په دې وروستیو ورځو کې، له سیمې سره د افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو او تعاملاتو د پراختیا ترڅنګ، ځینو کړیو او جریانونو، په ځانګړي ډول د پاکستان پوځي رژیم، هڅه کړې چې د شک او تردید فضا رامنځته کړي او د ګواښ ذهنیت ته لمن ووهي، څو د سیمې او نړۍ د هېوادونو په نزد د افغانستان د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره تر پوښتنې لاندې راولي. دغه هڅې، په ځانګړې توګه وروسته له هغې لا زیاتې څرګندې شوې چې افغانستان له ځینو سیمهییزو هېوادونو، د روسیې په ګډون، خپلې سیاسي او امنیتي همکارۍ او تفاهمات پراخ کړل. خو حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره د اسلامي شریعت پر ثابتو اصولو، د هېواد د خپلواکۍ پر ساتنې، د ملت د ګټو پر خوندي کولو او له نړیوالې ټولنې سره پر متوازنو اړیکو ولاړه ده او د دغو تعاملاتو او اسلامي ارزښتونو ترمنځ هېڅ ډول ټکر او تناقض شتون نه لري.
اسلام داسې دین نه دی چې له نړۍ او ملتونو سره د اړیکو او تعامل مخالفت وکړي؛ بلکې اسلامي شریعت د نړیوالو اړیکو لپاره روښانه چوکاټ ټاکلی دی. الله تعالی جلجلاله فرمایي: «لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ» یعنې: الله تعالی جلجلاله تاسو له هغو کسانو سره له نېکۍ او عدالت څخه نه منع کوي چې ستاسو پر ضد یې د دین په خاطر جګړه نه ده کړې او له خپلو مېنو او ټاټوبو یې نه یاست ایستلي. دغه قرآني اصل څرګندوي چې له نورو ملتونو او هېوادونو سره تعامل، همکاري او اړیکې، تر هغه چې د مسلمانانو عزت او د اسلامي امت ګټې زیانمنې نه کړي، نه یوازې روا دي، بلکې په ځینو مواردو کې اړینې او مطلوبې هم دي.
د همدې اصل پر بنسټ، اسلامي امارت په خپله بهرنۍ تګلاره کې نه د انزوا لاره غوره کړې او نه یې د نړیوالو قدرتونو تابعیت منلی. د اسلامي امارت تګلاره له ټولو هېوادونو سره پر متوازن تعامل ولاړه ده؛ که هغه روسیه وي، که چین او که د نړۍ نور دولتونه. په دغو اړیکو کې بنسټیز معیار متقابل درناوی، په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، د افغانستان د خپلواکۍ ساتنه او د اسلامي اصولو رعایت دی. اسلامي امارت باور لري چې افغانستان کولای شي له ټولو هېوادونو سره رغنده اړیکې ولري، پرته له دې چې له خپلو دیني ارزښتونو، ملي حاکمیت او سیاسي خپلواکۍ څخه تېر شي.
د اسلامي بهرني سیاست له مهمو اصولو څخه یو هم پر ژمنو او تړونونو وفاداري ده. الله تعالی جلجلاله فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ» یعنې: اې مؤمنانو! پر خپلو ژمنو او تړونونو وفا وکړئ.
له همدې امله، هر ډول هوکړه او همکاري چې د اسلامي شریعت، ملي مصالحو او مشروعو ملي ګټو په چوکاټ کې ترسره شي، د اسلام له نظره د منلو او ملاتړ وړ ده. له بېلابېلو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او امنیتي تعاملات هم په همدې چوکاټ کې تعریفېږي او موخه یې د ثبات او امنیت ټینګښت، اقتصادي پرمختګ او په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ده.
بل لور ته، د پاکستان پوځي رژیم، چې د تېرو لسیزو په اوږدو کې تل په دوهمخیزو سیاستونو او د افغانستان په چارو کې په پراخو لاسوهنو تورن شوی، د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت د خپلواکو او متوازنو اړیکو له پراختیا خوښ نه ښکاري. دغه رژیم هڅه کوي افغانستان د یوه ګواښ په توګه معرفي کړي او له دې لارې د خپلو سیاسي موخو لپاره د ځینو نړیوالو قدرتونو ملاتړ ترلاسه کړي. خو میداني واقعیتونه ښيي چې نننی افغانستان تر بل هر وخت زیات د سیمهییز ثبات، اقتصادي همکاریو او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو غوښتونکی دی او د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي.
اسلامي امارت په کراتو اعلان کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او په مقابل کې تمه لري چې نور هېوادونه هم د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي. دا تګلاره د اسلامي لارښوونو او د ښه ګاونډیتوب له اصل څخه سرچینه اخلي؛ هغه اصل چې اسلام پرې ډېر ټینګار کړی او د بشري ټولنو د امنیت او آرامۍ د ټینګښت له مهمو لاملونو څخه یې ګڼلی دی.
نن افغانستان د اسلامي نظام تر سیوري لاندې دا فرصت موندلی چې خپلې بهرنۍ اړیکې د عزت، حکمت او مصلحت پر بنسټ تنظیم کړي؛ هماغه اصول چې اسلامي علماوو د «ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ» له مبارک آیت او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له سیرت څخه استنباط کړي دي. د اسلام ستر پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم هم د مدینې د اسلامي دولت په دوره کې له بېلابېلو قبایلو، دولتونو او ملتونو سره اړیکې، تړونونه او تعاملات لرل چې ټول د مسلمانانو د ګټو، امنیت او ثبات د تأمین په موخه وو.
له همدې امله، د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره نه د ختیځ پر محور راڅرخي او نه د لوېدیځ پر محور؛ بلکې د افغانستان پر مشروعو ملي ګټو او د اسلامي شریعت پر ثابتو اصولو ولاړه ده. اسلامي امارت چمتو دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره تعامل، همکاري او ښې اړیکې ولري، خو په دې شرط چې دغه اړیکې پر متقابل درناوي، نه لاسوهنې، د خپلواکۍ پر ساتنې او د اسلامي ارزښتونو پر رعایت ولاړې وي. دغه متوازنه او حکیمانه تګلاره کولای شي افغانستان د سیمهییزو همکاریو پر پُل، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر مرکز او د اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خپل دریځ د لا ټینګښت پر محور بدل کړي.
بېشکه، هر څومره چې د افغانستان بهرنۍ تګلاره د شریعت پر بنسټونو، اسلامي عزت، سیاسي حکمت او ملي ګټو ولاړه وي، هماغومره به د فشارونو، تبلیغاتو او د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې پیاوړې او مقاومه وي. د افغانستان راتلونکی له نړۍ سره د مسؤلانه تعامل، د خپلواک تصمیم نیونې د ساتنې او اسلامي ارزښتونو ته د ژمنتیا په محور څرخي؛ هغه لاره چې اسلامي امارت یې د خپلې بهرنۍ تګلارې د بنسټیز اصل په توګه تعقیبوي.










































