د نېکمرغه لوی اختر د مبارکو ورځو په خیر او عافیت سره تېرېدل او په ټول افغانستان کې د هېڅ ډول امنیتي پېښې نه رامنځته کېدل، یوازې یوه دنده ایزه بریا نه ده؛ بلکې دا د نظام د مشروعیت، د دفاعي ځواکونو د مسلکي توب، د تخریبي ډلو د فکري او فزیکي ماتې او د ولسي همکارۍ ترمنځ د یوې ژورې او منطقي اړیکې زېږنده ده. کله چې موږ د دغه بېساري امنیت سیاسي او علمي ارزیابي کوو، نو څرګندېږي چې د ثبات دغه بېلګه د څو مهمو فکتورونو د همغږي او ځنځیري اتصال پایله ده.
د دې بریا په سر کې د یوه واحد او شرعي مرکزیت شتون قرار لري. په سیاسي علومو کې د دولتي ثبات لومړی اصل د جزیرو او موازي قدرتونو له منځه وړل او پر ټوله جغرافیه باندې د قانون یو ډول نفاذ دی. د اوسني نظام شرعي او عقیدتي ماهیت د دې لامل شوی چې د پرېکړو په هرم کې ابهام شتون ونه لري. همدا د امر او نهې قاطعیت مستقیم د امنیتي ځواکونو (استخباراتو، دفاعي او داخلي ارګانونو) پر لیکو اغېزه کړې ده.
د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فکري او عقیدتي انګېزه، د هغوی دندې ته د یوه الهي امر او شرعي مسؤلیت رنګ ورکړی دی. له همدې امله، د اختر په څېر په حساسو ورځو کې د ځواکونو د کشف او مخنیوي ظرفیت ځکه لوړ و، چې هغوی د معاش یا امتیاز لپاره نه، بلکې د عقیدې پر بنسټ له ټولنې دفاع کوله. د نظام دغه اقتدار او د ځواکونو دا عقیدتي بیداري، په مستقیم ډول د فتنه ګرو او داعشي خوارجو د شریرو پلانونو د خنثی کېدو بنسټیز عامل ګرځېدلی دی.
د تخریبي ډلو ستراتیژي تل پر دې ولاړه وي چې د ولسي اهدافو او مذهبي ورځو په نښه کولو سره په ټولنه کې وحشت خپور کړي او د نظام حاکمیت کمزوری وښيي. خو کله چې د نظام کشفي ارګانونه د ولس په منځ کې ريښې ولري او په تهاجمي حالت کې وي، د دغو فتنه ګرو د تمویل او بریدونو شبکې په نطفه کې خنثی کېږي.
د اختر په ورځو کې د داعشي خوارجو بشپړ سکوت او عجز دا ثابته کړه چې هغوی په افغانستان کې نه یوازې دا چې فزیکي پټنځایونه له لاسه ورکړي، بلکې د نظام د جدي استخباراتي تعقیب له امله د عملیاتي پلان جوړولو له وړتیا هم لوېدلي دي. دلته د ځنځیر تر ټولو مهمه کړۍ، یعنې د ولس خوښي او رضایت راځي، چې د پورته درې واړو فکتورونو مستقیمه پایله ده، خو په عین حال کې د هغې لپاره د سون توکي هم برابروي. کله چې شرعي نظام ثبات راولي او ځواکونه یې د فتنه ګرو پلانونه شنډوي، په ټولنه کې د ډاډ او رواني ارامۍ فضا رامنځته کېږي.
د لوی اختر په ورځو کې د خلکو بېباکه ګرځېدل او د تګ راتګ بېسارې ګڼه ګوڼې د همدې ډاډ ښکارندویي کوله. خو دا رضایت یو طرفه نه دی؛ کله چې ولس د امنیت خواږه خوندونه وڅکي، نو بيا د نظام د بقا او ثبات په اصلي ملاتړي ولس بدلېږي. خلک په خپله خوښه د امنیتي ځواکونو په سترګو او غوږونو بدلېږي او په خپلو سیمو کې د فتنه ګرو د نفوذ هر ډول هڅه استخباراتي ارګانونو ته رسوي. په حقیقت کې، د داعشي خوارجو لپاره د ولسي بستر نشتوالی د همدې ولسي رضایت له امله دی.
په پایله کې ویلای شو، چې د افغانستان په مقدس قلمرو کې د لوی اختر په دې حساسو شېبو کې د امنیت معما یو ځانګړی او تړلی فورمول لري: د واکمن شرعي نظام سیاسي اراده د امنیتي ځواکونو عقیدتي ظرفیت جوړوي؛ د ځواکونو دا ظرفیت د فتنه ګرو د شریرو پلانونو مخه نیسي او د هغوی ریښې باسي؛ او د فتنو دغه له منځه تلل د ولس د ارامۍ او خوښۍ لامل ګرځي، چې په پایله کې همدا ولسي خوښي او همکاري بېرته د نظام د ثبات او بقا ضامن ګرځي. دا یو داسې متقابل او نه بېلېدونکی پیوستون دی چې نن یې د افغانستان امنیتي ماډل د سیمې په کچه بېساری کړی دی.










































