آزادي د انسان د ژوند له هغو سترو او ارزښتمنو مفاهیمو څخه ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې د ملتونو فکرونه راپارولي، انقلابونه یې زېږولي، فلسفې یې رامنځته کړې او نسلونه یې د هغې لپاره قربانۍ ته هڅولي دي. خو آزادي یوازې یوه سیاسي اصطلاح نه ده؛ دا د انسان د شخصیت، وجدان، کرامت، ارادې او مسؤولیت له ژورو پوښتنو سره تړلې فلسفي او انساني مسئله ده.
په اسلامي لیدلوري کې آزادي د هر څه د کولو اجازه نه، بلکې د حق په چوکاټ کې د انسان د عزتمند ژوند حق دی. دا چې آزادي د انساني کرامت یوه برخه ده، د اسلام له نظره د آزادۍ بحث د انسان له مقام څخه پیلېږي. قرآن کریم فرمایي: «او یقیناً موږ د آدم اولاد ته عزت ورکړی دی.»
دا آیت د انساني کرامت لپاره یو بنسټیز اصل وړاندې کوي. انسان یوازې د اقتصادي، سیاسي یا ټولنیز نظام یوه شمېره نه، بلکې د کرامت خاوند مخلوق دی، له همدې امله اسلام د انسان سپکاوی، ظلم، استبداد او ناحقه تسلط نه خوښوي، ځکه خو د انسان عزت دا غوښتنه کوي چې هغه د خپل ژوند په مشروعو چارو کې د خپلې ارادې خاوند وي، ترڅو د ظلم قرباني نه شي.
همدا معنا ده چې اسلامي نظریه د آزادۍ په اړه یو بشپړ، ژور او د پخوا څخه بېساری نظام وړاندې کوي. خو د آزادۍ دا لوړ مقام هغه مهال په خطر کې راځي چې د کفر ځواکونه د مسلمانانو پر ځمکو یرغل کوي او د هغوی پر ژوند، مال او ناموس ظلم کوي، نو د دې اشغال څخه خلاصون یوه شرعي فریضه ګرځي.
او هغه څوک چې په دې لاره کې قرباني ورکوي، تاریخ یې د تل لپاره د مجاهد، شهید او آزادۍ اتل په نوم یادوي، د اشغالګرو څخه آزادي د جهاد په وسیله ترلاسه کېږي، جهاد د دین ستنه او د عزت او سربلندۍ لاره ده. په بشري تاریخ کې تر ټولو لویه او سپېڅلې مبارزه، هغه ده چې د یوه ملت د خاورې، عزت، دین او هویت د ساتنې لپاره کېږي. د اشغالګرو څخه آزادي یوازې یو سیاسي هدف نه، بلکې د انسان د فطرت تر ټولو جوهري اړتیا ده.
نو په همدې اساس آزادي د ملت د عزت نښه او د راتلونکو نسلونو تر ټولو ستر میراث دی. ملتونه کېدای شي خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي، اقتصاد یې کمزوری شي او بیا یې په کلونو کې بېرته جوړ کړي؛ خو هغه ملت چې خپله آزادي له لاسه ورکړي، د خپل هویت، ارادې او برخلیک یوه ستره برخه له لاسه ورکوي. آزادي هغه نعمت دی چې ارزښت یې ډېری وخت هغه څوک ښه درک کوي چې د اشغال او استبداد تریخوالی یې تجربه کړی وي. ځکه خو آزاد انسان یوازې په آزاده خاوره کې ژوند نه کوي؛ بلکې خپل فکر، وجدان، اراده او انساني کرامت هم ساتي.
همدا راز اسلام چې د «اقْرَأْ» په کلمه د علم دروازه پرانیسته، انسان یې د پوهې، تفکر او مسؤولیت پر لور وباله. هغه ملت چې علم ولري، تاریخ وپېژني او د خپل راتلونکي لپاره فکر وکړي، د خپلې آزادۍ د ساتلو توان هم ډېر لري. آزادي له علم سره هم ژوره اړیکه لري. نالوستی ملت د خپلې آزادۍ ساتنه په سختۍ کولی شي. ځکه د آزادۍ ساتنه یوازې په احساساتو نه کېږي؛ پوهه، تجربه، اقتصاد، قانون او قوي اسلامي او ملي شعور غواړي، همدارنګه اقتصادي خپلواکي د آزادۍ له مهمو بنسټونو څخه ده.
هغه ملت چې خپل اقتصاد، تولید، علم، صنعت او اساسي اړتیاوې نه شي پوره کولی، د بهرني نفوذ پر وړاندې تل له ستونزو سره مخ کېدای شي. له همدې امله سیاسي خپلواکي باید له اقتصادي، علمي او ټولنیزې پیاوړتیا سره مل وي. او هغه ملت چې د خپلې آزادۍ ارزښت درک کړي، د خپل عزت، هویت، خپلواکۍ، ملي ارزښتونو او راتلونکي د ساتنې لپاره تل بیدار وي. ځکه آزادي یوازې په ترلاسه کولو نه بشپړېږي، بلکې آزادي ساتنه، قرباني، هوښیارتیا او مسؤولیت غواړي.
د مسلمان ملت لپاره آزادي هغه مهال بشپړه معنا پیدا کوي چې د دیني ارزښتونو او اسلامي شعایرو د درناوي او ساتنې زمینه هم پکې موجوده وي. که یو ملت د خپلې خپلواکۍ ارزښت هېر کړي، د پردیو په ارادو به مخې ته حرکت کوي، خو که یو ملت متحد، هوښیار، باعزته او د خپل ملي هویت په ساتنه کې ټینګ وي، هېڅ ځواک یې په اسانۍ د خپلواکۍ له لارې نه شي اړولی.
او همدا ډول هغه نسل چې خپل تاریخ، دین، هویت او د آزادۍ ارزښت وپېژني، هېڅکله به خپل راتلونکی په ارزانه بیه ونه پلوري. راځئ د خپلو تېرو قربانیو درناوی وکړو، د خپل وطن ارزښتونه وساتو، د یووالي رسۍ ټینګه کړو او آزادي د راتلونکو نسلونو لپاره په عزت، شعور او مسؤولیت وساتو.









































