د پردې پر مخ او تر شا؛ د روایتونو جګړه
د هغه اور په زړه کې چې غزه یې په لمبو کې نغښتې، یوه بله جګړه هم په خاموشه، خو پراخه بڼه روانه ده؛ هغه جګړه چې د روایتونو د کنټرول لپاره ترسره کېږي. دا د رسنیو، انځورونو او افکارو جګړه ده؛ داسې ډګر چې حقیقتونه پکې د وسلو بڼه خپلوي او د نړیوالې خواخوږۍ ګټل د بریا مهمه وسیله ګرځي.
له یوې خوا، د غزې د خلکو د ګرځنده ټیلیفونونو کمرې او خپلواکې رسنۍ نړۍ ته د انځورونو یو توپاني بهیر لېږي؛ هغه ماشومان چې له کنډوالو را ایستل کېږي، هغه کورنۍ چې په یوه شېبه کې له یو بله بېلېږي او هغه بېوسه څېرې چې د وېرې له ډکو سترګو د کمرې مخ ته ګوري. دغه خام او بېواسطه انځورونه د قربانۍ او مقاومت روایت په بېساري ځواک مخته وړي او د نړۍ وجدان ننګوي. د دې ناورین له زړه څخه د انځورونو، ویډیوګانو او راپورونو خپرول خپله د مبارزې یوه بله بڼه ګرځېدلې ده؛ هره لنډه ویډیو او هر انځور د هغه حقیقت ژوندی شاهد دی چې د پټولو یا تحریفولو هڅه یې کېږي.
د دې ډګر په بل اړخ کې د صهیونیستي رژیم ځواکمن رسنیز ماشین ولاړ دی؛ هغه ماشین چې د سترو بودجو او نړیوالو شبکو په مټ یو بشپړ جلا روایت وړاندې کوي. په دې روایت کې د «ځان د دفاع حق» ته ځانګړی ټینګار کېږي، د «اوسپنیز ګنبد» په څېر پرمختللي دفاعي سیستمونه نندارې ته وړاندې کېږي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې د انکار یا کمارزښته ښودلو هڅې روانې وي. دغه رسنۍ په ځانګړي مهارت داسې ژبه او اصطلاحات کاروي چې پکې د ملکي وګړو وژل «اړخیز زیان» او د استوګنیزو سیمو بشپړه ویجاړونه «د ترهګریزو زیربناوو له منځه وړل» بلل کېږي. د ژبې دا ډول کارونه د تاوتریخوالي د عادي کولو او د بشري ناورین د کمرنګه ښودلو لپاره یوه منظمه هڅه ده.
لویې ټولنیزې شبکې هم په دې جګړه کې بېطرفه نه دي پاتې شوې. د دوی الګوریتمونه ډېر ځله د فلسطینیانو اړوند محتوا محدودوي یا یې لرې کوي، په داسې حال کې چې د صهیونیستي رژیم رسمي حسابونه په پراخه کچه د خلکو مخې ته راځي. دا ډیجیټلي سانسور د مخالفو غږونو د چوپولو یوه نوې او معاصره بڼه ده.
خو د دې رسنیزې جګړې اصلي محور انسانیت دی. فلسطیني روایت په دې بریالی شوی چې د انسانانو پر برخلیک د تمرکز له لارې دا بحران له یوې لرې جغرافیایي ـ سیاسي شخړې څخه یوې محسوسې، دردناکې او شخصي انساني غمیزې ته واړوي. د انساني کړاو دغه شخصي انځورول د بېپروايۍ دېوالونه نړوي او د خلکو وجدان راویښوي.
په مقابل کې، د صهیونیستي رژیم روایت تر ډېره انتزاعي او امنیتمحوره بڼه لري او د نړیوالې خواخوږۍ په راجلبولو کې، په ځانګړي ډول د هغه ځوان نسل ترمنځ چې خپل ډېری خبرونه له ټولنیزو شبکو ترلاسه کوي، لږ بریالی ښکاري. د دې روایتونو د جګړې پایله د نړیوالو عامه افکارو ژوره قطبي کېدنه ده. د نړۍ د ګڼو پلازمېنو واټونه د هغو پراخو لاریونونو شاهدان دي چې د غزې د خلکو غږ پورته کوي، په داسې حال کې چې په ځینو هېوادونو کې دودیزې رسنۍ لا هم د رسمي روایت په احتیاط سره خپرولو ته دوام ورکوي.
د خلکو او د ځینو دولتونو او دودیزو رسنیو ترمنځ دغه واټن د دې رسنیزې جګړې له مهمو اغېزو څخه شمېرل کېږي. په پای کې، په دې جګړه کې یوازې د پیغام د خپرولو ځواک پرېکړه نه کوي، بلکې د عاطفي او اخلاقي اغېز ځواک هم ټاکونکی رول لري. نن ورځ د غزې د یوه عادي وګړي د موبایل کمره کولای شي د یوې سترې خبري شبکې هومره اغېز ولري، او همدا د جګړې د روایتجوړونې په ډګر کې یو ستر بدلون دی؛ داسې بدلون چې اغېزې به یې د غزې د اور له خاموشولو وروسته هم د اوږدې مودې لپاره پاتې وي.











































