د هرې ټولنې او هېواد د امن او ثبات اصلي ازموینه د سختیو او حساسو حالاتو پر مهال کېږي. لوی اختر یوازې یو مذهبي مناسبت نه دی، بلکې په ټولنیزه او اداري کچه هم یوه ستره ننګونه ګڼل کېږي. د میلیونونو خلکو تګ راتګ، په عیدګاوو او جوماتونو کې سترې غونډې، د قربانۍ د څارویو په بازارونو کې ګڼه ګوڼه او د اختر په ورځو کې تفریحي سیمو ته د خلکو پراخ ورتګ؛ دا ټول هغه څه دي چې د هر هېواد د ادارې لپاره یوه سخته ازموینه بلل کېږي.
الحمد لله، سږ کال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د لوی اختر ورځې په داسې امن، سوکالۍ، هوساینې او خوښۍ سره تېرې شوې چې د شکر ایستلو لپاره یې هره ستاینه کمه ښکاري. له ټول هېواد څخه د کومې سترې امنیتي یا ناوړې پېښې د نه رپوټ کېدو حقیقت دا څرګندوي چې افغانستان د بدلون او پرمختګ پر لور روان دی.
دا ارامه او خوندي فضا کومه ناڅاپي معجزه نه ده او نه هم یوازې د تقدیر یوه پېښه ګڼل کېدای شي؛ بلکې تر شا یې د افغانستان د اسلامي نظام رښتینې او مخلصانه پالیسۍ او د امنیتي بنسټونو هغه نه ستړې کېدونکې هڅې پرتې دي چې خلکو ته یې د ډاډ او خوندیتوب احساس ورکړی دی.
هغه مهال چې ټول هېواد د اختر د خوښیو په چمتووالي بوخت و او خلک په خپلو کورونو کې په ارامه خوب ویده وو، امنیتي ځواکونه پر سړکونو، څلورلارو او لرې پرتو سرحدونو کې په بشپړ چمتووالي د هېواد د امنیت ساتنه کوله. د دوی د همدغو دوامداره هڅو، ویښتیا او قربانیو پایله وه چې عامو وګړو وکولای شول له هر ډول وېرې او اندېښنې پرته خپل دیني مکلفیتونه ترسره کړي، له خپلوانو او دوستانو سره وویني او د اختر خوښۍ په بشپړه ډاډمنه فضا کې ولمانځي.
دا حالت د دې حقیقت څرګند ثبوت دی چې امن یوازې په زړه راښکونکو شعارونو، ویناوو او ادعاوو نه ټینګېږي؛ بلکې د عملي اقداماتو، زیار، قربانۍ او پرلهپسې هڅو غوښتنه کوي. د دې انځور بل اړخ هم خورا مهم دی، موږ ټول پوهېږو چې ځینې فتنهپارونکي او شریري ډلې تل په کمین کې وي او موخه یې دا وي چې د افغانستان امن ګډوډ کړي، د خلکو ترمنځ وېره خپره کړي او د هغوی خوښۍ په غم بدلې کړي.
د اختر دا مبارکې ورځې د دغو فتنه ګرو عناصرو لپاره یو مناسب هدف کېدای شوای، خو هغوی په خپلو ټولو شومو موخو او دسيسو کې له بشپړې ماتې سره مخ شول. د امنیتي ادارو پر وخت اقداماتو او د استخباراتي ارګانونو پیاوړي څار د دښمن ټول پلانونه شنډ او موخې یې له خاورو سره خاورې کړې.
دغه بریا یو ځل بیا دا ستر حقیقت را برسېره کوي چې کله د یوه هېواد ولس او دولت د امن او ثبات پر محور سره متحد شي، نو د نړۍ هېڅ فتنه ګر ځواک نشي کولای هغوی ته زیان ورسوي. د ولسي همکارۍ او د دولت د واکمنۍ همغږۍ فتنهګرو ته د سر پورته کولو فرصت ور نه کړ. د اختر په دغو ورځو کې یو بل ښکلی او هیلهبښونکی صحنه هم تر سترګو کېده؛ زرګونو خلکو له خپلو دوستانو او خپلوانو سره تفریحي سیمو ته مخه کړې وه، هلته ژوند په خوښۍ، ارامۍ او تازه هیلو موسکا کوله.
د جګړو او ناهیلیو له اوږدو کلونو وروسته د افغان ولس دا روحي ډاډ او عادي ژوند ته بېرته ستنېدل د دې څرګند ثبوت دی چې خلک اوس تر هر څه زیات امن، ثبات او هوساینه غواړي. د ټولنیزو اړیکو پراختیا او متقابل تفاهم دا ښيي چې امن هغه بنسټ دی چې د هر ملت د پرمختګ، سوکالۍ او ملي یووالي ماڼۍ پرې درېدلی شي.
نن چې د اختر دا له خوښیو ډکې ورځې په امن او سلامتۍ سره پای ته رسېدلې دي، نو له زړه له کومي دا دعا را وځي چې الله تعالی دې د افغانستان دا خاوره تل د امن، ثبات او سوکالۍ په نعمتونو ونازوي. الله تعالی دې امنیتي ځواکونه او ټول هغه مخلص خدمتګاران چې د هېواد او ولس د خدمت لپاره هڅې کوي، په خپل ځانګړي حفظ او امان کې وساتي، او دا سیمه دې د هر ډول فتنې، فساد او د شریر عناصرو د شر څخه تل خوندي او محفوظه وساتي، آمین.











































