تاریخ هغه هېنداره ده چې که په غور ورته وګورو، د خپل ننني حالت انځور به پکې ووینو. خوارج پېړۍ وړاندې تېر شول، خو فکر یې ژوندی پاتې شو. هغوی د نهروان په خاوره کې د مرګ خوب وېده کړل، خو د تکفیر، تاوتریخوالي، ظاهربینۍ او افراطیت فکرونه یې پاتې شول؛ دا افکار وخت په وخت د بېلابېلو ډلو په بڼه راڅرګندېږي. داعش هم د همدې منحرف فکر یوه بېلګه ده؛ هغه ډله چې ځان «اسلامي دولت» بولي، خو د مسلمانانو پر وړاندې یې د وژنو او تاوتریخوالي لاره غوره کړې ده.
د امت لویو علماوو په څرګنده ویلي چې داعش د لومړنیو خوارجو د فکر دوام دی؛ هماغه خوارج چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یې په اړه فرمایلي دي: «یَقْتُلُونَ أَهْلَ الْإِسْلَامِ وَیَدَعُونَ أَهْلَ الْأَوْثَانِ».
۱. د نن ورځې لپاره د خوارجو لومړی درس، د ګناه له امله د تکفیر خطر دی. خوارجو د کبیره ګناه مرتکب کافر ګڼل او له همدې لارې یې د مسلمانانو وینې تویول روا بلل. داعش هم همدا لاره غوره کړه؛ په خپلو جوړو شویو فتواوو یې مسلمانان د ګناه یا فکري مخالفت له امله یې له اسلامه وتلي ګڼل او وژل یې عبادت باله.
۲. دویم درس، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په ویناوو کې د خوارجو د نښو پېژندل دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازې د هغوی د شتون خبر ورکړی، بلکې نښې یې دومره دقیقې بیان کړې دي، چې ګواکې په خپلو سترګو یې لیدلي وي: «قوم أحداث الأسنان، سفهاء الأحلام»؛ داسې ځوانان چې د انسانانو له غوره ویناوو به خبرې کوي، قرآن عظیمالشان به لولي، خو له ستوني به یې نه تېرېږي او له دین څخه به داسې وځي، لکه غشی چې له ښکار څخه ووځي.
دا توصیف نن پر داعش او ورته ډلو په بشپړه توګه صدق کوي؛ هغه ځوانان چې د «خلافت» او «جهاد» تر شعارونو لاندې غولول شوي، قرآن عظیمالشان یې لوستی او لمونځونه یې کړي، خو په عمل کې یې د مسلمانانو وینې تویې کړې او ښارونه یې وران کړل. د مسجد نبوي مدرس، شیخ عبدالمحسن العباد هم داعش یوه «فرقه» بللې چې په عراق کې راپیدا شوې او بنسټ یې پر تکفیر او د مسلمانانو د وینو پر حلال ګڼلو ولاړ دی.
۳. درېیم درس، د تکفیري جریانونو پر وړاندې د علماوو رول دی. خوارجو د حضرت علي او ابن عباس رضیاللهعنهما پر وړاندې دریځ نیولی و، خو د امت علما په هر عصر کې د حق د غږ پورته کولو مسؤولیت لري. نن هم د هرې سیمې علما باید تر دې وړاندې چې ځوانان د تکفیر په دام کې ښکېل شي، هغوی د دین له سم فهم سره آشنا کړي. داعش حتی ابن باز، ابن عثیمین او الباني هم تکفیر کړي وو؛ دا په خپله د دې څرګند ثبوت دی چې کله د تکفیر لړۍ پیل شي، هېڅوک ترې خوندي نه پاتې کېږي؛ حتی د امت تر ټولو ستر علما هم.
۴. څلورم درس، په دین کې له ظاهربینۍ څخه ډډه کول دي. خوارج عبادتکوونکي وو، خو عبادت یې د الله تعالی جلجلاله د نږدېوالي پر ځای دېته ورسول چې پر مسلمانانو تورې راوباسي. نن هم تکفیري جریانونه د دیندارۍ تر ظاهري بڼې لاندې ځوانان غولوي. درس دا دی چې دین باید له رباني علماوو څخه زده شي، نه له احساساتي ویناوالو او نه له مجازي فضا څخه، چې هر څوک پکې ځان مفسر او فقیه ګڼي.
۵. وروستی درس، د الله تعالی جلجلاله رحمت ته هیله لرل او له ناهیلۍ او افراط څخه ډډه کول دي. خوارج د الله تعالی جلجلاله له رحمت څخه ناهیلي شول او ګناهکاران یې د تل لپاره په اور کې ګڼل. خو اهل سنت والجماعت د وېرې او امید ترمنځ ژوند کوي؛ ګناه، ګناه ګڼي، خو د توبې دروازه نه تړي او مسلمان په اسانۍ نه تکفیر کوي. دغه اعتدال هماغه لاره ده چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم او صحابه کرامو غوره کړې وه او امت یې له ټوټه-ټوټه کېدو څخه ژغورلی و. خوارج لاړل، خو درس یې پاتې شو: هر څوک چې دین له علم پرته او د تکفیر له لارې پیل کړي، پایله به یې هغه توره وي چې بالاخره به د ده پر خپله غاړه راګرځي.











































