کله چې د مکې مکرمې د تاریخي «قصر الصفا» چوپې او باوقاره فضا په دیپلوماتیکو هلوځلو بدله شوه، داسې ښکارېده چې د تاریخ پر پاڼو د یوه نوي باب د لیکل کېدو شېبې رارسېدلې دي. د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د ادعا شوي لومړي وزیر شهباز شریف د یوه میز تر شا د راټولېدو خبر د «خبري اژانسونو» لپاره یوه له شور او هیجان ډکه سرټکي وه؛ خو هغو کسانو ته چې د منځني ختیځ او جنوبي اسیا ژور سیاست له نږدې څاري، دا د یوه خاموش، خو ژور سیاسي زلزلې د راتلو نښه وه.
کله چې درې واړو مشرانو د «مکې د ګډ دفاعي تړون» پر سندونو لاسلیکونه وکړل، د نړۍ په دیپلوماتیکو کړیو کې پټې خبرې او اټکلونه پیل شول؛ ځکه د دې تړون په روح کې د ناټو د مشهور پنځمې مادې انعکاس په څرګند ډول لیدل کېږي، چې مفهوم یې دا دی: «پر یوه برید، پر ټولو برید…!»
د دې په زړه پورې وضعیت د درک لپاره باید د کابل په دودیزو چایخانو کې د روانو خبرو اترو له سبک څخه الهام واخیستل شي؛ هلته چې سیاست د کتابي اصطلاحاتو پر بنسټ نه، بلکې د ژوند د ترخو واقعیتونو او ولسي بېلګو له مخې ارزول کېږي.
په ظاهره خو دا تړون د یوه ستر اسلامي درې اړخیز اتحاد بڼه لري؛ داسې اتحاد چې د ترکیې عصري بېپیلوټه الوتکې، ډیجیټلي ټکنالوژي او د پاکستان د ادعا شوې، په جګړو کې ښکېلې او تجربهکارې پوځې وړتیاوې د سعودي عربستان له بېسارې تېلو سره یو ځای کېږي، څو یوه نه ماتېدونکې دفاعي دېوال رامنځته کړي. له بلې خوا، دیپلوماتان په موسکا سره وايي: «دا تړون د ملګرو ملتونو له منشور سره په بشپړه توګه سمون لري او موخه یې پر لوېدیځو قدرتونو د اتکا کمول دي.»
خو کله چې د کابل په سړو هواوو کې د دې سیاسي لوبې ژور تحلیل وشي او د تېرو ۴۵ کلونو د جګړو د لوګي او شور تر شا ورته وکتل شي، نو د دې ځلېدونکي تړون تر شا پټه یوه ستره تیاره واقعیت راڅرګندېږي، په دیپلوماتیکه ژبه کې چې ورته «ستراتیژیک مشارکت» ویل کېږي، په حقیقت کې دا د پاکستان د یوازېني ملي بازدار ځواک (Single Nation Deterrence) د «خاموشې ناکامۍ د منلو یوه کیسه» ده.
دا خبره داسې درک کړئ، لکه د یوه کلي یو شتمن «د تېلو او ریالو خاوند ملک» د خپل ځان او مال د ساتنې لپاره د کلي له ظاهراً تر ټولو زورور، باتجربه او «پاک لمن» پهلوان څخه د ساتونکي په توګه کار واخلي؛ خو د دې لپاره چې هغه خپل ساتونکی کړي، د مالش لپاره ورته تېل او د خوراک لپاره ریالونه ورکوي.
خو کله چې د اړتیا شېبه راورسي او ملک له څنګ کلي څخه د کوم ګواښ احساس وکړي، او له بلې خوا ملک ته دا هم څرګنده شي چې پهلوان صاحب پخپله د خپلو پټو ناروغیو، درنو پورونو او کورنیو شخړو په دومره جال کې راګیر دی چې «یوازې د څنګلي کلي سترګو ته سترګې نیولی او ننګ نه شي ورکولی»؛ نو په پایله کې ملک اړ کېږي چې د ښار یو بل، له عصري وسلو سمبال کس هم له ځان سره ملګری کړي.
د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي اړیکو تاریخ څو لسیزو ته رسېږي؛ خو بالاخره داسې څه وشول چې ریاض اړ شو د انقرې دروازه هم وټکوي؟
د دې لومړی او تر ټولو ستر لامل د پاکستان سخت اقتصادي بحران دی. پوځي ځواک که هر څومره پیاوړی وي، خو که اقتصاد یې تش او کمزوری وي، نو د هغه په ګواښ کې هغه د مخنیوي وېره نه پاتې کېږي چې د مقابل لوري د حملې مخه ونیسي. که د یوه کس په لاس کې د نړۍ تر ټولو پرمختللې ټوپک هم وي، خو دی د هرې دانې محتاج وي او د مرمیو او باروتو له ختمېدو وروسته د بیا اخیستلو توان ونه لري، نو سیال به یې هېڅکله ترې ونه وېرېږي. د پاکستان اقتصادي کمزورۍ د هغه د پوځي ګواښ اغېز له منځه وړی و، او د سیمې نورو قدرتونو، په ځانګړي ډول ایران، په ښه توګه درک کړې وه چې اسلاماباد د یوې اوږدې شخړې د مالي بار د پورته کولو په حالت کې نه دی.
دویمه ستره ستونزه د پاکستان خپل داخلي وضعیت دی. اوس مهال د پاکستاني پوځ ټوله پاملرنه او ډېری ځواکونه د هېواد دننه د مخ پر زیاتېدونکي وسلهوال تاوتریخوالي، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د بریدونو او په بلوچستان کې د ناامنۍ د ځپلو لپاره کارول کېږي. کله چې د یوه کس خپل کور له دننه په اور کې سوځي، نو هغه نه شي کولای چې د ګاونډي کور د اور له ګواښ څخه د ژغورلو لپاره خپله ټوله پاملرنه ورواړوي. داخلي ګډوډۍ پاکستان دې کچې ته رسولی و چې د سعودي عربستان پر وړاندې د راولاړېدونکو غیر متعارفو یا نیابتي ګواښونو په مقابل کې د یوې بشپړې فولادي ډال په توګه ودرېږي.
درېیم اړخ بیا له دیپلوماتیکو او جغرافیایي ظرافتونو سره تړاو لري. پاکستان او ایران اوږده ګډه پوله لري، او دواړه هېوادونه د انرژۍ په برخه کې له اوږدمهالو اړتیاوو او متقابلو مجبوریتونو سره تړلي دي. سربېره پر دې، په پاکستان کې د ایران له اړیکو سره تړلې د یوې سترې مذهبي لږکۍ شتون او حساسیتونه اسلاماباد ته اجازه نه ورکوي چې یوازې د ریاض په خاطر د تهران پر وړاندې په کومه ښکاره جګړه کې برخه واخلي.
د ایران پر وړاندې د پاکستان چلند تل تر ډېره د محتاطو څرګندونو او محدود غبرګون په کچه پاتې شوی دی. کله چې سعودي عربستان دې پایلې ته ورسېد چې پاکستان یوازې د هغه لپاره د یوې بشپړې «بازدار قوې» په توګه بسنه نه کوي، نو د دې تشې د ډکولو لپاره یې د ترکیې پر لور هم پام واړاوه. په دې اتحاد کې د ترکیې ګډون په حقیقت کې د پاکستان د همدغو اقتصادي او جغرافیایي محدودیتونو پایله ده.
ترکیه له اقتصادي پلوه باثباته ده، د ناټو تجربهکار غړی دی او د بېپیلوټه الوتکو ټکنالوژۍ یې په نړیواله کچه خپل وړتیا ثابته کړې ده. که څه هم د مکې تړون په ظاهره د یوې تاریخي بریا د جشن په توګه وړاندې کېږي، خو کله چې د دې تړون نرۍ او پټې طبقې وڅېړل شي، څرګندېږي چې کله اقتصاد او داخلي ثبات له لاسه ووځي، نو د روښانه تاریخ او پیاوړي پوځ له لرلو سره سره، یو هېواد په یوازې ځان نه شي کولای نورو ته د امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړي.
د مکې د ځلانکو څراغونو تر شا د پاکستان همدا تریخ حقیقت پروت دی؛ هغه حقیقت چې د دې تړون له لارې، د پاکستاني پوځ له خوښې پرته هم، د نړۍ پر وړاندې راڅرګند شو…!












































