د یوه نظام ثبات او اقتدار یوازې په جغرافیایي شتون پورې نه، بلکې د هغې د امنیتي او استخباراتي جوړښتونو په روښانه بصیرت، لوړ فکري تحرک او د پیښو تر وقوع مخکې د مسایلو په استباقي شنډولو پورې تړلی دی. که د وروستیو ساحوي پرمختګونو په واقعیتونو او حقایقو پام وکړو، نو دا په ډاګه کېږي چې د افغان دفاعي او استخباراتي ځواکونو ستراتیژیکه تګلاره له پخواني دفاعي حالت څخه یو مطلق، سنجول شوي او نفوذ کوونکي تهاجمي پړاو ته داخله شوې ده.
دا د استخباراتي لوړ بصیرت او لیدلوري، د کورنیو او بهرنیو پلانونو دقیق افشا او د سیمه ییز استخباراتي نفوذ د ریښو له منځه وړلو هغه پړاو دی چې نه یوازې د تخریب امکانات صفر ته نږدې کوي، بلکې اسلامي نظام ته تلپاتې روح وربښي. د دغې استخباراتي اګاهۍ او عملیاتي قوت یو ژوندی ثبوت د بدخشان په لېرې او کليواله نسي ولسوالۍ کې د ناامنیو د ريښو مهارول دي. هلته د بغاوتګرو د ډلې فزیکي ماتې په اصل کې د استخباراتي استباق او ژور تحلیل یوه استثنایي لاسته راوړنه وه.
په یاده جغرافیه کې د پردیو استخباراتي شبکو اغزنه هڅه دا وه چې د افراطي او باغي عناصرو په روزلو، پټولو او تمویلولو سره په شمال ختیځ کې یو نوی بحران رامنځته کړي؛ خو د اجتماعي او انفرادي تارونو افشا کېدو ثابته کړه چې کشفي دستګاه له هېواده بهر د دسیسو د لیدلو او تحلیل پوره وړتیا لري.
په دغو حساسو تهاجمي عملیاتو کې د حسیب پنجشېري په نامه د يوه شرير او ساعي بالفساد محوري څېرې له منځه وړل چې د ځینو بهرنیو شبکو لخوا مستقیما رهبري کېده او د هغه د درېیو اختطافچيانو ملګرو ترور او نهو نورو متجاوزینو ژوندي نیول، پر پردیپالو او ورانکاره نقشو مځکنی او غوڅ ګوزار و.
دا تړلي حقیقتونه یوازې تر یوې ولسوالۍ یا یوې ځانګړې سیمې پورې محدود نه دي، بلکې دقیق استخباراتي تحلیل ښیي چې په هېواد کې ټولې غرضي هڅې او بغاوتونه په ټولیز ډول له یوه ادرس څخه اوبه څښي او مالي سرچینې ترلاسه کوي. له همدې امله، د نسي له غوڅ مهار سره هممهاله، د داعش فکري او عملیاتي پروژې پر وړاندې وروستي ځپونکي ضربات د دغه تهاجمي فکر یو بل روښانه مثال دی.
افغان استخباراتي ځواکونو د داعش په اډو او پټنځایونو مخکې له مخکې تهاجمي چاپې ووهلې، ترڅو د هغوی عملیاتي رګونه، لوژستیکي شبکې او تبلیغاتي مرکزونه له بېخه پرې کړي. د تکفیر او ترور دغه خطرناکه فتنه یوازې په دفاعي غبرګون نه شي کنټرولېدلی، بلکې اړتیا ده چې د هجوم تر پیلېدو وړاندې یې مالي او فکري لارې بندې کړل شي؛ دا دقیقاً هغه تګلاره ده چې افغان امنیتي ځواکونه یې اوس په لاره اچوي.
د استخباراتي بیدارۍ، د حساسو دښمنانو د له منځه وړلو او د داعش د عمومي پروژې د ريښو د ایستلو تر ټولو لویه پایله او ملموس اثر، د ازادۍ د اسلامي او تاريخي ورځو په جریان کې په ډاډه قلبي توګه د امن ډاډمنېدل دي. په ټول هېواد کې د ناامنۍ د تکراري سناریوګانو او چاودنو چوپتیا دا ثابته کړه چې کشفي ادارې له ردعمل څخه فعالیت پړاو ته رسیدلي او د تخریب ادرسونه یې تر کاره مخکې خنډ کړي دي. د خنډونو او پېښو نشتوالی یوازې چانس نه و، بلکې د زرګونو بې خوبیو، استخباراتي تعقیبونو او له نسي ولسوالۍ نیولې تر پلازمېنې پورې د دښمن د نفوذي شبکو د فلج کېدو منطقي محصول و.
په ټوله کې، د بدخشان د غرنیو څوکو له ماتې نیولې، د شر او فساد د عاملینو تر فزیکي تباهۍ، د داعشي نفوذ تر ژور قاطعیت او بالآخره د هيواد په سطحه د ډاډمن امنیت تر ټینګښته پورې دا ټولې پېښې یو د بل تمثیلوونکې او تر منځ تړل شوې زنځيري کړۍ دي. دغه مظاهر او تهاجمي حرکتونه په ثبوت رسوي چې افغان دفاعي او استخباراتي ډګر د پردیو له لاسوهنو او کورني فساد د شنډولو په موخه له ابتکاري ځواک، ژور اسلامي تعهد او خورا قوي اسلامي احساس څخه برخمن دی.











































