په تېره نیمه پېړۍ کې د افغانستان د ثبات، نظام جوړونې او په اصطلاح د ملت جوړونې لپاره تل بهرنۍ نسخې کارېدلې او فرمایشي نظامونه ورباندې په یوه او بله نامه تحملېدل او پایلې یې هم منفي وې، خو په دې موده کې یوازې دوه ځله داسې حاکمیتي دورې یا نظامونه لرو چې ژوره افغاني ریښه یې درلوده او د خلکو په ملاتړ د بهرنیانو له ملاتړ پرته ودرېدل، چې دا د اسلامي امارت لومړۍ او دویمه یا اوسنۍ دوره ده.
د دې دواړو دورو امنیت، بیا رغونه او ملي پیاوړتیا تر اوسه پورې د خلکو د خاطرو او ویاړ برخه ده. د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره نه یوازې چې د اشغال شل کلن تور ټغر ټول شو، بلکې د اشغال هغه داخلي لاسپوڅي او د یوې خاصې سیمې او ولایت ځیره خوړونکي هم له واک او معاملو پرېوتل چې په تېرو شلو کلونو کې یې په اصطلاح د مجاهد، مقاومتي او مبارز په نامه له جمهوریت څخه بېساري امتیازات اخیستل، خو یوازې تر یوې کورنۍ او یوې قبیلوي ریښې پورې محدود وو او نه یې خپلو خلکو او نه هم ولایت ته څه ګټه ورسوله، چې نن یې ټول افغانان شاهدان دي.
د دې لپاره چې خپلې دغه باج اخیستنې بیا هم دوام ورکړي او پردي اولادونه د تېر په څېر د خپلو ګټو او د خپلو خارجي بادارانو د ګټو او شومو موخو لپاره وجنګوي، په بېلابېلو نومونو یې پراخه تبلیغات پیل کړل. په دغه ناوړه تبلیغاتو کې مغرضې رسنۍ، پخواني ویاندویان او د تش په نامه د مجاهد له نامه امتیاز اخیستونکي شامل دي چې د خپل حاکمیت پر مهال یې له دې شعارونو حتی یو فیصد هم نه وو عملي کړي، بلکې برعکس اداري او اخلاقي فسادونه، غصب، قتلونه، اختطاف او د نشهيي توکو کاروبار یې څرګندې لاسته راوړنې وې.
همدا اوس له هېواده بهر په مجازي نړۍ کې ګڼې داسې جبهې فعالې دي چې غواړي د سیمې او اشغالګرو هېوادونو د شرمېدلو استخباراتي کړیو په ملاتړ پردي اولادونه، په ځانګړي ډول احساساتي ځوانان، خپلې خواته جلب کړي او په بېلابېلو تمو او هیلو یې وغولوي.
د ازادۍ، مقاومت، مبارزین، میهنپرستان او نورې جبهې یا شوراګانې او سیاسي اتحادیې چې په رأس کې یې د احمد مسعود، سمیع سادات، ډاکټر ضیا، استاد سیاف او نورو تښتېدلو جمهوریتي چارواکو نومونه یادېږي، ټول یوازې تر نوم پورې محدود دي، پر دې سربېره یې مطرح کوونکي هم له سختې بېاتفاقۍ او کمزورۍ سره مخ دي، یوازې د بهرنیو ملاتړو د ډالرو سیروم یې څه ناڅه د رسنیو تر کمرو پورې ژوندي ساتي، فعالیت یې تر اعلامیو او کنفرانسونو پورې محدود دی.
له نېکه مرغه چې افغان مجاهد او مسلمان اولس د هغوی دغه مجازي فعالیت او تش په نامه استخباراتي فعالیت درک کړی او ښه یې پېژندلي دي، ځکه په مقابل کې یې د اسلامي امارت معنوي حقانیت ورځ تر بلې په تبلیغاتو نه، بلکې په عمل کې را څرګندېږي او حتی د افغانستان دښمنان هم په دې اقرار کوي چې د حکومتوالۍ او بیا رغونې اوسنی بهیر په نیمه پېړۍ کې ساری نه لري.
بله مهمه موضوع دا ده چې دې ډول ډلو، چارواکو او د هغوی پلویانو خپل باور په بشپړه توګه بایللی دی او اوسمهال په افغانستان کې د ناوړه کړنو، تخریب او ولس یرغمل کولو لپاره حتی یوه لوېشت ځای هم نه لري، کله چې یو څوک په هېواد کې د شر او فساد لپاره یوه لوېشت ځای او باور ونه لري، ولس ورڅخه نفرت او بېزاري ولري، د هغوی تبلیغات او شعارونه هم برعکس د هغوی شرمېدلې څېرې او شوم اهداف په ډاګه کوي.
د همدې ډلو، جبهو او جمهوریتي نازولو کړنې د خپلې واکمنۍ پر مهال هم له چا نه پټې نه دي، دوی په کابل او نورو ښارونو کې د غیرانساني کړنو، وحشتونو، غلاوو او شوکو اوږد تاریخ لري، دوی هم له خپل حکومت او مشرانو امتیاز اخیسته او هم د اپوزیسیون، مدني فعال او رسنوال په نامه د خپل نظام او ادارو پښې وهلې، کله ملګری، کله مخالف و، د حکومت په منځ کې یې حکومتونه او وحشتونه کول چې د خلکو ابرو، عزت، مال او کاروبارونه ورڅخه په امن کې نه وو او ډېرو افغانانو د هغوی د ناوړه کړنو په سبب داخلي بېځایه کېدنو او حتی بهرنۍ کډوالۍ ته مخه کړې ده.
دا چې دا ډول جبههوالو ټول تمرکز پر رسنیو او اعلامیو کړی دی، په بدل کې یې د اسلامي امارت رسنۍ، ویاندویان نه، بلکې خپله عام ولس او رسنیز فعالان په داوطلب ډول د خپل ایماني او افغاني مسوولیت له مخې ځواب وايي او دا باور د هرې ورځې په تېرېدو غښتلی او ولسي کېږي چې بالاخره به نړیوال او مغرضې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هم دغه ملي باور او ملاتړ ته غاړه ږدي.










































