روانه اوونۍ په هېواد کې د دوو سترو امنیتي لاسته راوړنه شاهده وه، داسې لاسته راوړنې چې هر افغان ورباندې ویاړل او دې ته یې د خپل غرور او حاکمیت د وړتیا په سترګه کتل. په دغه لاسته راوړنو کې لومړی په بدخشان کې د جمعه خان فاتح تسلیمول او کابل ته را وستل وو او دویم هم د خپل سري او لنډغر په اصطلاح مقاومت ګر حسیب قوای مرکز وژنه وه.
دا دواړه پېښې په خورا لوړه کچه په رسنیو کې انعکاس شوې او خلکو ورڅخه هر کلی وکړ. په لومړۍ پېښې کې جمعه خان پخوانیو پېښو او د اسلامي امارت د پوځي پالیسۍ له هېرولو سره په بدخشان او بیا خپله سیمه نسي کې د بغاوت او مقاومت ډنډورې وغږولې او ظاهرا یې ځان د اسلامي امارت حامي او پیرو وښود، خو د هندوکش غږ د معلوماتو له مخې نوموړي د شر و فساد ډلو په ملاتړ د بدخشان د نا امنۍ او هلته د کانونو د چور تالان یا مالي ګټو د لاسته راوړنو په موخه د اسلامي امارت د پالیسي خلاف لوی پلانونه لرل.
نوموړي فکر کاوه چې هلته به د خپلو ملاتړو او خلکو په منځ کې وکولی شي چې د اسلامي امارت د هر پوځي او استخباراتي اقدام پر وړاندې ثابت شي، خو زړور او متدینو استخباراتي – امنیتي ځواکونو د ورکړل شوي حکم سره سم هغه په چټک ډول پیدا او له ګواښونو سره سره کابل ته احضار کړ چې د مولوي ذبیح الله مجاهد د څرګندونو پر بنسټ به محکمې ته وړاندې شي.
په دویم قدم کې هم د جمهوریت د ملي امنیت یو نازولی او د کابل د کوڅو لندغر حسیب قوای مرکز، چې د خلکو شکایتونه هم ورڅخه په پراخه اندازه موجود وو، خو جمهوریت او پنجشیري مشرانو د خپلو بدماشیو لپاره ساتلی و، سالنګ کې د امنیتي او استخباراتي ځواکونو په کمین کې له خپلو ملاتړو سره په قتل ورسېد، نوموړی هغه بدماش و چې د جمهوریت پر مهال کابل کې ټول پولیس، استخبارات او ځانګړي قطعات ورپسې وو، خو زور یې ورته نه رسېده، حتی د سنبلې په ۱۸مه، چې د قوماندان مسعود د وژنې ورځ ده، له خپلو لنډغرو ملګرو سره په وسله والو قطارونو کې راوته او کابل کې یې بدماشۍ کولې، حتی د کابل ښاروالۍ پر دېوال یې د کابل ادارې د هغه وخت د مشر اشرف غني د عکس وېشتلو او را پرځولو ویډیو یې هم موجوده ده، خو همدغه «ستره بل» د امنیتي او استخباراتي مجاهدینو وړې ډلګۍ را په ګونډو او د خپلو اعمالو په سزا ورساوه.
د پورتنیو دواړو بېلګو د تحلیل په رڼا کې ویلی شو چې افغان امنیتي ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي او تر ټولو مهمه دا چې نور له دفاعي حالت څخه راوتلي او په تهاجمي حالت کې دي. د دوی وړتیاوې ددې سبب شوې چې د افغانستان ضد ناوړه پلانونه هم په هېواد د ننه او هم بهر کې د ټکنالوژۍ پر مټ په موقع سره شنډ کړي. ددې خبرې د ثبوت لپاره پراخه بېلګې شته چې غوره هغه یې د شر و فساد او خوارجو پر وړاندې پاکستان او قبایلو سیمو کې کامیاب عملیات دي.
افغان استخباراتي او امنیتي ځواکونه نه یوازې چې د جګړې لپاره د مشروعیت او جواز اوچته ایماني روحیه لري، بلکې د سیمې په کچه په معاصره پوځي ټکنالوژۍ، وسلو او روزنه سمبال دي چې هر ډول ننګونو او سختو حالاتو کې د وضعیت د کنټرول ځواک لري، تر ټولو مهمه دا چې قربانۍ او شهادت ته لا هم همغسې تږي دي، څنګه چې د اشغال پر ضد ورسره دا جذب ملګرې وه.
د جمع خان او حسیب وروستۍ پېښې باید ددغه شیطاني لارې ټولو لارویانو ته قوي درس او عبرت وي او هېڅکله هم د پردیو په لمسون د افغانانو د وژنې او بې ثباتۍ لپاره زړه ښه نه کړي، په بېلابېلو نومونو د شر و فساد ډلې، خوارجې او د جمهوریت تښتېدلي چارواکي ټول په خارج کې دي، د دوی زامن او کورنۍ ارام ژوند لري، د دوی مبارزه یوازې تر فېسبوک او ټویټر پورې موجوده ده، نور نه جواز نه لري نه روحیه، هسې د بې وزلو وګړو په سر سودا کوي، ځکه خو اړتیا ده چې دا ډول عناصر او ډلې له ناوړه کړنو لاس واخلي او ځان د افغان امنیتي ځواکونو له غضب او مرګوني ګوزار څخه وساتي.













































