افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه یو دی چې په ډېر چټک ډول د ثبات او ابادۍ خواته ګامونه اخلي، له دغه مزل سره چټک د غوره حکومتوالۍ او متوازن بهرني سیاست مسیر هم تعقیب او خپلې محسوسې پایلې شاته پرېږدي، خو هغه هېوادونه، په ځانګړي ډول افغان ګاونډیان، چې تل یې د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې، څو خپلې نامشروع ګټې د افغانستان په ناامنۍ او بېثباتۍ کې ترلاسه کړي، له دغه پرمختګ او ثبات څخه د ملاتړ پر ځای هڅه کوي چې دا مثبت وضعیت منفي لور ته واړوي او یو ځل بیا مظلوم افغانان، چې تازه یې د ارام ساه اخیستې، د خپلو لاسوهنو او ناوړه سیاست قرباني کړي.
له بده مرغه چې پاکستان په دې ډله کې تر ټولو وړاندې دی، د دغه هېواد پوځي رژیم نه په خپل ولس او عامو رحم او ترحم لري او نه هم له جګړې څخه د راوتي افغان ولس ارام ژوند زغملی شي، ځکه یې د خپلو نیابتي مزدورانو، شر او فساد ډلو او خپلو اجیرو ملیشو له لارې د وضعیت د خرابولو هڅه کړې ده.
که څه هم دلته لومړی د انتقاد ګوته بیا هم یو شمېر هغو اربکیانو، له اسلامي نظام څخه تښتېدلو شر او فساد ډلو یا په اصطلاح افغانانو ته نیول کېږي چې ولې خپلې اوږې د بل د وسلې لپاره په کرایه ورکوي او د خپل هېواد د بېثباتۍ لپاره د پاکستاني پوځ او پنجابي رژیم لمنې ته لوېږي، خو پاکستان هم باید دا درک کړي چې کله یو څوک د خپلې خاورې، ولس او ارزښتونو لپاره ژمن نه وي، د بل ارزښتونه او ګټې هم نه شي خوندي کولی، یوازې ورڅخه د وسایلو په توګه ناوړه استفاده کېږي او نور یې د زړو پلانونو کثافت دانۍ ته غورځوي.
د شر او فساد ډلو، د جمهوریت مفسدو سرتېرو او د پوځي رژیم اجیرانو د جمهوریت پر مهال هم تل د ثبات، عدالت او هېوادنۍ سختې منې ډنډورې غږولې او برعکس طالب مجاهدین او د اسلامي امارت نظامي جبهات یې د ای اېس ای او پاکستان اجیران یا غلامان بلل، خو وروستي تحول او فتحې ثابته کړه چې اوسني واکمن او نظام د هېواد له اصیلو بچیانو څخه جوړ و، خو هغوی چې د پاکستاني رژیم د دښمنۍ نارې یې وهلې، تر ټولو مخکې د پاکستاني هوايي کرښو الوتکې په پرواز کې اسلاماباد او خپلو بادارانو ته ورسېدل.
له دوی سره تر دې حده بېانصافي وشوه چې خپل بادار یې هم اسلاماباد او نورو ساحو کې ځای ور نه کړ، بلکې امریکا او اروپا ته لاړل، تر څو هلته د خپلو فسادونو په پایلو کې د استول شوو ډالرو او اکاونټونو حال احوال واخلي. په هر صورت، د پاکستاني رژیم په دا ډول کړنو کې اوږده او توره مخینه لري چې تل یې خپلې نیابتي ډلې، اجیران او ګاونډیانو پر ضد روزلي او کارولي دي. تازه راپورونه او شواهد څرګندوي چې اوسمهال یې یو ځل بیا په بلوچستان او نورو سیمو کې د اربکیانو، غلو، جنایتکارانو او نورو کرايي قاتلانو د تنظیم او راټولونې هڅې پیل کړې، څو د پیسو او نورو طمعو په بدل کې یې تر افغانستانه ورسوي او هلته ورباندې د وضعیت د خرابولو او اوبو خړولو لپاره پانګونه وکړي.
د پاکستان دا شومه موخه یوازې د افغانستان د وضعیت خرابولو په نیت نه ده، بلکې د سیمې د وضعیت لپاره هم یو ناوړه پلان دی چې باید نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه دغه سیاسي منافقت ته ځیر شي. که څه هم په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت خپل مسوولیت په خورا جرأت او مېړانه سره ادا کړی دی او په ځلونو یې د فرضي کرښې په مسیر کې له پاکستانه د پوځي رژیم را استول شوي اجیران د خپلو اعمالو په سزا رسولي او حتی د اسلامي امارت د حاکمیت سیمې ته یې هم نه دي پرېښي، چې په دې برخه کې د خواله شبکو او رسنیو راپورونه موجود دي، خو افغانستان به تر څو د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره قرباني ورکوي؟
اړتیا ده چې د پاکستان د دغه منافقت او شرارت پر وړاندې د سیمې او نړۍ هېوادونه متحد شي او پوځي رژیم وپوهوي چې دا ناوړه پلانونه به یې د افغانستان پر ځای بېرته په خپل کورني وضعیت اغېز وکړي او د پاکستاني ولس د وېش او خاورې ناامني به تر دې هم ناوړه حالت ته یوسي. هغه د شر او فساد ډلې، اجیران او اربکیان چې اوس یو ځل بیا خپله بقا د پاکستاني رژیم په ملاتړ کې ویني، باید په دې پوه شي چې افغانستان اوس د جمهوریت د مهال افغانستان نه دی چې د نړیوالو د ناوړه پروژو د لابراتوار غوندې دې هر څه په کې تجربه شي، دلته اوس مسوول او مقتدر نظام راغلی، دلته اوس دم او قدم دواړه په حساب دي.
ښه به دا وي چې د الهي هدایت له دعا سره د افغان خاورې، ولس او روان ثبات د ګډوډۍ د ناکامۍ هڅې پر ځای د پردیو، په ځانګړي ډول د پاکستاني رژیم له لمنې را جلا شي او په خپل هېواد کې د عزت او با مسوولیته ژوند خواږه وڅکي، کنه له دې پرته به خپل او د خپلو بادارانو ټول ارمانونه د پخوا په شان ګور ته یوسي. پاکستاني رژیم ته بویه چې د دغه ترهګرو ډلو او جنایتکارانو د روزنې او تمویل پر ځای خپل پام داخلي وضعیت او امنیتي ته واړوي، له خپلو خلکو سره خبرو او تفاهم ته حاضر شي، ځکه چې نور پاکستانی ولس هم هره ورځ د رژیم د سرتېرو او پولیسو ور روانې جنازې نه شي زغملی او نه هم پاکستاني رسنۍ د ټولو هغو نیمګړتیاوو او بدامنيو د پټولو وړتیا لري چې پوځ یې پر نشر او پوښښ کلک بندیزونه لګولي دي.











































