه چې خپل اولادونه یې له لاسه ورکړل، د هغو حافظانو، علماوو او مؤمنانو د قربانیو د نتیجې ورځ وه، چې د حق د لارې په بیه یې خپل ژوند ورکړ. دا ورځ باید یوازې په سمبولیک شکل د نېټې په توګه ونه ساتل شي؛ بلکې د تاریخ په حافظه، د خلکو په زړونو او د راتلونکو نسلونو په فکر او عقیده کې باید د تل لپاره ژوندۍ پاتې شي.
ځکه ملتونه هغه وخت له تاریخ سره وفادار وي چې د خپلو شهیدانو قربانۍ هېرې نه کړي، د خپلو تېرو نسلونو دردونه درک کړي او د راتلونکي لپاره د امن، علم، عزت، عدالت او خپلواکۍ داسې اساس کېږدي، چې بیا هېڅ مور د خپل زوی د بېلتون په ویر کې اوښکې تویې نه کړي. د اسد ۲۴مه، تاریخي ورځ چې ارګ د سپېڅلي عمري ځواک قدمونه ښکل کړل، د کفري لښکر او متحدینو ملا پکې ماته او افغان غیور ولس په کې د ارام سا واخیسته.










































