د معاصرې حکومتولۍ ستنې په ډېرو محورونو ولاړې دي، خو تر ټولو د پام وړ او مهمې یا اړینې هغه یې دوه دي چې امنیت او نظام جوړونه ورته ویلی شو. د افغانستان اسلامي امارت د دویم ځل حاکمیت تاریخي پېښه په داسې یوه وضعیت کې رامنځته شوه چې افغانستان د جمهوریت نظام تر چتر لاندې له ریښو او بېخه لړزاند او پرځېدلی و، نه په کې امنیت موجود و او نه هم نظام جوړونه، سره له دې چې د اشغالګرو او مرستندویه ادارو له لوري په دوو لسیزو کې په میلیاردونو ډالر د حکومت جوړونې یا نظام او امنیت په نامه لګېدلي وو.
د نظام جوړونې تر ټولو شرموونکې بېلګه یې په یوه وخت کې د دوو ولسمشرانو او حکومتونو د مسوولیت اخیستنې لوړه وه چې د هېواد او افغانانو حیثیت یې په نړیواله کچه له خاورې سره برابر کړ. دوی حتی په دیموکراسۍ کې هم د دیموکراسۍ غربي او په اصطلاح معاصر اصول تر پښو لاندې کول، خپل ځان ته یې ټاکنې، کمیسیونونه، شکایت ثبت او ګټونکي اعلانول او په خپله یې ورڅخه بغاوت هم کاوه، چې په دې برخه کې وضاحت ته هېڅ اړتیا نشته او ټول هېوادوال پوهېږي چې حتی خلک د نظام او په اصطلاح د حکومت له نوم څخه هم زړه توري وو.
دویم اصل چې امنیت و، دا هم ټولو ته څرګند دی، د سلګونو زره اردو او د هغوی د لکونو بهرنیو اشغالګرو د ملاتړ او ټکنالوژۍ په شتون کې هم په ښارونو دننه د نظام ضد چیغې پورې کېدې، ناامنۍ روانې وې او د واک، څوکۍ او منصبونو په سر بغاوتونه او جنګونه روان وو. د یوې پوستې پولیس یا سرباز د ورځې په ظاهر خپل مسوولیت تر سره کاوه او د شپې غل، چرسي، داړه مار او د خلکو عزت لوټونکی غل و، چې بیا به یې پړه هم په ډېره بې شرمۍ سره په اسلامي امارت ور اچوله، خو د دې برعکس د اسلامي امارت د حاکمیت په سیمو کې خلکو د خوښۍ او امنیت له احساس سره ژوند کاوه، ښوونځي پرانیستي وو، روغتیايي چارې مخته تللې او د خلکو دوسیې او قضیې په کم وخت کې په منصفانه ډول فیصله کېدلې.
حتی ډېرې داسې بېلګې شته چې له ښارونو څخه هم خلکو د اسلامي امارت محاکمو ته د ستونزو د حل په موخه مراجعه کوله او په کم وخت کې یې قضیې حل و فصل کېدلې. کله چې جمهوریت د خپلو کړنو په سزا ورسېد او سقوط شو، یوه لویه ډنډوره دا وه چې نظام او امنیت له منځه ولاړ، د اسلامي امارت له فتحې سره به لویه اندېښنه دا وي چې اوس به څنګه په داسې حالت کې امنیت او نظام جوړونه رامنځته کېږي.
هغوی چې د جمهوریت تش په نامه نظام جوړونه او امنیت یې د میلیونو ډالري پروژو او کارپوهانو په لاسونو کې لیدلی و، زړه نا زړه وو چې دا چاره به اوس څنګه تر سره کېږي، خو ټول د دې حقیقت شاهدان دي چې د اسلامي امارت د فتحې په لومړۍ ورځ هم دا چاره ټکنۍ نشوه، ځکه د اسلامي امارت ځواکونه او مسوولین د همدې دوو اصولو له بشپړ رعایت، پلان او هوډ سره مسوولیت اخیستنې ته چمتو شول او په یوه اوونۍ کې بېرته اداري چارې او انتظام عادي حالت ته را وګرځېده، چې دا وضعیت ډېرو هغو ته چې د نظامونو د بدلون او کورنیو جګړو ترخې خاطرې او تجربې یې لرلې، یو خوب ښکارېده.
د امنیت په برخه کې اوسمهال هېڅ خبره نه کېږي، ځکه چې کله یو څه څرګند او د خلکو د مشاهدې وړ وي، تحلیل ته یې هم اړتیا نشته، خو په نظام او د جوړونې په لارو یې ډېرو خبرې کېدای شي، ځکه چې اوسنی نظام او نظم جوړونه بې سارې ده، د وزارتونو او ادارو د فزیکي رغونې او بدلون تر څنګ، د تشکیلاتو، لوایحو او سیسټم د غوره فعالیت تر څنګ ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کېدل او رضایت، بیا تر ټولو مهم، حساب ورکونه بې بدیله ده.
نن چې د ولس او نظام تر منځ فاصله له منځه تللې، بلکې صفر ده، یو وزیر، یو عمومي رئیس او بل مسوول د عادي خلکو په څېر تګ راتګ کوي، ناستو ته ځي راځي او ښار کې ګرځي، د هېواد ګوټ ګوټ د عادي وګړو غوندې سفر کوي. دا د غوره حکومتولۍ او نظام د مشروعیت او باور زېږنده ده، خو د ولس مسوولیت لا هم په دې ریاضت سره نه خلاصېږي. لکه څنګه چې د سمون او لا ښه والي لپاره د وړاندیزونو، نیوکو او له مشرانو څخه د غوښتنې دروازې پرانیستې دي، همداسې د یوه مسوول وګړي یا هېوادوال په توګه د خلکو مسوولیت هم دا دی چې د نظام، امنیت او اوسنیو لاسته راوړنو په ساتنه او ملاتړ کې خپل ملي نقش ادا کړي، ځکه دا تعامل د هر نظام د پایښت او پیاوړتیا لپاره د حکومت او ولس ترمنځ یو هېوادنی تعهد دی.












































