میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
شنبه, نوومبر 28, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

    د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — لسمه او اخیري برخه

    د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — لسمه او اخیري برخه

    اصلاحي لارښوونې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه ! اتمه برخه

    اصلاحي لارښوونې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه ! اتمه برخه

    د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

    د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

    د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

    د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

    د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! څلورمه برخه

    د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! څلورمه برخه

    د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې د حقیقت په هېنداره کې او د تورونو ځوابونه! نهمه برخه

    د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې د حقیقت په هېنداره کې او د تورونو ځوابونه! نهمه برخه

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

ډاکټر همام سلطاني

Share on FacebookShare on Twitter

داعش، د پاکستان پوځي اسټبلېشمنټ او د مفتي عبدالرحیم خوشامندي!

د پاکستان د پوځي اسټبلېشمنټ د سیمه‌ییزو پالیسیو، له وسله‌والو ډلو سره د اړیکو، پر افغانستان د پوځي بریدونو او د دغو کړنو د شرعي توجیه کوونکو ځینو دیني عالمانو د رول ارزونه، نن سبا یوه مهمه علمي، سیاسي او شرعي اړتیا ګرځېدلې ده. په دې موضوع کې تر ټولو د پام وړ اړخ دا دی چې له یوې خوا د پاکستان دولت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادعا کوي، خو له بلې خوا له وسله‌والو ډلو سره د هغه د تاریخي اړیکو په اړه نړیوالې څېړنیزې اسناد او راپورونه شته؛ ان تر دې چې په پاکستان کې د داسې شبکو شتون هم په ګوته شوی چې داعش ته یې مالي، پوځي او روزنیزې مرستې برابرولې.

ورته مقالې

اصلاحي لارښوونې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه ! اتمه برخه

د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

تر دې هم د خواشینۍ وړ حالت هغه مهال رامنځته کېږي چې ځینې دیني شخصیتونه د دولتي او پوځي پالیسیو په دفاع کې شرعي اصول د سیاسي تړاوونو تابع وګرځوي. د علماوو دنده دا نه ده چې د هر پوځ او واکمن ټولې کړنې سمې او پر حق ثابتې کړي؛ بلکې د هغوی مسؤلیت دا دی چې د حق او باطل ترمنځ توپیر روښانه کړي، د مظلوم ملاتړ وکړي او ځواکمن هم د شریعت پر وړاندې ځواب ویلو ته اړ وبولي.

د پاکستان د پوځي اسټبلېشمنټ او وسله‌والو ډلو سیاست

له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان پر پوځي اسټبلېشمنټ دا تور لګېدلی چې د خپلو سیمه‌ییزو او ستراتیژیکو ګټو لپاره یې ځینې وسله‌والې ډلې کارولې، اړیکې یې ورسره ساتلې او په ځینو پړاوونو کې یې ورته مالي، پوځي او روزنیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي. په دې لړ کې د لشکر طیبه، جیش محمد او نورو وسله‌والو شبکو په اړه د نړیوالو څېړنو او رسمي اسنادو له لارې ګڼ جزئیات خپاره شوي دي.
د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې د پاکستان په اړه د راپور له مخې، د لشکر طیبه او د پاکستان د استخباراتي ادارې ترمنځ په تېرو وختونو کې پیاوړې، که څه هم پټې، اداري اړیکې موجودې وې.

همدارنګه د امریکا د کانګرس د څېړنیز خدمت (Congressional Research Service) د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۲۵مې نېټې راپور په پاکستان کې د فعالو بېلابېلو وسله‌والو ډلو، د هغوی د شبکو او سیمه‌ییزو فعالیتونو ارزونه وړاندې کوي. دلته یوازې دا پوښتنه مطرح نه ده چې په پاکستان کې کومې ډلې شتون لري؛ بلکې اساسي پوښتنه دا ده چې په تېرو وختونو کې دغو ډلو ته چا اسانتیاوې برابرې کړې؟ چا یې روزنه ورکړې؟ مالي او پوځي امکانات یې له کومه ترلاسه کړي؟ او ولې دولتي ادارو د ټولو وسله‌والو ډلو پر وړاندې یو شان دریځ نه دی خپل کړی؟

د هېڅ دولت لپاره د منلو وړ نه ده چې د خپلو ګټو لپاره ځینې وسله‌والې ډلې د کارولو وړ او ځینې نورې د نه منلو وړ وګڼي. که ترهګري جرم وي، نو په هر ځای کې جرم دی؛ او که وسله‌والې ډلې ملکي وګړي په نښه کوي، نو د هغوی ملاتړ، مرسته او ورته د فعالیت اسانتیا برابرول هم باید د حساب او کتاب وړ وي.

داعش او په پاکستان کې ملاتړې شبکې

د داعش موضوع د دې بحث یو له خورا مهمو او جدي اړخونو څخه ده. په پاکستان کې د ځینو افراطي شبکو او داعش ترمنځ د اړیکو او مرستو په اړه یوازې سیاسي تورونه نه دي مطرح شوي، بلکې د امریکا د مالیې وزارت رسمي اسناد هم په دې اړه شتون لري. د امریکا د مالیې وزارت د ۲۰۱۷ کال د مې د ۱۱مې نېټې د رسمي اعلامیې له مخې، حاجي حیات الله غلام محمد په ۲۰۱۵ کال کې له داعش خراسان سره مرسته کوله او په ۲۰۱۶ کال کې یې په افغانستان کې د دغې ډلې غړو ته د وسلو او مالي مرستو د برابرولو وړاندیز کړی و.

نوموړي د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې په کونړ او پاکستان کې تر خپل کنټرول لاندې مدرسو څخه د داعش خراسان لپاره کسان جذبول او له دغو مدرسو څخه یې یوه د دې ډلې د روزنیز مرکز په توګه کاروله. په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې نوموړي له ۲۰۱۴ کال راهیسې له داعش سره د ځانمرګو بریدګرو د جذب او تمویل په برخه کې مرسته کړې وه.
دا یو ډېر مهم مستند حقیقت دی چې په پاکستان کې یوې افراطي شبکې داعش ته مالي، پوځي او روزنیزې مرستې برابرولې. خو د پاکستان دولتي او استخباراتي ادارې د دغو شبکو، د هغوی د اسانتیا برابرونکو او اړیکو په اړه بشپړ معلومات لري، بلکې دا ټوله لوبه د همدې ادارو په همغږۍ پر مخ وړل کېږي.

دا هم یوه بنسټیزه پوښتنه ده چې کله په پاکستان کې د داعش خراسان لپاره د کسانو د جذب، مالي مرستو، د وسلو د برابرولو او روزنیزو مرکزونو د شتون په اړه نړیوال رسمي اسناد خپاره شوي، نو ولې د دغو شبکو، د هغوی د ملاتړو او احتمالي سرپرستانو پر وړاندې د دولتي اقداماتو بشپړ معلومات له خلکو سره نه شریکېږي؟

که د پاکستان پوځي اسټبلېشمنټ په رښتیا د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن وي، نو باید خپلې پالیسۍ پر ټولو یو شان تطبیق کړي. که داعش وي، که لشکر طیبه وي، که جیش محمد وي او که بله وسله‌واله شبکه؛ هېڅ یوې ته باید د دولتي ګټو په نوم ځانګړی امتیاز ورنه کړل شي.

پر افغانستان بریدونه او د بې‌ګناه ملکي وګړو وینه:
د پاکستان د پوځي مشرتابه د پالیسیو دویم جدي اړخ د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه او له فرضې کرښي هاخوا پوځي عملیات دي، چې له امله یې ملکي وګړو ته درانه زیانونه اوښتي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (UNAMA) په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې هاخوا پوځي نښتو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې په رسمي ډول ثبت کړې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۶مې نېټې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې د دغو نښتو په پایله کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ۷۶۴ پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۳۷۲ کسان وژل شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي. د دغو تلفاتو ډېره برخه د هوايي بریدونو له امله وه.

په همدې راپور کې د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۱۶مې نېټې د کابل پر امید د نشه‌یي توکو د درملنې او بیارغونې پر روغتون د پاکستان د هوايي برید یادونه هم شوې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي. د وژل شویو او ټپیانو ډېری هغه ناروغان وو چې په روغتون کې تر درملنې لاندې وو. د پاکستان سفارت ملګرو ملتونو ته ویلي وو چې په دې عملیاتو کې یوازې ترهګر او پوځي تأسیسات په نښه شوي وو؛ خو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېرې د دې پېښې د بې‌طرفه څېړنې اړتیا لا نوره هم څرګندوي.

دلته یوه بنسټیزه پوښتنه مطرح کېږي: ایا د یوه دولت امنیتي اندېښنې هغه ته دا بې‌قیده حق ورکوي چې د بل هېواد د وګړو ژوند واخلي؟ ایا یوازې د یوه مشکوک کس د شتون ادعا د روغتون، استوګنیزې ودانۍ یا عامو وګړو د په نښه کولو لپاره بسنه کوي؟ او ایا د یوه پوځي ویاند څرګندونې کولای شي یوه پوځي کړنه له شرعي او اخلاقي پلوه سمه ثابته کړي؟
د اسلام ځواب په دې اړه څرګند دی.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ﴾ (البقرة: ۱۹۰)
ژباړه: او له حده مه اوړئ، بېشکه الله تعالی تېری کوونکي نه خوښوي.
په بل ځای کې فرمایي: ﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ﴾ (هود: ۱۱۳)
ژباړه: او د هغو کسانو لوري ته مه مایلېږئ چې ظلم یې کړی دی، کنه د دوزخ اور به مو راونغاړي.
دغه آیتونه یوازې له ظلم څخه د ځان ساتلو امر نه کوي، بلکې د ظالمانو له ناروا ملاتړ او د هغوی د ظلم له پیاوړتیا څخه هم منع کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا» (صحیح البخاري، حدیث: ۲۴۴۴)
ژباړه: له خپل ورور سره مرسته وکړه، که ظالم وي او که مظلوم.
صحابه کرامو رضي الله عنهم عرض وکړ چې د مظلوم مرسته خو څرګنده ده، خو له ظالم سره مرسته څنګه کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هغه له ظلم څخه منع کړئ.
همدا د اسلام لارښوونه ده: له ظالم سره مرسته دا نه ده چې د هغه د ظلم لپاره توجیهات ولټول شي، بلکې مرسته ورسره دا ده چې له ظلم څخه یې راوګرځول شي.

مفتي عبدالرحیم او د پاکستان د پوځي اسټبلېشمنټ د پالیسیو شرعي توجیه

په دې ټوله موضوع کې د جامعۃ الرشید د مهتمم مفتي عبدالرحیم رول ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. د یوه دیني عالم په توګه د هغه د علمي نظریاتو په اړه بحث او نیوکه د هر چا حق دی؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې د نوموړي سیاسي څرګندونې د پوځي ادارو د پالیسیو او له پولې هاخوا پوځي عملیاتو ته د شرعي جواز ورکولو بڼه ولري.
د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۲مه، په اسلام‌اباد کې د علماوو او مشایخو په ملي کنفرانس کې مفتي عبدالرحیم له پاکستاني پوځ او پوځي مشرتابه سره د بشپړې همغږۍ او ملاتړ څرګندونه وکړه. هغه پاکستاني پوځ د حرمینو شریفینو ساتونکی وباله.

همدارنګه نوموړي په خپل پوډکاسټ کې ویلي وو:
«که د هېواد په هره سیمه کې د یوه مشکوک کور د پلټنې یا عملیاتو پر مهال ماشومان او ښځې ووژل شي، نو پر پاکستاني پوځ هېڅ ګناه، دیت او داسې نور څه نه لازمېږي.» نوموړي همدارنګه ویلي وو چې د خپل هېواد د ژغورلو او د یوه پیاوړي دولت د جوړولو لپاره له هېچا سره د مینې، محبت او نرمۍ ځای نشته؛ باید د پوځ واکمني او حاکمیت ټینګ شي، که په دې بهیر کې کوم خبریال یا هر څومره لوی شخصیت هم زیانمن شي، باید هېڅ ډول رعایت ورسره ونه شي. هغه د پوځ ملاتړ اړین بللی و او له علماوو یې غوښتي وو چې د پوځ ترڅنګ ودرېږي. د نوموړي د وینا جزئیات په پاکستاني رسنیو کې هم خپاره شوي وو.

تر دې وروسته، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۴مه، د نوموړي د یوه پوډکاسټ په اړه راپورونه خپاره شول چې په هغو کې یې ویلي وو: پاکستاني پوځ د حرمینو شریفینو ساتونکی دی، پاکستان په اسلامي نړۍ کې یوازینی اټومي ځواک دی او له پاکستاني پوځ سره جګړه باید له اسلام سره د دښمنۍ په معنا وګڼل شي. همدارنګه نوموړي پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه د پاکستان مشروع حق بللي وو. دلته اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د یوه پوځ د حرمینو شریفینو ساتونکی بلل د هغه ټولې پوځي کړنې په شرعي لحاظ سموي؟ ایا اټومي ځواک د یوه دولت لپاره د شرعي حدودو د ماتولو جواز ګرځي؟ ایا د یوه پوځ تش په نوم مذهبي هویت کولای شي د هغه ټولې پرېکړې له نیوکې او حساب ورکولو څخه خوندي کړي؟

بېشکه د حرمینو شریفینو دفاع یو ستر دیني خدمت دی؛ خو دغه سپېڅلی نسبت د یوه پوځ د ټولو کړنو د توجیه لپاره دلیل نه شي کېدای. هغه اداره چې د حرمینو د ساتنې ادعا کوي، باید د نورو ادارو په څېر د عدالت، امانت او د انساني ژوند د درناوي پابنده وي.

د مفتي عبدالرحیم د دریځ اساسي ستونزه همدا ده چې د پوځ تش په نوم ټولیز مذهبي او ملي حیثیت باید د هغه د ځانګړو پوځي کړنو له شرعي جواز سره ګډ نه شي. که په کوم پوځي عملیاتو کې بې‌ګناه ملکي وګړي وژل شوي وي، نو د هغې څېړنه او حساب اخیستل اړین دي. په داسې حال کې د پوځ ستاینه او هغه د نیوکې وړ نه ګڼل د قربانیانو پر ټپونو د مالګې شیندلو په څېر دي.
دلته له نوموړي څخه څو بنسټیزې پوښتنې لرو:
• که پاکستاني پوځ په کوم پوځي عملیاتو کې بې‌ګناه ملکي وګړي ووژني، ایا باید غندنه یې ونه شي؟
• که یو څوک یوازې د شک پر بنسټ ووژل شي، ایا د پوځي ادارې امر دغه وژنه روا کولای شي؟
• که روغتون، استوګنیز کور یا ملکي مېشت ځای په نښه شي، ایا د ملي امنیت تر عنوان لاندې دغه کړنه شرعي جواز موندلای شي؟
• ایا د یوه دیني عالم دنده دا ده چې د پوځ د ملاتړ لپاره دلایل ولټوي، او که دا چې پوځ هم د شریعت تابع وګرځوي؟
دا پوښتنې د شخصي دښمنۍ او یا مذهبي اختلاف پر بنسټ نه دي مطرح شوې، بلکې د قرآن او سنتو د مسلمو اصولو له مخې راپورته شوې دي.

د علماوو دنده او د درباري دیندارۍ خطر:
د علماوو مقام د کوم پوځ، حکومت یا سیاسي ګوند د تبلیغ لپاره نه دی، بلکې د شریعت د ساتنې او د حق د ګواهۍ لپاره دی. که یو عالم د یوې پوځي ادارې د ټولو کړنو ملاتړ کوي، خو د همدې ادارې د تېریو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي، نو دا ډول چلند یې د علمي امانتدارۍ په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ﴾ (المائدة: ۲)
ژباړه: د نېکۍ او تقوا په چارو کې له یو بل سره مرسته وکړئ، خو د ګناه او تېري په چارو کې له یو بل سره مرسته مه کوئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»(سنن أبي داود: ۴۳۴۴؛ جامع الترمذي: ۲۱۷۴)
ژباړه: تر ټولو غوره جهاد د ظالم واکمن پر وړاندې د حق او عدالت خبره کول دي.

د دې حدیث پیغام خورا څرګند دی. د یوه عالم اصلي ازموینه دا نه ده چې د کمزوري پر وړاندې وینا وکړي، بلکې دا ده چې د ځواکمن پر وړاندې د حق خبره وکړي. هغه څوک چې د مظلوم د وینې په وړاندې چوپ پاتې کېږي او د ځواکمنو کړنو ته توجیهات لټوي، باید د خپل دیني مقام او علمي مسؤلیت په اړه له خپل ځان سره حساب وکړي.
دلته دا وضاحت هم اړین دی چې ټول پاکستاني علماء یو شان دریځ نه لري. په پاکستان کې داسې ګڼ علماء هم شته چې د پوځي اسټبلېشمنټ پر پالیسیو نیوکې کوي، د ملکي وګړو د حقونو دفاع کوي او له افغانستان سره د سولې، تفاهم او ښو اړیکو پر ټینګښت ټینګار کوي.

د دغو حق‌غوښتونکو علماوو یو شمېر د خپلو دریځونو او مبارزو په لړ کې د هدفي وژنو قرباني شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. هغوی د پوځ سیاسي او پوځي پالیسۍ، په هېواد کې روانه وینه‌توېدنه او د مسلمانانو ترمنځ د شخړو پارول د پردیو د ګټو او اجنډاوو په چوکاټ کې ارزوي. له همدې امله، د څو ځانګړو دیني شخصیتونو دریځ باید د ټولو پاکستاني علماوو استازیتوب ونه ګڼل شي؛ ځکه په پاکستان کې داسې علما هم شته چې د ظلم پر وړاندې درېږي، د مظلومانو غږ پورته کوي او د امت د یووالي او سولې غوښتنه کوي.

الله تعالی فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ﴾ (النساء: ۱۳۵)
ژباړه: اې مؤمنانو! د عدالت ټینګ ساتونکي او د الله لپاره د حق ګواهي ورکوونکي اوسئ، که څه هم دا ګواهي ستاسو د خپل ځان پر زیان وي.
د دې آیت غوښتنه دا ده چې له کوم شخص یا ادارې سره مینه، ملي تړاو او سیاسي ګټې باید د عدالت پر لاره خنډ نه شي.

د پاکستان پوځي اسټبلېشمنټ ته اړینه ده چې له نیابتي وسله‌والو ډلو سره د خپلو تاریخي اړیکو، د افراطي شبکو پر وړاندې د خپلو پالیسیو او په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه روڼ او حساب‌ورکوونکی دریځ خپل کړي. د لشکر طیبه، جیش محمد، داعش او نورو وسله‌والو شبکو په اړه د راڅرګندو شویو شواهدو او تورونو په اړه باید بې‌طرفه څېړنې ترسره شي. همدارنګه مفتي عبدالرحیم او د هغه په څېر نورو دیني مشرانو ته هم په کار ده چې دا حقیقت درک کړي: د یوه پوځ ملاتړ هغه مهال دیني فریضه کېدای شي چې کړنې یې د حق، عدالت او شریعت مطابق وي.

دا خو هماغه شاهي هندي پوځ دی چې د اسلام او مسلمانانو دښمني یې د تاریخ په پاڼو کې ثبت ده او د دې دښمنۍ ګواهي یې خپله تاریخ ورکوي. د دغه پوځ بنسټ په ۱۸۵۷ کال کې د برتانوي پوځ له خوا د اسلام ضد دریځ پر بنسټ کېښودل شو. وروسته د خپل تاریخ او د خپلو بادارانو د روزنې بېلګې یې په ۱۹۷۱ کال کې په اردن کې ولیدل شوې، او د بنګله‌دېش د بېلتون په پایله کې یې د اسلام‌ضد دریځ پر عامو او خاصو خلکو څرګند شو.

د اسلام‌اباد د لال مسجد پېښه او له سوات څخه تر وزیرستانه د خیبر پښتونخوا د مسلمانانو د وینو سیلابونه یوازې او یوازې د دې لپاره وبهول شول چې بیا په راتلونکي کې څوک د شریعت د پلي کېدو غوښتنه ونه کړي. د همدې موخې لپاره د هغوی عزتمنې ښځې له خپلو کورونو بې‌کوره او په کډوالو کمپونو کې اوسېدو ته اړې شوې. دا هماغه پوځ دی چې د افغانستان له جهاد سره یې یوازې په دې موخه مرسته کوله چې افغانستان، د دوی په وینا، د پاکستان د یوه ولایت په څېر پاتې شي او د دغه هېواد پالیسۍ د دوی په اشارو ترتیب شي. دا هماغه پوځ دی چې د امریکا په یوه اشاره یې خپلې هوايي فضاوې، ځمکنۍ او سمندري لارې د امریکايي صلیبیانو او د هغوی د مسلمانو او کفارو متحدینو پر مخ پرانیستې. ایا د یوه عالم لپاره له داسې پوځ څخه په دې ډول ملاتړ څرګندول مناسب دي؟ او که دا ډول نومول شوي علما له پیله د همدې پوځي ادارې تر سیوري او اجارې لاندې وي؟

پایله
په پای کې خبره یوازې دومره ده چې د یوه پوځ عظمت په وسلو، اټومي ځواک او سیاسي نفوذ کې نه دی، بلکې په عدالت، نظم او د خلکو په ساتنه کې دی. د علماوو وقار د واکمنانو او پوځي مشرانو په چاپلوسۍ کې نه، بلکې د هغوی پر وړاندې د حق په ویلو کې دی.
هغه عالم چې د ځواکمنو د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کېږي، باید د خپل علمي مقام په اړه له خپل ځان سره حساب وکړي؛ او هغه پوځ چې ځان له حساب او پوښتنې څخه پورته ګڼي، باید په یاد ولري چې د الله تعالی په محکمه کې نه یونیفورم ګټه رسوي، نه واکمني او نه هم شرعي توجیهات. د حق او باطل د پېژندنې معیار قرآن، سنت او عدالت دی، نه د پوځ دریځ، نه دولتي ګټې او نه هم د کوم دیني شخصیت سیاسي تړاو.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

اصلاحي لارښوونې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه ! اتمه برخه

ورته مقالې

په پاکستان کې روان لاریونونه او د یوه بل خطرناک اقدام احتمال!
سیاسي لیکني

په پاکستان کې روان لاریونونه او د یوه بل خطرناک اقدام احتمال!

سپتمبر 28, 2026
خوارج العصر

د خوارجو په اړه د رسول اکرم (ص) وړاندوينه

جنوري 10, 2023
خوارج العصر

حقیقت خوارج معاصر

دسمبر 15, 2022
خوارج العصر

داعش د امریکا آسیایي ملیشې

اکتوبر 29, 2023
د افغانستان خاوره به د نورو پر خِلاف هیڅ کله هم ونه کارول شي
جهادي لیکني

د افغانستان خاوره به د نورو پر خِلاف هیڅ کله هم ونه کارول شي

فبروري 18, 2024
دیني لیکني

استشراق وپېژنئ؛ له ګواښونو او موخو یې خبر شئ! (دويمه برخه)

جنوري 28, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

اکتوبر 31, 2026
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — لسمه او اخیري برخه

د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه — لسمه او اخیري برخه

نوومبر 28, 2026
اصلاحي لارښوونې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه ! اتمه برخه

اصلاحي لارښوونې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی د احکامو، سپارښتنو او ویناوو تحلیلي څېړنه ! اتمه برخه

نوومبر 28, 2026
د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

نوومبر 27, 2026
د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

نوومبر 26, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.