۱۱- په عصري علومو کې وروسته پاتېوالی، د پرمختللو وسلو او نوې ټکنالوژۍ نشتوالی
د اوسني عصر د مسلمانانو د کمزورۍ له مهمو لاملونو څخه یو هم په عصري علومو او نوې ټکنالوژۍ کې وروسته پاتېوالی دی. په تېرو زمانو کې اسلامي تعلیمي نظام داسې و چې دیني او عصري علوم پکې اوږه په اوږه تدریسېدل او اسلامي مدرسو او علمي مرکزونو به ټولنې ته د هر فن ستر عالمان او نومیالي پوهان وړاندې کول. د امام رازي، خوارزمي، ابن رشد، ابن سینا، البیروني، فارابي، ابن هیثم، ابوبکر رازي او ابن خلدون په څېر ستر شخصیتونه نه یوازې په دیني علومو کې ژوره پوهه او مهارت درلود، بلکې د عصري علومو په بېلابېلو څانګو کې هم د نړۍ له بېسارو پوهانو څخه شمېرل کېدل.
خو نن ورځ د مسلمانانو په منځ کې هغه کسان چې په دیني او عصري علومو دواړو کې ژوره پوهه او تخصص ولري، ډېر لږ دي او یوازې یو محدود شمېر یې د خپل استعداد، زیار او هڅو په مټ لوړ علمي مقام ته رسېدلي دي. له بلې خوا، ډېری هغه کسان چې د عصري علومو او ساینس له تعلیمي مرکزونو څخه فارغېږي، د لوېدیځ د فکري او فرهنګي چاپېریال تر اغېز لاندې د دیني علومو کافي پوهه نه لري. کله ناکله همدا کسان، پرته له دې چې خپله پرې خبر وي، د اسلام د دښمنانو د موخو او ګټو د تحقق وسیله ګرځي.
له همدې امله، د مسلمانانو یوه اساسي اړتیا دا ده چې په خپلو سیمو کې معیاري تعلیمي مرکزونه جوړ کړي، څو دیني او عصري علوم پکې یو ځای تدریس شي. همدارنګه، اړینه ده چې هر مسلمان د خپل وخت له اړتیاوو او بدلونونو څخه باخبره وي او په هره سیمه کې د عصري علومو متخصصین وروزل شي. ترڅنګ یې، هر هغه مسلمان چې د عصري علومو په هره څانګه کې زدهکړې کوي، باید د دین له اړینو علومو سره هم اشنا اوسي. سربېره پر دې، د پرمختللو وسلو او نوې ټکنالوژۍ نشتوالی هم د مسلمانانو د کمزورۍ له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
په نړۍ کې الهي دود داسې دی چې د انسانانو برتري تر ډېره حده په دنیوي وسایلو او امکاناتو پورې تړلې ده. څوک چې له زیات ځواک او ډېرو امکاناتو برخمن وي، کولای شي پر خپل مخالف بری ومومي او د دغو مهمو امکاناتو څخه یو هم د نوې ټکنالوژۍ درلودل دي. د بشري تمدن د پرمختګ په اوږدو کې تل د هر عصر له اړتیاوو سره سم وسایل او ټکنالوژي کارول شوې ده؛ خو نن ورځ د مسلمانانو د کمزورۍ او وروسته پاتېوالي له سترو لاملونو څخه یو هم دا دی چې د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو له کاروانه وروسته پاتې شوي دي.
هغه مهال چې مسلمانان د ځواک او ټکنالوژۍ په ډګر کې مخکښ وو، هېڅ دښمن د اسلامي نړۍ د زیانمنولو توان نه درلود؛ خو نن چې مسلمانان په دې برخه کې وروسته پاتې شوي، دښمن پرې برلاسی شوی دی. له همدې امله الله تعالی جلجلاله مسلمانانو ته امر کوي چې د وخت او شرایطو له غوښتنو سره سم په خپل ټول وس او توان سره د ځواک او امکاناتو د برابرولو هڅه وکړي: ﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ﴾ [الأنفال: ۶۰]
اې مسلمانانو! د خپلو دښمنانو پر وړاندې په خپل ټول وس او توان سره، هر ډول ځواک چمتو کړئ، په ځانګړي توګه چمتو شوي اسونه څو په دې سره د الله جلجلاله دښمن او ستاسو دښمن ووېروئ.
د اسلام تاریخ هم دا حقیقت څرګندوي چې مسلمانانو تل د خپل وخت له تر ټولو پرمختللو وسایلو څخه ګټه اخیستې ده. د بېلګې په توګه، په اسلامي غزاوو کې د لومړي ځل لپاره له منجنیق څخه، چې هغه مهال یوه پرمختللې جګړهییزه وسیله وه، کار واخیستل شو. همدارنګه، تاریخي سرچینې ښيي چې مسلمانانو د لومړي ځل لپاره جنګي بېړۍ جوړې کړې او د خپلو دښمنانو پر وړاندې یې په اغېزناک ډول وکارولې.










































