پر اسلامي تمدن د خوارجو پایلې او اغېزې
خوارج له پیل څخه یو آرام فکري خوځښت نه، بلکې یو خونړی او سرکښ جریان و. هغوی د نهروان په جګړه کې له ماتې وروسته، نه یوازې دا چې له خپلو عقایدو لاس وانخیست، بلکې خواره واره شول او د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې د نوو پاڅونونو مرکزونه جوړ کړل. مسلمان تاریخپوهانو په دې اړه لیکلي دي چې خوارجو د هجري تاریخ په لومړیو دوو پېړیو کې د امویانو او عباسیانو پر وړاندې لسګونه خونړي پاڅونونه پیل کړل؛ هغه پاڅونونه چې که څه هم وځپل شول، خو د تاوتریخوالي او تکفیر میراث یې پرېښود، چې تر نن ورځې په نوو بڼو دوام لري.
د خوارجو د شتون لومړۍ او تر ټولو درنه پایله د مسلمانانو د وینو تویول وو. هغوی د خپلو مخالفانو په تکفیر سره د هغوی وينه او مالونه حلال ګڼل او په دې کار کې، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د وینا له مخې، ان له کافرانو هم مخکښ شول. تاریخ د هغوی د ظالمانه او ناوړه کړنو شاهد دی؛ لکه د عبدالله بن خباب او د هغه د امیندواره مېرمنې وژلو سره د مسلمانانو پر کاروانونو بریدونه او د هغو خلکو بېرحمانه وژنې چې یوازینۍ ګناه یې د خوارجو له عقیدې سره مخالفت و. دې وینېتویونې د اسلامي امت هغه ستره انرژي له منځه یووړه، چې د جهاد او آبادۍ په لاره کې لګول کېدای شوه.
دویمه پایله د اسلامي امت د یووالي او انسجام کمزوري کول وو. خوارجو د حضرت علي رضیاللهعنه او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د صحابهوو په تکفیر سره د امت په وجود کې ژور درز رامنځته کړ. هغوی نه یوازې له امویانو او عباسیانو سره په جګړه کې وو، بلکې له هر هغه چا سره یې هم جګړه کوله چې له دوی سره یې په عقیده کې موافقت نه درلود.
دې کورنیو جګړو اسلامي دولت د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې له مبارزې راوګرځاوه او ځواکونه یې کمزوري کړل. لکه څنګه چې تاریخپوهانو لیکلي دي، په هغه وخت کې د اسلامي امت لپاره ستر خطر بهرنی دښمن نه و، بلکې هغه داخلي درزونه وو چې خوارجغوندې جریانونو رامنځته کول.
درېیمه پایله پر اقتصاد او عامه امنیت منفي اغېز و. خوارجو په هغو سیمو کې چې نفوذ یې درلود، د خلافت مرکز ته د خراج او مالیاتو د لېږد مخه نیوله او د خلکو پر کاروانونو او مالونو یې بریدونه کول، چې له امله یې اقتصادي ناامني رامنځته کېده. په ځینو سیمو کې د هغوی اوږدمهاله شتون د خلکو ترمنځ وېره او ډار خپور کړ او سوداګریزې لارې یې بېثباته کړې. دې ناامنۍ د سیمو اقتصادي سوکالي کمه کړه او فقر او بېوزلي یې پراخه کړه.
څلورمه پایله په ختیځو سیمو کې د تکفیر او افراطیت د فکر خپرېدل وو. خوارجو په خلافت کې له پرلهپسې ماتېو وروسته، سیستان، کرمان، افغانستان او اوسني پاکستان په څېر لرې سیمو ته شاتګ وکړ. په دغو سیمو کې د هغوی اوږدمهاله شتون د افراطیت او تکفیر د فکر تخمونه وشیندل.
ځینې څېړونکي په دې باور دي چې په دغو سیمو کې د ځینو معاصرو افراطي جریانونو ریښې د خوارجو تاریخي شتون ته رسېږي. هغه فکر چې د «لا حکم الا لله» تر شعار لاندې پیل شو، د پېړیو په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو بیا راڅرګند شو او هر ځل یې په نوې څېره د مسلمانانو وینې تویې کړې.
پنځمه پایله د خوارجو خپله اوږدمهاله ماتې وه. دغه جریان د داخلي اختلافاتو، د متمرکزې رهبرۍ د نشتوالي او سخت تاوتریخوالي له امله ونه توانېد چې په یوه پایداره ځواک بدل شي. خوارج په لسګونو کوچنیو فرقو ووېشل شول؛ لکه ازارقه، اباضیه، صفریه، نجدیه او نورې ډلې، چې هرې یوې به بله ډله تکفیروله. دې تفرقې هغوی له دننه کمزوري کړل او په پای کې یې د تاریخ څنډې ته ټېل وهل.
لکه څنګه چې ابن تیمیه رحمهالله فرمایلي دي، که الله تعالی جلجلاله د هغوی ترمنځ یووالی نه وای له منځه وړی، فساد به په ټوله ځمکه کې خپور شوی وای؛ خو الله تعالی جلجلاله په خپل فضل هغوی سره خواره کړل او مسلمانان یې د هغوی له شر څخه وساتل.
له دې ټولو سره، خوارجو اسلامي امت ته یو ستر درس پرېښود: د دین زده کړه چې له علم او سمې پوهې پرته وي، د تاوتریخوالي لامل ګرځي. هغوی عبادتکوونکي وو، شپې به یې په لمانځه تېرولې او قرآن عظیمالشان به یې تلاوت کاوه؛ خو دا چې د دین پوهه یې سطحي وه او د نبوي سنتو او د صحابهوو له فهم څخه لرې پاتې شوي وو، نو د الله تعالی جلجلاله د نږدېوالي پر ځای یې د مسلمانانو پر غاړه تورې راویستې.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي وو چې هغوی قرآن عظیمالشان لولي، خو له حنجرو یې نه تېرېږي؛ یعنې د قرآن عظیمالشان الفاظ یې په زړونو کې ځای نه نیسي او نه د صالح عمل او سمې پوهې لامل ګرځي. دا خبرداری د هر هغه نسل لپاره ژوندی او تلپاتې دی چې غواړي دین د علمي مرجعیت او سنتو له لارښوونې پرته درک کړي.










































