میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
چهارشنبه, نوومبر 25, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د امیرالمؤمنین فرامین او په افغانستان کې شرعي، کورني او ټولنیز اصلاحات! څلورمه برخه

    د امیرالمؤمنین فرامین او په افغانستان کې شرعي، کورني او ټولنیز اصلاحات! څلورمه برخه

    پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

    پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

    د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د غړیتوب غوښتنه!

    د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د غړیتوب غوښتنه!

    د متعال رب تکویني نظام او د انسانانو دنده!

    د متعال رب تکویني نظام او د انسانانو دنده!

    د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! درېیمه برخه

    د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! درېیمه برخه

    د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! لومړۍ برخه

    د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! لومړۍ برخه

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

ډاکټر همام سلطاني

Share on FacebookShare on Twitter

دیني مسؤولیتونه، د انسان خوندیتوب او قانوني نظم
د لمانځه اقامه

لمونځ د اسلام له بنسټیزو ارکانو څخه دی، چې د مسلمان په فردي او ټولنیز ژوند کې ځانګړی او محوري مقام لري. د لمانځه پابندي یوازې فردي عبادت نه دی، بلکې د اسلامي ټولنې د دیني هویت او ټولنیز نظم یوه مهمه برخه هم ده.
د امیرالمؤمنین له لوري د لمانځه د اقامې او پابندۍ په اړه فرمان صادر شوی، چې د عدلیې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له قانون سره یوځای په ۱۴۵۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړی دی.

ورته مقالې

پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د غړیتوب غوښتنه!

د متعال رب تکویني نظام او د انسانانو دنده!

الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا﴾(النساء: ۱۰۳)
ژباړه: بېشکه لمونځ پر مؤمنانو په ټاکلو وختونو کې فرض شوی دی. قرآن کریم د لمانځه اخلاقي او اصلاحي اغېزې هم په څرګنده بیانوي: ﴿إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ﴾(العنکبوت: ۴۵)
ژباړه: بېشکه لمونځ انسان له بې‌حیایۍ او ناوړه کړنو څخه راګرځوي.

له دې پلوه، د لمانځه پر ټولنیز اهتمام سربېره، د هغه روح، خشوع، اخلاقي اغېزې او عملي نقش هم باید ژوندی وساتل شي. د دیني روزنې موخه یوازې د لمانځه ظاهري پابندي نه ده، بلکې د انسان په اخلاقو، معاملاتو او کردار کې د لمانځه د اغېزو څرګندېدل هم دي.
اصلاحي اړخ: د لمانځه اقامه، پر فردي عبادت سربېره، د ټولنیز دیني شعور د پیاوړتیا، اخلاقي روزنې او ټولنیز سمون پر وسیلې بدلول.

د انسانانو د قاچاق او استثمار مخنیوی:
د انسانانو قاچاق د معاصرې نړۍ له جدي ټولنیزو ستونزو څخه دی. ځینې کسان د بېوزلۍ، بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو، ناقانونه کډوالۍ او په بهرنیو هېوادونو کې د کارموندنې د دروغجنو ژمنو له لارې په دوکه او فریب سره د استثماري کړنو ښکار ګرځول کېږي. په دې بهیر کې تر ډېره ځوانان، ښځې، ماشومان او له اقتصادي پلوه کمزوري وګړي زیانمنېږي. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د امیرالمؤمنین له لوري د انسانانو د قاچاق په اړه فرمان صادر شوی دی. په دغه فرمان کې د انساني قاچاق د مرتکبینو پر وړاندې قانوني اقدامات، د اړوندو ادارو ترمنځ همکاري او د دې ناقانونه کړنې د مخنیوي تدابیر تر بحث لاندې نیول شوي دي.

په اسلامي شریعت کې د انسان د ځان، عزت، ازادۍ او مال ساتنه له بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ﴾(الإسراء: ۷۰)
ژباړه: او بېشکه موږ د آدم اولادې ته عزت او کرامت ورکړی دی. د انسانانو قاچاق په حقیقت کې د انساني کرامت او ازادۍ پر وړاندې یو ستر جرم دی، چې په ترڅ کې یې انسانان د دوکې، زور، ناروا ژمنو او اقتصادي مجبوریتونو له لارې د استثمار ښکار ګرځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۲۰۲۶ میلادي کال په رسمي راپورونو کې د میدان وردګو او زابل په ګډون په ځینو سیمو کې ځوانانو ته د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو یادونه شوې ده. په دغو پروګرامونو کې ځوانان هڅول کېږي، چې د سفر او کارموندنې لپاره له قانوني او خوندي لارو چارو څخه ګټه واخلي. همدارنګه، په سیمه‌ییزه کچه د رضاکارانه کمېټو د جوړېدو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

د فرمان د تطبیق په چوکاټ کې قانوني او اداري اقدامات

۱. د هغو کسانو پر وړاندې چې په بهرنیو هېوادونو کې د کارموندنې د دروغجنو ژمنو، دوکې او نورو ناقانونه لارو چارو په وسیله د انسانانو په قاچاق کې لاس لري، د اړوندو ادارو له لوري قانوني اقدامات ترسره کېږي.
۲. د انساني قاچاق د قربانیانو د شکایتونو د ثبت، د هغوی د حقوقو د خوندیتوب او د قانوني او مرستندویه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړین ترتیبات نیول کېږي.
۳. د ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کېږي او هېوادوال هڅول کېږي، چې د سفر او کارموندنې لپاره له قانوني لارو چارو څخه ګټه واخلي.

۴. د ښځو، ماشومانو او د ټولنې د نورو کمزورو قشرونو د جبري کار، پېر او پلور او هر ډول انساني استثمار څخه د خوندیتوب لپاره قانوني او اداري اقدامات ترسره کېږي.
۵. د سرحدي سیمو او لارو د څارنې، د انساني قاچاق د مرتکبینو د پېژندنې او د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري پیاوړې کېږي.
۶. د انساني قاچاق د قربانیانو د بیا رغونې، قانوني ملاتړ، ټولنیز خوندیتوب او بنسټیزو بشري حقوقو د رعایت لپاره اړین اقدامات ترسره کېږي.

اصلاحي موخه: د دغه فرمان بنسټیزه موخه د انساني قاچاق مخنیوی، د مرتکبینو پر وړاندې قانوني اقدامات، د انسان د ځان، عزت، ازادۍ او کرامت ساتنه او د ټولنې د کمزورو قشرونو له هر ډول ناروا استثمار څخه خوندیتوب دی.

د ټولنیز نظم او عامه حقوقو په اړه نور قانوني اقدامات:
د امیرالمؤمنین پر ځانګړو فرمانونو سربېره، د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال ګڼ شمېر داسې قوانین هم توشېح او نافذ شوي دي، چې له عامه حقوقو، ټولنیز نظم، اداري روڼتیا، د ځمکو له خوندیتوب او اقتصادي چارو سره تړاو لري. له علمي او قانوني پلوه د دې توپیر په پام کې نیول اړین دي، چې هر قانون د امیرالمؤمنین ځانګړی فرمان نه شي ګڼل کېدای. فرمان، قانون، حکم او لارښوونه د خپل قانوني ماهیت او د تطبیق د ساحې له مخې جلا جلا اسناد دي، که څه هم د هغو په توشېح او نافذولو کې د امیرالمؤمنین نقش موجود وي.

۱. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون:
د افغانستان په اسلامي امارت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د امیرالمؤمنین تر توشېح وروسته د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د محرم الحرام په ۲۵مه، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جولای له ۳۱مې سره سمون لري، په ۱۴۵۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی. دغه قانون یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، چې په هغو کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر، د محتسبینو د مسؤولیتونو، د دیني شعائرو د درناوي او ټولنیز نظم په اړه احکام بیان شوي دي.

د دغه قانون په مطالعه کې لاندې ټکي د ځانګړې پاملرنې وړ دي:
• په ټولنه کې نېکیو ته د خلکو هڅول او له بدیو څخه د هغوی د راګرځولو مسؤولیت.
• د خلکو ترمنځ د سولې، روغې جوړې، اسلامي اخوت او ورورولۍ پیاوړتیا.
• د قومي، ژبنیو او سیمه‌ییزو تعصبونو مخنیوی.
• د انساني شخصیت او عزت درناوی.
• په نصیحت او اصلاح کې د شرعي آدابو رعایت.
• د خلکو د پټو عیبونو له پلټنې او له اجازې پرته له تجسس څخه ډډه کول.
• د سوداګرو، بزګرانو او کاروباریانو هڅول، څو خپل شرعي مالي مسؤولیتونه ادا کړي.

الله تعالی په قرآن کریم کې د دیني دعوت او اصلاح بنسټیزه تګلاره داسې بیانوي: ﴿ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ﴾(النحل: ۱۲۵)
ژباړه: د خپل رب لارې ته په حکمت او غوره نصیحت سره بلنه ورکړه.
دغه آیت په دیني دعوت، اصلاح او نصیحت کې د حکمت، بصیرت او غوره اسلوب اهمیت څرګندوي.

۲. د شکایتونو د اورېدلو قانون:
د ولسي شکایتونو اورېدل په هر اداري نظام کې د وګړو د حقوقو د خوندیتوب او د بې‌عدالتۍ د مخنیوي لپاره ځانګړی اهمیت لري. د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د شکایتونو د اورېدلو قانون هم نافذ شوی، چې په هغه کې د شکایتونو ترلاسه کول، د اړوندو ادارو مسؤولیتونه او د شکایتونو د حل او رسېدنې کړنلارې تنظیم شوې دي.
د دغه قانون اهمیت په دې کې دی، چې هېوادوالو ته د خپلو ستونزو د اړوندو چارواکو تر غوږونو رسولو او د حل لپاره یې قانوني لاره برابره شوې ده. د دې قانون له لارې د اداري بنسټونو د کړنو، مسؤولیتونو او ولسي شکایتونو ته د رسېدنې د بهیر د تنظیم هڅه هم شوې ده.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ﴾(النحل: ۹۰)
ژباړه: بېشکه الله تعالی د عدالت او نېکۍ امر کوي.

۳. د ځمکو د غصب مخنیوی:
د ځمکو او جایدادونو د ملکیت د حقوقو ساتنه د ټولنیز عدالت له بنسټیزو غوښتنو څخه ده. د همدې موخې لپاره په افغانستان کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون نافذ شوی دی.
دغه قانون د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د صفرالمظفر په لسمه نېټه توشېح او په ۱۴۳۸ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی. په دې قانون کې د امارتي ځمکو د غصب اړوندو قضیو ته رسېدنه، د ځمکو بېرته راګرځول، اړوندې قانوني مراجع او نور حقوقي مسائل روښانه شوي دي.

د عدلیې وزارت د رسمي څرګندونو له مخې، دغه قانون څلور فصلونه او ۲۲ مادې لري. د دغه قانون ټولنیز اهمیت په دې اصل کې نغښتی دی، چې هېڅوک د خپل نفوذ، واک او ځواک پر بنسټ د نورو پر ملکیتونو او عامه شتمنیو د ناقانونه ولکې او غصب حق نه لري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ أَخَذَ شِبْرًا مِنَ الْأَرْضِ ظُلْمًا طُوِّقَهُ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ»
(صحیح البخاري: ۲۴۵۲؛ صحیح مسلم: ۱۶۱۰)
ژباړه: چا چې په ظلم او ناحقه توګه یوه لوېشت ځمکه هم ونیوله، د قیامت په ورځ به د اوو ځمکو طوق ور تر غاړې کړل شي.

۴. د سوالګرۍ مخنیوی او د مستحقو وګړو کفالت:
په افغانستان کې د سوالګرۍ له ستونزې سره د مبارزې لپاره د سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ د مخنیوي قانون هم نافذ شوی دی. په دغه قانون کې د سوالګرو د پېژندنې، د اړوند کمېسیون د جوړولو او د هغوی له اقتصادي او ټولنیز وضعیت سره سم د اقداماتو ترسره کولو لپاره قانوني چوکاټ برابر شوی دی.

په دې برخه کې یو بنسټیز اصل دا دی، چې رښتیني اړمن، معلولین، یتیمان، بې‌سرپرسته او له اقتصادي پلوه کمزوري وګړي یوازې د سوالګرو په توګه له پامه ونه غورځول شي، بلکې د هغوی د کفالت، درملنې، کارموندنې او اقتصادي بیارغونې لپاره هم لازم اقدامات ترسره شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ لَا يَرْحَمْ لَا يُرْحَمْ»(صحیح البخاري: ۷۳۷۶؛ صحیح مسلم: ۲۳۱۹)
ژباړه: څوک چې پر نورو رحم نه کوي، پر هغه به هم رحم ونه شي.

۵. په مالي او اقتصادي چارو کې نظم او روڼتیا:
د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د مالي محاسبې، د وزارتونو او امارتي ادارو د قراردادونو، صرافۍ او مالي خدمتونو، صنعتي سیمو او د امارتي ځمکو د اجارې په اړه هم بېلابېل قوانین نافذ شوي دي.
دغه قانوني اقدامات د دولتي سرچینو له خوندیتوب، د مالي چارو له تنظیم، د قراردادونو له څارنې او د اقتصادي فعالیتونو له منظمولو سره تړاو لري.
په اسلامي شریعت کې د مالي معاملاتو بنسټ پر عدالت، امانتدارۍ، متقابل رضایت او د حلالو او حرامو د احکامو پر رعایت ولاړ دی.

الله تعالی فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ﴾(النساء: ۲۹)
ژباړه: اې مؤمنانو! په خپلو منځونو کې د یو بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر دا چې ستاسې په خپلمنځي رضایت سوداګري ترسره شي.
د افغانستان د عدلیې وزارت د ۲۰۲۶ میلادي کال د اپرېل د ۱۵مې نېټې د رسمي اعلان له مخې، د اسلامي امارت له بیا تأسیس څخه تر یادې نېټې پورې په ټولیزه توګه ۱۷۵ تقنیني سندونه خپاره شوي وو، چې په هغو کې ۷۲ فرمانونه، ۶۱ حکمونه، ۱۱ لارښوونې او رهنمودونه، ۱۷ قوانین، ۶ کړنلارې او ۲ اصولنامې شاملې وې.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

ورته مقالې

داعش او د اسلامي ځواک له منځه وړل
خوارج العصر

داعش او د اسلامي ځواک له منځه وړل

سپتمبر 28, 2024
خوارج العصر

امریکا او داعش د یوه خره دوه غوږونه

دسمبر 31, 2022
د داعش په نوم وبا/طاعون!  پنځه ویشتمه برخه
خوارج العصر

د داعش په نوم وبا/طاعون! پنځه ویشتمه برخه

اگست 7, 2025
د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره؛ د اسلامي شریعت په رڼا کې له نړۍ سره متوازن او عزتمند تعامل
سیاسي لیکني

د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره؛ د اسلامي شریعت په رڼا کې له نړۍ سره متوازن او عزتمند تعامل

جون 6, 2026
اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! پنځلسمه برخه
دیني لیکني

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! پنځلسمه برخه

اکتوبر 15, 2026
اسلامي نظام کې له کفارو سره د تعامل اساس! لومړۍ برخه
سیاسي لیکني

اسلامي نظام کې له کفارو سره د تعامل اساس! لومړۍ برخه

مې 28, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

اکتوبر 31, 2026
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د امیرالمؤمنین فرامین او په افغانستان کې شرعي، کورني او ټولنیز اصلاحات! څلورمه برخه

د امیرالمؤمنین فرامین او په افغانستان کې شرعي، کورني او ټولنیز اصلاحات! څلورمه برخه

نوومبر 25, 2026
پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

نوومبر 24, 2026
د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د غړیتوب غوښتنه!

د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د غړیتوب غوښتنه!

نوومبر 24, 2026
د متعال رب تکویني نظام او د انسانانو دنده!

د متعال رب تکویني نظام او د انسانانو دنده!

نوومبر 23, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.