د پاکستان پوځ او حکومت له اویا کلونو را په دې خوا له خپل ملت سره په جګړه اخته دی، د جګړې عمده لامل یې په پاکستان کې د غیر عادلانه حکومتولۍ مخته وړل دي. د پاکستان ستراتیژیک موقعیت، کارخونو او تولیداتو ته چې وګورې، نو یاد هېواد باید له اقتصادي پلوه یو قوي هېواد وای، د ټول بلوچستان، سند او پښتونخوا معدنیات یې خلاص کړل، لا هم ورځ په ورځ پوځي رژیم په قرضونو کې ډوبېږي.
د دې علت دا نه دی چې پاکستان ته پیسه نه راځي، بلکې اصلي علت یې دا دی چې هلته مافیا حاکمه ده؛ له یو لوري پیسه راځي، د مافیا لاس ته لویږي، بل طرف ته بېرته وځي، ملت ته هېڅ نه پاتې کېږي. نو د پوځي رژیم د داخل حقیقت دغه ډول دی.
که دغسې وضعیت کې د پاکستان عام خلک متوجه شي چې پر موږ باندې یوه مافیایي کړۍ حاکمیت کوي، ممکن ټول بغاوت ته مخه کړي. د دې لپاره چې پاکستان کې یو ملي پاڅون رامنځته نه شي، پاکستان کې حاکمه مافیایي کړۍ هڅه کوي چې ملت په یوې خارجي موضوع مصروف وساتي، ترڅو داخلي مشکلاتو ته یې پام وانه ړوي. د همدې په خاطر هر ځل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو موضوع ګرمه شي، مافیایي کړۍ په افغانستان بریدونه کوي، ترڅو جګړه شروع شي او خبرې اترې سبوتاژ شي.
له افغانستان سره په جګړه کې د دواړو ملتونو ډېر تاوانونه دي، مګر د مافیایي کړۍ ډېرې فایدې دي، چې ځینې یې په لاندې ډول یادونه کوو:
۱ ـ که جګړه روانه وي، نو د مافیایي کړۍ ظلم، استبداد او فساد به د جګړې په لوخړو کې پټ وي.
۲ ـ که جګړه روانه وي، له تروریزم سره د مبارزې په نامه د مافیایي کړۍ تجارت به چالان وي.
۳ ـ که جګړه روانه وي، د سرحداتو خلک او قبایل به په جنګ کې مصروف وي، مافیایي کړۍ به د دوی د معدنیاتو لوټلو ته فارغه وي.
۴ ـ که جګړه روانه وي، د پوځي رژیم واکمنه مافیایي کړۍ به خپلې غلاوې د جګړې د مصارفو په نامه په ښه ډول پټولای شي.
په جګړه کې دا او دې ته ورته نورې زیاتې فایدې د مافیایي کړۍ شته، چې له تفصیل څخه یې تېرېږو، خو غرق کړي یې دواړه طرفه عوام، بیچاره خلک دي. د دواړو هېوادونو عوام، مسلمانان، باید وپوهېږي چې د پاکستان وروستي تېري د یو طرف عام ملت په ګټه او غوښتنه هم نه دي، بلکې دا د حاکمې مافیایي کړۍ پلانونه دي چې تطبیق کېږي او ګټه یې هم هغوی ته رسېږي.













































