«إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا»
“بېشکه موږ تا ته څرګنده بریا درکړه.”
ځینې ورځې د وخت په پاڼو کې یوازې د یوې نېټې په څېر نه پاتې کېږي؛ بلکې د تاریخ پر تندي د تل لپاره ځلېږي. ځینې ورځې د یوه ملت د حافظې په رګونو کې لکه وینه ګرځي، د نسلونو له خولې نسلونو ته سفر کوي او هر ځل چې یادېږي، د تېر درد تر څنګ د بریا خوږه سا هم له ځان سره راوړي.
د اسد ۲۴تمه همداسې ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې د اوږدې شپې پر لمن د سهار رڼا خپره شوه؛ هغه ورځ چې د کلونو د لوګي تر شا د آزادۍ څېره راڅرګنده شوه او د افغانستان په ستړي تاریخ کې یو نوی مخ پرانیستل شو.
خو د دې سهار تر رڼا مخکې، یوه اوږده او توره شپه تېره شوې وه. د دې ورځې تر شا د هغو میندو سلګۍ پرتې دي چې د تللو زامنو یې د بېرته راتلو پر ځای د شهادت خبر راورسېد.
د هغو پلرونو خاموشې اوښکې دي چې د خپلو ځوانو زامنو تابوتونه یې پر اوږو یووړل. د هغو ماشومانو سترګې دي چې د پلار د مهربان لاس له تودوخې بېبرخې شول. د هغو ناویو سپینې جامې دي چې د خوښۍ پر ځای یې د غم تور سیوری پر مخ خپور شو؛ د هغو مېرمنو انتظار دی چې د کور د دروازې پر لور به یې هره شېبه سترګې کږې وې، خو د خپل ګران محبوب د قدمونو پر ځای يې د شهادت خبر راغی.
جګړې یوازې انسانان نه ووژل؛ هغې د کورونو چتونه راوغورځول، خو ورسره یې د ډېرو کورنیو د هیلو چتونه هم مات کړل. هغې ښارونه او کلي زخمي کړل، خو تر ټولو ژور زخم یې د انسان په زړه کې پرېښود. چا خپل مهربان پلار له لاسه ورکړ، چا خپل د زړه ټوټه زوی، چا ګران ورور او چا د ژوند محبوب ملګری. چا خپل کور پرېښود، چا خپله ځمکه، چا خپل کاروبار او چا د تعلیم هغه فرصت چې ښايي ټول ژوند یې بدل کړی وای. د افغانستان په هره لوړه او ژوره کې د دې اوږدې جګړې یوه ناویلې کیسه پرته ده.
ځینې کیسې د قبرونو په خاورو کې ښخې دي، ځینې د میندو په سترګو کې، ځینې د یتیمانو په چوپتیا کې او ځینې د هغو زړو کورونو په کنډوالو کې چې لا هم د تېرو ورځو د قدمونو غږونه پکې انګازې کوي. خو د افغانستان تاریخي ملت داسې ملت نه دی چې د طوفان په څپه کې مات شي. دا هغه ملت دی چې طوفانونه یې لیدلي، خو ریښې یې نه دي ایستلې؛د غرونو په څېر یې د زمانې توپانونه پر خپل ځای تېر کړي دي.
د مؤمن لپاره سختې ورځې د پای کرښه نه وي؛ ازموینه وي. او کله چې له ازموینې وروسته د بریا دروازه پرانیستل شي، انسان باید د تکبر پر ځای سجده وکړي او د غرور پر ځای شکر وباسي. له همدې امله ويلای شو چې د اسد ۲۴تمه یوازې د خوشحالۍ ورځ نه ده؛ د شکر ورځ هم ده.
هغه شکر چې د هغو شهيدانو یاد ورسره تړلی دی چې خپل ژوند یې له دغه سپېڅلې نظام څخه د دې لپاره قربان کړ چې راتلونکی نسل د خپل وطن په خاوره کې د آزادۍ ساه واخلي او یو ځل بيا اسلامي توغ خپلې ازادې وزې ووهي. خو د آزادۍ لپاره یوازې جشنونه او مجلسونه بسنه نه کوي.
که موږ رښتیا غواړو د شهيدانو د وینو قدر وکړو، نو باید د دغه سپېڅلې اسلامي نظام اساس نور هم محکم کړو او د خپل هېواد د آبادۍ بنسټ کېږدو. ځکه هغه شهید چې د اسلام لپاره یې ځان قربان کړ، د هغه تر ټولو ستر یادګار باید یو اسلامي، سپېڅلی او آباد افغانستان وي؛ داسې افغانستان چې ماشوم یې په ډار نه، بلکې په امید سترګې پرانیزي.
راځئ د اسد ۲۴تمه د انتقام د ژبې پر ځای د عبرت په ژبه ونمانځو؛ د نفرت پر ځای د یووالي پیغام ترې واخلو؛ او د تېرې بریا تر څنګ د راتلونکي يو ځواکمن اسلامي نظام د جوړولو هوډ تازه کړو. د اسد ۲۴تمه دې موږ ته دا را زده کړي چې بریا د پای نوم نه دی؛ د نوي مسؤولیت پیل دی. الله تعالی دې زموږ پر شهیدانو رحم وکړي، د هغوی کورنیو ته صبر جميل او اجر جزيل ورکړي.
هغو کړیو او هېوادونو ته چې د افغانستان د امن د ګډوډولو او یو ځل بیا د جګړې د اور بلولو هڅه کوي، باید څرګنده وي چې دا ملت نور د پردیو د لوبو میدان نه دی. افغانستان د لسيزو جګړو له لمبو راوتلی؛ نور دې څوک د دې خاورې پر لمن د فتنې اور نه بلوې. د دې ولس زخمونه لا نه دي ټکور شوي او د جګړې د بیا راګرځېدو هره هڅه به د تاریخ له سختو درسونو سره مخ شي او تل به حق ګټونکی وي.
موږ به د هيواد د امن او اسلامي نظام د ساتنې لپاره د دې خاورې پر دروازو کلک ولاړ یو؛ هر څوک چې د نا امنۍ هڅه وکړي کلک او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو. هغه ملت چې له توپانه تېر شوی وي، بیا د هر تندر له غږه نه وېرېږي. د خپلو اولادونو او کورنيو غم ته لمن مه وهئ پر ځان او کورنيو رحم وکړئ. د دغه اسلامي نظام او سپین توغ تر چتر لاندې په ارامه فضا کې ژوند وکړئ.










































